پښــــتو ادب

د مولوي عبدالرحيم راشد د ليکل شویو آثارو د مخکتنې غونډه وشوه

نن د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۴۵هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۷ مه نېټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست لخوا د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړيکو او مطبوعاتو رئيس محترم مولوي عبدالرحيم راشد حقاني د څوارلس (۱۴) چاپ شويو اثارو د مخکتنې غونډه ترسره شوه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله دروېش، د علومو اکاډمۍ مرستیال محترم شیخ رحیم جان ثاقب، د ریاست الوزرا د دفتر مقام د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال محترم قاري عبدالستار سعید، د ریاست الوزرا د مطبوعاتو رئیس محترم مولوي محمد نسیم هلال، د ریاست الوزرا د منابع بشري رئیس مولوي محمد داؤد محمدي، د علومو اکاډمۍ استازي او علمي غړي دوکتور نور الله کوثر، د کابل ښاروالۍ د فرهنګي او کلتوري چارو رئیس محترم قاري ولي ګل جواد، د حریت اونیزې مسؤول محترم داد محمد ناوک، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست رئیس محترم مولوي رحمت الله نړیوال، د همدې مخکتنې غونډې تنظیموونکي د عامه کتابتونونو رئیس محترم حافظ نعمت الله منتظر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بېلا بېلو ریاستونو استازو، د امارتي ادارو استازو، د هېواد تکړه لیکوالانو، اديبانو، په علم او ادب مینو مستعدو ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونه په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د راغلو ميلمنو او د امارتي ادارو د استازو لخوا د محترم راشد د هڅو، زحمتونو، تکليفونو او ليکل شويو اثارو ستاينه وشوه.

محترمو ویناوالو د داسې غونډو جوړول د ليکوالانو د هڅونې، تشویق او په هېواد کې د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ ته د ودې ورکولو په برخه کې ګټورې وبللې او په دې برخه کې له مسؤولو ادارو وغوښتل چې دې برخې ته لا ډېر کار وکړې.

د غونډې په وروستيو کې مولوي عبدالرحيم راشد د یادې غونډې له تنظيموونکو او راغلو ميلمنو مننه او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به هم مسلمه امت او ځورېدلي افغان ولس ته د وخت د اړتيا سره سم اړين آثار وړاندې کوو.
غونډه د دعاء په لوستلو پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx