پښــــتو ادب

ظفراللغات قاموس ته کتنه

فضل الرحمن همت
سریزه:
د ژبې په بډاینه او ژوندي ساتلو کې د نورو هغو ترڅنګ یو هم د یوې ژبې وییپانګه ده، چې ژبه له مرګ او له منځه تللو ساتي. په پښتو ژبه کې یو له پخوانیو ژبپوهانو څخه هم سیدبهادر ظفر کاکاخیل دی، چې د خپلې ژبې د بډاینې لپاره یې مټې راونغاړلې د نورو ادبي او ژبنیو آثارو ترڅنګ یې پښتو ژبې ته پنډ او قیمتي قاموس ډالۍ کړ، نوموړي دغه قاموس په ډیرو خواریو او زحمت سره ولیکه، د ده په وینا چې حتی د سترګو ناروغي یې ورته پيدا کړه، دغه قاموس ته یې نوم ظفراللغات ورکړ، یاد قاموس په څه د پاسه ١٤٠٠ مخونو يا صفحو کې ليکل شوى دى او ۲۵۰۰۰ زره لغات او محاورې لري چې د هر لغات تر څنګ يې معنى ګانې په پښتو او اردو کې ورته شرحه کړي دي؛ دغه قاموس د قاموس پوهنې د قواعدو له مخې په عامو قاموسونو کې راځي، عام قاموسونه هغه قاموسونه دي، چې هرڅوک او د هر مسلک خلک پرې پوهیږي، ژبه یې ساده، روانه، اصطلاحات او کلمات یې د درک او فهم وړ وي، څرنګه چې د لیکدود او تلفظ برخه کې درې لارې معمول دي، لکه (فونټیک، سیلابیک او صوتي) نو لیکوال فونټیک او صوتي بڼه نه ده را اخیستې یوازې یې سیلابیک بڼه کارولې، سیلابیک هم ممکن ورته ونشو ویلی؛ ځکه چې په زور او زیر یې سره بیل کړي دي.
د لیکوال پېژندنه:
ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل په ١٩١٠ زيږديز کال کې د پښتو نخوا د نوښار په کاکاصاحب کې په يوې علمي کورنۍ کۍ زيږيدلى دى .پلار يې ميا خالق شاه نوميده .ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل خپلې لومړنۍ زده‌کړې په مورني ټاټوبي اکوړه خټک کې سرته ورسولې. پر دې برسيره يې ديني لومړني تعليمات او د فقهې کتا بونه د حا جي عبدالقيوم نه تر لا سه کړل، وروسته ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل د لو مړني تعليماتو په اداره کې په رستم کې دنده سرته رسوله چې تر يوه کال وروسته بيا ملکنډ ته په دندې و ګو مارل شو . ده په ١٩٥٧ زيږديز کال کې په نوشهره(نوښار) کې د ښوونکي په تو ګه دنده سرته رسوله اوبيا چې کله کا کا صاحب ته ټرانسفر(تبديل) شو نوتر ١٩٧٠ زيږديز کاله پورې چې دده ريټايرډ مينټ (تقاعد) وخت و دغه دنده يې په ښه وجه سرته ورسوله .
د کاکا خيل صاحب د مهمو کتابونو نه يو هم د( ظفراللغات ډيکشينري يا قاموس) دى او بل دده مښهور تاريخ (پښتانه د تا ريخ په ر ڼا کې ) کتاب دى .
همداراز د سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل بل کتاب چې( پښتانه د تاريخ په رڼا کې) نو ميږي چې د پښتنو تاريخ دى چې د عيسى مسيح عليه السلام د زيږيدو نه ٥٥٠ کلونه وړاندې تر ١٩٦٩ زيږديز کلونو پورې حالات پکې راغلي دي او په ١٤٠٠ مخونو کې په ١٩٦٢زيږديز کال کې د پيښور يو نيورسټۍ د بک ايجنسۍ له خوا چاپ شوى دى. همداراز کا کا خيل صاحب ددې خبرې ادعا هم کوي چې د پښتولومړنۍ ډرامه ده ليکلې ده چې دغه ډرامه (د کلي ښايست) نو ميداو په ١٩٣٥ زيږديز کال د پيښورراډيو د پښتو څانګې له خوا خپره شوې ده .کاکا خيل صاحب وايې چې دهغې ډرامې خواږه يا دونه يې لا تې اوسه په ذهن کې پاتې دي چې ددغې ډرامې تمرين او ريهرسل په پيښور کې دارباب جهانګير خان په کور کې کيده او ځينو هندوانو هم په دې ډرامې کې رول لو بولى و.کا کا خيل صاحب هيڅکله هم دا خبره نه مني چې ګنې اسلم خټک دې دپښتو د لو مړنۍ ډرامې ليکوال وي. د ظفر کا کا خيل بل ستر کار داو چې په ١٩٩٦ زيږديزکال کې يې دشيخ رحمکار(کاکا صاحب) په ژوندانه او ښوونو يې يو کتاب وليکه اوددې کتاب په ليکلو کې يې د هغې خطي نسخې نه گټه وا خيستله چې ميا محمد بادشاه کاکا خيل دشيخ رحمکار په ژوند او کارونو باندې ليکلى و.ويل کيږي چې ميا محمد بادشاه کاکا خيل دافغانستان او هندوستان ډيرو برخو ته سفرونه وکړل څو دشيخ رحمکار(کاکا صاحب) په اړوند علمي مواد تر لا سه کړي .ددې کتاب پر ليکلوظفر کا کا خيل صاحب دميا جمال شاه دورور ميا اجمل شاه نه ١٠٠٠٠ روپۍ د انعام او جايزې په تو ګه تر لاسه کړې .
کاکا خيل صاحب يو پوخ مسلمان و چې د مولانا مودودي دنظريا تو سره يې مينه درلودله .له همدې کبله و چې نو موړي د مو لا نا مو دودي ځينې کتابونه پښتو ته وژباړل لکه پرده ،دين حق ،سيرةالنور،دين کې تفسير ،احساس او راه عمل يې وژبا ړل .
کاکا خيل صاحب د سر کار نه په دې خبرې سر ټکولى دى چې د پو هانو او دادب د مينانو په اړوند دبې غورۍ نه کار اخلي او قدر يې نه کوي . ظفر کا کا خيل صاحب دپيښور د پښتو اکيډيمۍ نه هم خپل خپګان څرګندوي چې ده ته يې کو مه ځانګړې پا ملرنه ونکړه،خو يوازيني سړي چې ده ته يې پاملرنه وکړه هغه د پا کستان د ادبياتو داکيډيمۍ چير مين يا مشر پريشان خټک وچې ده ته يې ميا شتينى مدد معاش وټاکه .همداراز ده په ١٩٨٨ زيږديزکال کې ستاره امتياز نښان هم تر لا سه کړ.
دغه ستر مورخ دخپل ژوندانه په وروستيو شپو او ورځو کې داسې سخت ناروغه او کمزورى شو چې دسترګو رو ښنا يې لږه او هم يې غوږونه درانه شول چې خبرې به يې په اسا نۍ سره پرې نه اوريدلې .
ظفر اللغات قاموس
ظفراللغات قا موس په څه د پاسه ١٤٠٠ مخونو يا صفحو کې ليکل شوى دی، چې په دې قاموس کې په یو روایت کې شل زره الفاظ، محاورې او متلونه راغلي دي، او په بل ځای مې پينځه ویشت زره او درېیم ځای مې پينځه څلویښت زره هغه ولیدل چې د دغې ټولو تشریح او مانا په دوو ژبو اول پښتو او بیا اردو باندې په تفصیل سره شوې ده. ظفراللغات لو مړى ځل په١٩٥٩ اوبيا په١٩٦٠ زيږديز کال کې چا پ شو. کاکا خيل صاحب پخپله ليکلي دي چې د ظفر اللغات قا موس يې دومره په غور سره وليکه چې ان د سترګو ليد يې ورسره کمزورى شو.
په قاموس لیکنه کې تر ډيره په زړه پورې او ډېر مهم اصل د قاموس لیکنې پر مهال د لیکوال ناپېلتوب او بې طرفي ده. لیکوال باید هڅه وکړي، چې د قاموس لیکنې پر مهال د هیڅ ډول سیاسي، ژبني، دیني، ګوندي، قومي، شخصي ذوق او ایډیالوژي څخه کار وانه خلي او د قاموس لیکنې په فرهنګي او علمي اصولو کې زیاتوالی او کموالی رانه ولي. که چیرې یو قاموس د پورته ذکر شوو ځانګړتیاوو پر اساس نه وي لیکل شوی، دوې نیمګړتیاوې رازېږوي؛ یو دا چې قاموس لیکنې د اصولو څخه په ښکاره ډول سرغړونه شوې ده. بل دا چې قاموس خپل علمي ارزښت له لاسه ورکوي.
دغه قاموس د قاموس پوهنې د قواعدو له مخې په عامو قاموسونو کې راځي، عام قاموسونه هغه قاموسونه دي، چې هرڅوک او د هر مسلک خلک پرې پوهیږي، ژبه یې ساده، روانه، اصطلاحات او کلمات یې د درک او فهم وړ وي.
د کتاب جوړښت په اړه که ووایو چې مخ پښتۍ، د ملا تیر او شا پښتۍ،د دې له کبله چې کتاب ډیر پخوا چاپ شوی، نو هیڅ کوم اثر نه پرې لیدل کیږي، یوازې په ملا تیر باندې یې د لیکوال نوم په قلم باندې لیکل شوی دی. قاموس ته تر اولې پاڼې وروسته سر متن برخه ورکړل شوې (د کتاب دوهمه ورقه چې شهرت پکې لیکل شوی وي)، ورپسې لیکوال د پیل خبرې کړې تر دې وروسته علامات او اشاراتو برخه یې راخیستې او هغه یې په بشپړ ډول توضیح کړې دي له دې وروسته (د پښتو ژبې حروف تجهي او حرکات) عنوان راغلی، له دې وروسته لیکوال مستقیم په لغتونو پیل کړی په پای کې یې د (غلطو لفظونو سمونه) په نوم عنوان ورکړی او په دې سره کتاب پای موندلی دی.
ظفراللغات قاموس ته فهرست نه دی جوړ شوی، که څه هم د الفبا په اساس برابر شوی، سریزه نه ده ورکړل شوې، کورودانی، د کارونې لارښود، قیاسي واحدونه او ځینې نور نه دي ورکړل شوي؛ د کتاب په پای کې هم اخذلیکونه او سپارښتنې نه دي ورکړل شوې.
څرنګه چې د لیکدود او تلفظ برخه کې درې لارې معمول دي، لکه (فونټیک، سیلابیک او صوتي) نو لیکوال فونټیک او صوتي بڼه نه ده را اخیستې یوازې یې سیلابیک بڼه کارولې، سیلابیک هم ممکن ورته ونشو ویلی؛ ځکه چې په زور او زیر یې سره بیل کړي دي
د ژبي له پلوه قاموسونه پر څلور ډوله وېشل کېږي، چې یو ژبیز ، دوه ژبیز ، غبرګ ژبیز او څو ژبیز قاموسونه دي. بیا دوه ژبیز قاموسونه هم پر دوو برخو وېشل کېږي:
الف: یو اړخیز دوه ژبیز قاموسونه، چې په انګریزي کې ورته (Dictionary unidirectional bilingual) ورته وايي.
ب: دوه اړخیز دوه ژبیز قاموسونه، چې په انګریزي کې ورته (bidirectional bilingual dictionary) وايي.
په یو اړخیز دوه ژبیز قاموس کې د راغلو لغاتونو او کلماتو تشریحات په یوه ژبه وړاندي کېږي، نو ځکه يې یو اړخیز دوه ژبیز قاموس بولي.
په دوه اړخیز دوه ژبیز قاموس کي د راغلو لغاتونو او کلماتو او تشریحات په دوو ژبو وړاندي کېږي. چي یوه خپله هغه اصله ژبه وي، چي قاموس پرې لیکل شوی وي.
دوهمه د ژباړې او ترجمې ژبه وي. اصلي ته په انګریزي کې (Source language) وايي. او د ترجمې ژبې ته (Target language) وايي.
(ظفراللغات) قاموس د ژبې له پلوه په غبرګ ژبیزو قاموسونو کې شمېرل کېږي، ځکه چې په دغه قاموس کې پښتو لغات لومړی خپله پر پښتو ترجمه شوي او وروسته بیا په اردو کې مانا او شرح شوي دي. د یادونې وړ یې بولم چې ووایم، چې په ظفراللغات قاموس کې د بېلابیلو ژبو کلیمات په پښتو او اردو ژباړل شوي دي مانا داچې یوازې د پښتو ژبې لغات نه دي پکې راغلي. چې ښه مثال یې د (صابر) صبر کوونکی، یا (فی سبیل الله) چې مانا یې د الله په لاره کې او په اردو کې یې مانا خدا کې راه هین ده. دا او دې ته ورته ډېرې کلیمې شته چې له عربې او نورو ژبو څخه راوړل شوې دي او بیا لومړی خپله په پښتو او دوهم ځل په اردو ژبه ژباړل شوې دي. نو د دې پر اساس موږ دا هم ویلای شو، چې ظفراللغات قاموس د غبرګ ژبیز قاموس تر څنګ څو ژبیز قاموس هم دی.
د چاپ د اندازې له مخې د قاموسونو ډولونه پر درېیو برخو وېشل کېږي:
الف- معیاري
ب- لنډ
ج- جیبي
د ظفراللغات قاموس د پورته ذکر شوو ځانګړتیاوو پر اساس د معیاري اندازې چاپ شوو قاموسونو په ډله کې راځي.
د یوه قاموس لیکونکي لپاره چې کومې ځانګړتیاوې لازمې دي په دغه لیکوال کې تر ډیره موجودې دي، ده په دغه قاموس کې له ورینټونو څخه هم استفاده کړې ده. په دغه قاموس کې د سروییونو شمیر که څه هم ټولټال شل زره، پینځه ویشت او پینځه څلویښت زره متلونه، محاورې ګړنې او الفاظ ښودل شوي، خو دقیق نه دي مشخص شوي چې څومره شمیر محاورې دي، خو تر ډیره څیړنه وروسته دې پایلې ته ورسیدو چې پینځه ویشت زره سم دي. څومره متلونه او څومره کلمې؛ په دغه قاموس کې مړې او ژوندۍ کلمې هم نه دي مشخصې شوې چې په ټولییز ډول څومره په کې راغلې دي.
سروییونه یې د ګرامري خصوصیت له مخې په واضح ډول شرح کړي او په پیل کې یې هم د دوی بشپړ جزیات تفصیلي راخیستي. په سروییونو کې یې هومونیم کلمې جلا کارولې دي؛ هومونیم هغه کلمې دي چې املأ او تلفظ یې یوشان وي، خو مانا یې تغیر وي، لکه
رغی= رَ +غی= هغه تالی چې ډیر ژور نه وي.
رغی= رَ+غی= سمی، جوړښت.
د کاروونکو د څرنګوالي له پلوه قاموسونه پر درېیو ډولونو وېشل کېږي:
الف- ایا قاموس د هغو کسانو لپاره لیکل شوی دی، چې ټول په یوه ژبه خبرې کوي؟
ب- ایا قاموس د هغو ځانګړو ډلو ویونکو لپاره لیکل شوی دی، چې په دوو مشخصو ژبو خبرې کوي؟
ج- ایا قاموس په نړۍ کې د ژبې د ټولو ویونکو د استفادې له پاره لیکل شوی دی؟
ظفراللغات قاموس د یادو ځانګړتیاوو پر اساس د هغو قاموسونو په ډله کې راځي، چې د هغو ځانګړو ویونکو له پاره لیکل شوی وي، چې په دوو ژبو خبرې کوي. دغه قاموس لیکلو ته په کتو سره سړی په دې پوهیږي چې لیکوال په پاکستان کې وو، ځکه هغه وخت چې دا قاموس لیکل شوی تر ډیره به دغه اردو ژبه د همغه ځای حاکمه ژبه وه نو په دې خاطر د ژبې د نور پرمختګ لپاره یې له دې ژبې کار اخیستی او په خپل قاموس کې یې ځای کړې ده. ظفراللغات قاموس د دوو ژبو (پښتو او اردو) ویونکو له پاره یو ارزښتمن قاموس دی.
د کارونې له پلوه پر دوو برخو وېشل کېږي:
الف- د ډیکوډینګ (Decoding)په بڼه لیکل شوي قاموسونه، چې په خپله ژبه د بهرنۍ ژبې د یو لغت یا کلمې په مانا پوهېدل.
ب- د اینکو ډینګ (encoding)په بڼه لیکل شوي قاموسونه، چې بهرنۍ ژبې ته د خپلې ژبې د یوه متن ژباړل دي.
دغه قاموس هم د اینکو ډینګ په بڼه لیکل شوی دی. د یادونې وړ ده چې د اینکو ډینګ ډول د بهرنیو ژبو لپاره دی، خو دغه قاموس سربېره پر پښتو ژبه په اردو ژبه هم ژباړل شوی دی.
د استفاده کوونکو د زده‌کړې له پلوه قاموسونه پر پینځو ډولونو وېشل کېږي:
الف: ژبپوهان او د ژبې نور ماهران.
ب- په لیک او لوست پوه کسان
ج- د ښوونځیو زده کوونکي.
د- کوچني هلکان.
هـ. د ژبې نور زده کوونکي.
د پورته ذکر شوو ډلوڅخه یې هر یو کولای شي، چې د اړتیا پر وخت له ظفراللغات قاموس څخه ګټه واخلي. دغه قاموس نه یوازې د زده‌کوونکو لپاره لیکل شوی دی، بلکي د ټولو هغه کسانو لپاره دی، چې غواړي په پښتو ژبه او یا هم په پښتو ژبه کې د یو ټکي، کلیمې، اصطلاح او یا هم ترکیب په مانا ځان پوه کړي. که چیرې د یوه ټبر یا قوم او قبیلې د ژبې لغاتونه د یوه قاموس په شکل را ټول شي او په دغه قاموس کې په پردۍ ژبه یا د یو بل ټبر په ژبه ترجمه شي.
د معنی له پلوه پر دوو برخو وېشل کېږي:
الف- هغه قاموسونه چې کلمې او ماناوې یې دواړې په کې لیکل شوې وي. دا ډول قاموسونه تر ټولو عام او مروج قاموسونه دي.
ب- هغه ډول قاموسونه، چې پر قاموسي سر ټکو سربېره ځینې ماناوې یې راوړل شوې وي.
په دې ډول قاموسونو کې د راټولو شوو لغاتو د مانا تر څنګ د نوموړو لغاتونو ضمني او مجازي ماناوې هم راوړل کېږي او د حقیقي او ضمني ماناوو په تړاو بحث کېږي. په هر ژبه کې یوه کلمه یوازې یوه حقیقي مانا لري، د حقیقي مانا تر څنګ نورې مجازي ماناوي هم لري، چې په دغه ډول قاموسونو کې د هغو پر پېژندنه او پوهېدنه بحث کېږي.
په ظفراللغات قاموس کې یوازې هغه اصل کلیمه راوړل شوې؛ هدف دا دی چې زموږ تر بحث لاندې قاموس کې په یو وخت کې د یوې کلیمې لپاره اصلي او مجازي ماناوې دواړې نه دي راوړل شوي نو ویلای شو، چې یاد قاموس د الف ردیف په قاموسونو کې راځې.
پایله:
یو له مشهورو او لومړنیو قاموسونه څخه چې په پښتو ژبه کې د ارزښت وړ دی، هغه ظفراللغات قاموس دی. دغه قاموس د سیدبهادرشا ظفر کاکاخیل لخوا راټول او ترتیب شوی دی. په ظفراللغات قاموس کې د قاموس لیکنې مېتودونه څه ناڅه مراعت شوی،په نوموړي قاموس کې سربیره د پښتو په خپلو کلماتو، محاورو او متلونو د نورو ژبو پور هغه هم راغلي او په پښتو او اردو سره یې په ښه ډول سره ژباړه شوې ده، یاد قاموس ډیر په عامیانه ژبه باندې لیکل شوی، او یوازې د یو مسلک د متخصصینو لپاره نه دی لیکل شوی، نو په دې خاطر یې لکه د رحمان بابا شاعري د هرچا فکر ځانته اړولی او په عوامو کې تر ډیره شهرت لري. (ظفراللغات) قاموس د ژبي له پلوه په غبرګ ژبیزو قاموسونو کې شمېرل کېږي، ځکه چې په دغه قاموس کې پښتو لغات لومړی خپله پر پښتو ترجمه شوي او وروسته بیا په اردو کې مانا او شرح شوي دي. د یادونې وړ یې بولم چې ووایم، چې په ظفراللغات قاموس کې د بېلابیلو ژبو کلیمات په پښتو او اردو ژباړل شوي دي مانا داچې یوازې د پښتو ژبې لغات نه دي پکې راغلي.
ماخذونه
۱- بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ، Benawa :Online Pashto World ~
۲- پتوال، عبدالرحمن، ۱۴۰۳ل، افغان قاموس ته کتنه، سمینار.
۳ـ ظفر کاکاخیل، سیدبهادرشا. ظفرالغات قاموس.
۴ـ وحیدي، اسدالله. ۱۴۰۳. تدریسي نوټ. کابل پوهنتون ماسترۍ برنامه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sadat

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
تاسو لیکنې مې ولوستې ډیر څه پکې نغښتي او ساتلي ول.
خدای مو خدمتونه تکلیفونه او زیار قبول کړه.
نوټ! دا کاکا صیب کتابونه به کوم ځای کې پیدا کړم.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx