افغانستان

بادغیس: په غورماچ کې جګړه اوومې ورځې ته اوږده شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱، ۱۳۹۳ل): د بادغیس ولایت په غورماچ ولسوالي کې د طالبانو ډله ایز بریدونه نن اوومه ورځ لاهم روان دي.

د بادغیس ولایت چارواکي هم مني چې د دې ولایت په غورماچ ولسوالي کې جګړه روانه ده خو نه يې د اقداماتو په اړه څه ويلي دي او نه يې هم له مرکزي حکومته د مرستې غږ کړی دی.

طالبان هم وايي چې دوی تېره شپه هم د غورماچ ولسوالي په مربوطاتو کې درې نورې پوستې ونیولې اوجګړه لاهم په شدت سره روانه ده.

په تېرو نږدې اوو ورځو کې د غورماچ ولسوالي د طالبانو تر پرلپسې بریدونو او کلکې محاصرې لاندې ده.

د سیمې د اوسېدونکو په قول جګړه شپه ورځ روانه ده او ولسوالۍ ته څېرمه کورنیو څخه ځينو يې خپل کورونه خوشي کړي دي.

د بادغیس ولایت چارواکي په غورماچ ولسوالي کې د طالبانو پر پرمختګ پټه خوله دي او تراوسه يې څه نه دي ويلي.

ویل کېږي چې ښايي د غورماچ په دې تنده جګړه کې به له طالبانو سره هغه قومندان هم ملګری وي، چې د تېرې لمريزې میاشتې په دیارلسمه له خپلو دېرشو مسلحو ملګرو سره د طالبانو لیکو ته ورغی.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د نورستان د دواب او د زابل د نوبهار ولسوالي د نیولو خبرونه خپاره کړل چې دولتي مسوولینو هم تاید کړل.

پردې سربېره په هلمند، روزګان، فاریاب او پخپله بادغیس کې ګڼې ولسوالي سقوط ته نږدې دي.

چې ځايي چارواکي يې ډېری وخت ملامتیا پر مرکزي حکومت ور اړوي چې ګواکې مرستې پروخت نه ور رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x