نظــر

ځوان نسل او علما‌ء‌کرام!

دادمحمد ناوک

په عربي جزیره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبعوث کېدو یو حکمت دا ښوودل کېږي، چې د حضرت ابراهیم علیه السلام د دعا مطابق په دې مشرفه خاوره کې د افرادو چاڼ روان و، تر دې چې داسې خلک برابر شي، چې د دې مظعم پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ملګرتیا ظرفیت ولري او وروسته يې د دروند مسؤلیت د اداینې وړتیا پکې موجوده وي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته سره له دې چې مرکزیت له منځه تللی و، سره له دې چې دا یو دوه کاله وړاندې له رومي امپراطورۍ سره ټکر راغلی و، سره له دې چې د مدینې منورې مبارکې کوڅې د منافقانو د قدمونو شاهدې هم وې، خو بیا هم ملګرو وار خطا نه کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر تدفین وړاندې يې د مسؤل ټاکلو لپاره هڅې پیل کړې.

له هغه وروسته چې د تابعینو، بیا تبع تابعینو او نورو اسلافو د دې مبارک نظام – اسلام – د را رسولو، ساتلو او پاللو لپاره کومې ستړې تېرې کړې دي، نو که يې د دې زمانې سړی پر ځان تصور کړي بېخي ورته د نه منلو ښکارېږي، دا چې یوازې د مبارکو احادیثو په خاطر امیرالمؤمنین فی الحدیث حضرت امام بخاري رحمه الله ۱۴۰۰۰ کیلومټره لار وهلې، دا چې یو عالم د دین د تبلیغ، دعوت او مبارزې لپاره يې مجرد ژوند غوره کړی…

همدا د ژوند الهي نظام له همدې چینلونو – علما‌‌ءکرامو- تر موږ را ورسید، هر وخت چې پر دې نظام هر ډول یرغل شوی په وړاندې يې همدې کسانو حتی که په تش لاس وي هم، د مقابلې لپاره سینې سپر کړې او د تاریخ پاڼې که واړوئ نو د لویو لویو امپراطوریو يې خیال هم نه دی ساتلی!

اوس چې رسنیو بې بندوباره ازادي را منځته کړې او د پرمختګ یوه نښه بلل کېږي – که څه هم نننی ټول لوېدیځ تمدن زموږ په نظر د حماقت له رنګینو پوښو پرته هیڅ نه دی – ورسره پر مسائلو د خبرو صلاحیت هم هر چا په لاس کې اخیستی او دې «هرچا توب» دا ستونزه پیدا کړې چې ټولنیز مسائل، رواني پېښې، سیاسي تحولات او حتی دیني موضوعات د هر چا د بحث شول او هر څوک هڅه کوي چې د دې پر ځای چې ځان د شته واقعیتونو او تحلیلونو تابع کړي ټول مسائل د خپل ذوق تابع کول غواړي، چې په دې کې بیا نو زمو ځوان نسل په کوم توپیر هم قانع نه دی، دوی د یوې ادبي موضوع، یوې هنري ټوټې، یوې ټولنیزې پېښې او یوې مهمې دیني فتوا په منځ کې هیڅ توپير نه کوي او دا چې په نورو برخو کې يې ځان ته د خبرو حق ورکړی په دیني موضوعاتو کې هم هڅه کوي، خپل نظر ولري یا په داسې ادرس پسې وګرځي چې د ده نظر، د ده ذوق او ارمان يې په دیني مصطلحاتو کې تشریح کړی وي.

نه دیني نظام نوې پدیده ده، نه هم زموږ ټولنه نوې په دې دین مشرفه کېږي، خو بیا هم په ټولنیزو رسنیو کې داسې ښوودل کېږي چې باید پر ټولو مسائلو بېرته له سره خبرې وشي او حتی د دین پر اساساتو بحثونه وشي، تر څو دین نننیو ذوقونو، شرایطو او طبیعتونو ته وتوږل شي، کله چې بیا ذوق، ټولنیز وضعیت او طعیت بدل شو، بیا يې ورسره بدل کړو او په دې ډول د دې پر ځای چې ځانونه د دین تابع کړو دیني اساسات په ځان پسې روان کړو، چې لسیزه وروسته به يې خپل اصلي شکل نه وي پاتې په نتېجه کې به ټولنه حس کړي چې دا اړول شوی را اړول شوی دیني سیستم د ژوند جوړښتونو ته ځواب ګوی نه دی، نو به د بلې لارې په لټه کې شي او په دې ډول به دوی په نماینده، الګو او نمونه ژوندني سیستم پسې ګرځي، چې طبعاً به د خپل عادت له مخې لوېدیځ ټاکي او نهایتاً به د انسان د متغیر عقل زېږېدلی وروست سیستم پر ټولنه تطبقېږي او په دې ډول به يې دین له ژونده ایستلی وي!

ځکه خو د مسلمانانو په حیث رښتوني علماءکرام زموږ شعایر دي، د دین رسونې ادرسونه دي او د ټولنیزې رهبرۍ سرلاري دي؛ که دا طبقه په داسې مسائلو دغداره کوو، چې په اعمالو او باور کې مو هیڅ رول نه لري نو په لوی لاس خپلې پښې په تبر وهو!

پر ديني موضوعاتو او مذهبي ډلو رسنیزې ناندرۍ موږ ته له ګاونډيانو را انتقال شوې، خو پر مشخصو موضوعاتو حتی له دیني طبقې سره د تړلیو رسنیزو فعالانو نیوکې پر دې ارزي چې بحث پرې وشي؛ عربي مقوله ده چې انسان ډېری وخت له هغه څه سره دوښمني کوي چې نه يې پېژني؛ د دې معنی دا ده چې کله کله زموږ ظرفیت تر دې ټیټ وي چې په یوه موضوع مو سره خلاص شي، کله چې سر ناخلاصي را منځته شي نو له رواني اړخه انسان حکم کوي چې دا موضوع دغسې نه ده؛ ولې؟ ځکه نه ده مخکې اورېدلې، نه يې اوس اورېدلې، نه يې بل ځای اورېدلې او نه دغسې تجربه لري؛ دا يې د ځان د قناعت لپاره له ځان سره جوړ کړي دلایل دي؛ خو کله دی له دې خاطره چې ځان ورته کم ښکاره نه شي نو پر خپلې بې وسۍ، کم علمۍ یا د درک پر بې وسۍ اعتراف نه کوي او مخامخ پر عالم یا يې پر موضوع رد کوي، د رد لپاره يې دلایل پورتني وي، دی حتی د هغو منابعو پر بنسټ هم استدلال نه شي کولی چې همدې دیني عالم پرې حوالې ورکړې.

مثلاً د روحاني رابطې، د هغو موجوداتو به اړه چې بېولوژي يې مړه بولي د ژوند اعتراف او ورته نور مسائل هغه موضوعات دي چې په ګڼو رواني، ساینسي او منطقي دلایلو ثابتېدلی شي؛ خو دغه اثبات د ټولو لپاره د درک نه دی او اړتیا هم نه ده چې اثبات ته ورسېږي، ولې؟ ځکه دا علمي بحثونه دي او د اهل علم تر منځ بحثېدلی شي.

د دې تر څنګ پر دیني علماءکرامو نیوکې، بحثونه او حتی حیثیت يې داغداره کول د هغو موضوعاتو او مسائلو له خاطره هم نه دی چې ځينې استدلال پرې کوي، ځکه د ځينو مشخصو علماء‌کرامو همدا غږیز او ویډيويي درسونه کلونه وړاندې ثبت شوي او نشر شوي خو څو کاله يې پر وړاندې دغسې تعامل نه کېده، خو کله چې زموږ ټولنه کې دیني عالم اقتدار ته ورسید، نو مقابلې ته يې د تېرو دوو لسیزو په څېر داسې خلکو د مخالفت مټې را بډوهلې چې نه دیني ورحیه لري، نه دیني استدلال کولی شي او نه يې ډېری پر دیني نظام باور لري، دوی ته دا ښه زمینه ښکاره شوه چې تر عامه ذهنیت د پورته پخوانیو مسائلو د شاربلو له لارې پر دیني عالم باور کمزوری کړي او د دې کمزورۍ په پایله کې د خپل فکر ملګري پيدا کړي؛ ځکه دوی د اوسنۍ حکومتولۍ اړوند دغسې دلیل نه شي پيدا کولی چې خپل مخالفت پرې توجیه کړي؛ له همدې امله اړ دي چې د عامه ذهنیت د ګډوډۍ لپاره زور ووهي.

وروستۍ دا؛ چې دیني علماء‌کرام باید د واک پر ګدۍ دا په پام کې ونیسي چې له ښويېدو سره یې نه یوازې سیاسي حاکمیت پرځېدلی شي، بلکې دیني باور او شعایرو ته تاریخي صدمه رسېدلی شي، نو دا چې له واک سره سره د علمي او روحاني طبقې تقدس وساتل شي، تر وروستي بریده باید په حکومتولۍ کې دقیق، عادل او محتاط واوسي.

اللهم ثبت اقدامهم علی الصراط المستقیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx