دیني، سیرت او تاریخ

د یوې جامع نبوي دعا شرحه

لیکوال: حامد افغان

د دعا متن او تخریج

رَبِّ أَعِنِّي وَلَا تُعِنْ عَلَيَّ، وَانْصُرْنِي وَلَا تَنْصُرْ عَلَيَّ، وَامْكُرْ لِي وَلَا تَمْكُرْ عَلَيَّ، وَاهْدِنِي وَيَسِّرِ الهُدَى إِلَيَّ، وَانْصُرْنِي عَلَى مَنْ بَغَى عَلَيَّ، رَبِّ اجْعَلْنِي لَكَ شَكَّارًا، لَكَ ذَكَّارًا، لَكَ رَهَّابًا، لَكَ مِطْوَاعًا، إِلَيْكَ مُخْبِتًا أَوَّاهاً مُنِيبًا، رَبِّ تَقَبَّلْ تَوْبَتِي، وَاغْسِلْ حَوْبَتِي، وَأَجِبْ دَعْوَتِي، وَثَبِّتْ حُجَّتِي، وَاهْدِ قَلْبِي، وَسَدِّدْ لِسَانِي، وَاسْلُلْ سَخِيمَةَ قَلْبِي. رواه البخاري في الأدب المفرد، برقم 664، و665، وأبو داود، كتاب الوتر، باب ما يقول الرجل إذا سلّم، برقم 1510، و1511، والترمذي، كتاب الدعوات، باب في دعاء النبي صلى الله عليه وسلم برقم 3551، وابن ماجه، أبواب الدعاء، باب دعاء رسول الله صلى الله عليه وسلم برقم 3830، والنسائي في السنن الكبرى، 6/ 151، وأحمد 3/452، برقم 1997، وصحيح ابن حبان، 3/ 227، ومصنف ابن أبي شيبة، 10/ 280، وعبد بن حميد، 1/ 236، والحاكم وصححه ووافقه الذهبي، 1/519، ومسند الشهاب، 2/ 344.

ژباړه

ای ربه زما مرسته وکړه زما پر خلاف له بل چا سره مرسته مکوه، او زما نصرت وکړه زما پر خلاف زما له دښمن سره مرسته مکوه، او چا چې ماته د شر او بدو اراده کړې وي په هغو خپل مکر نازل کړه، او مایې له شر او مکر نه خوندي کړه، او زما دښمن ته وس مه ورکوه چې زما پر خلاف په خپل فریب او دوکه کې بریالی شي، او ماته سمه لاره وښیه او په سمه لاره مي ثابت ولره، او د هدایت په لاره تګ راته اسانه کړه، او څوک چې پر ما ناحقه تیری کوي د هغو په مقابل کې مرسته راسره وکړه، ای ربه ! ستا ډیر شکر ایستونکی مي وګرځوه، ستا ډیر ذکر کوونکی مي وګرځوه، ستا نه ویریدونکی مي وګرځوه، ستا ډیر پیروي کوونکی مي وګرځوه، تاته رجوع کوونکی مي وګرځوه، تاته عاجزي کوونکی او توبه ایستونکی مي وګرځوه، ای ربه ! زما توبه قبوله کړه، ګناهونه مي ومینځه، دعا مي قبوله کړه، دلیل مي ثابت او کره وګرځوه، زړه ته مي هدایت وکړه، ژبه مي په حق روانه او ثابته کړه، او له زړه نه مي حقد او کینې اوباسه.

دسختو الفاظو تشریح

(رهَّاباً): الرهب ویره او ډار او رهاب ډیر ویریدونکی،

(مخبتاً): مخبت یعني خاشع ، عاجز او په خشوع کې رښتینی او مخلص،

(أواهاً): اواه هم عاجزي کوونکی او ډیر ژړیدونکی،

(منيباً): منیب یعني توبه ایستونکی او الله ته رجوع کوونکی،

(حوبتي): الحوبه او الحوب ګناه ته وایې،

(حجتي): حجه یعني دلیل او منطق،

(سخيمة قلبي): د زړه دروه او حقد،

د دعا شرحه او تفصیل

په دې ستره او لویه نبوي دعا کې دوه ویشت سوالونه او عوښتنې راغلې دي دا د بنده مهمې غوښتنې او د دنیا او اخرت د نیکمرعي سوالونه دي چې هره یوه یې لاندي درته تشریح کوم.

1 – (رب أعني) یعني اي الله ستا د عبادت له پاره له تا نه مرسته او توفیق غواړم، داسي مرسته چې ستا عبادت په ښه توګه ترسره کړم او ته را څخه راضي شې، او په دیني او دنیوي ټولو چارو کې ستا مرسته غواړم، او ستا د دښمنانو په مقابله کې مرسته راسره وکړه.

2 – (ولا تُعن عليَّ) او څوک مي چې ستا له عبادته منعه کوي له هغه سره مرسته مکوه، لکه په بدو امر کوونکی نفس او انسي او جني شيطانان.

3 – (وانصرني) یعني په ټولو حالاتو کې بریا او غلبه راکړه، او ستا او ستا د دین پر دښمنانو مي برلاسی کړه، دا راز په نفس او انسي او جني شيطانانو مي هم برلاسی کړه، له دې جملې نه دا ټولې معناوې مراد کولی شو ځکه د مطلق مرستې ویل شوي دي او جمله عامه ده.

4 – (ولا تنصر عليَّ)، یعني مه مي مغلوب کوه، هیڅ ډول دښمن مه را باندي برلاسی کوه، او نفس اماره ته مي مه مغلوب کوه چې سمه لاره پریږدم او په کږه لاره روان شم.

5 – (وامكُر لي) مکر فریب او دوکې ته وایې او الله ته چې د “مکر ” نسبت وشي مطلب یې دا وي چې د هغه په دښمنانو په داسي حالت کې بلا او مصیبت نازل کړي چې هغوی یې فکر هم نه کوي، یعني ای الله چا چې ماته د شر او بدو اراده کړې وي په هغو خپل مکر نازل کړه، او مایې له شر او مکر نه خوندي کړه، شرح الأدب المفرد، 2/ 321.

6 – (ولا تمكر عليَّ) یعني زما دښمن ته وس مه ورکوه چې زما پر خلاف په خپل فریب او دوکه کې بریالی شي، دلته هم دښمن په عامه معنا اخیستلی شو یعني نفس لوامه او انسي او جني شیطانان او د دین دښمن.

7 – (واهدني) یعني ما ته هدایت وکړه او ماته سمه لاره وښیه او په هغه ثبات رانصیب کړه، هدایت دوه ډوله ده یو سمه او د خیر لار ورښودل او بل سمې لارې ته د برابریدلو توفیق او په سمه لاره ثبات، بنده چې کله له الله نه د هدایت سوال کوي باید دا معناوې یې په ذهن کې وي یعني اي الله سمه لاره راوښیه او په هغې د تګ توفیق راکړه او په هغه لاره ثبات رانصیب کړه چې تر مرګه په هغه ثابت پاته شم.

8 – (ويسّر الهُدى إليَّ) یعني د هدایت پیروي راته اسانه کړه، د مومن له پآره هدایت یواځنۍ موخه ده او په هدایت ثابت پاته کیدل اسانه ندي ډیر سخت دي نو ځکه مخکي د هدایت دعا وشوه او ورپسې د هدایت د اسانتیا دعا وشوه، د هدایت د اسانتیا مطلب داده چې ای الله د خیر اسباب راته برابر کړه ترڅو عبادت راته دروند نشي او له عبادت نه غافل نشم.

9 – (وانصرني على من بغى عليّ) څوک چې پر ما ناحقه تیری کوي د هغو په مقابل کې مرسته راسره وکړه، مخکي په عامه توګه د نصرت او مرستې سوال شوی و: (وانصرني ولا تنصر عليَّ) او دلته په ځانګړې توګه د مرستې او نصرت سوال شوی ده یعني په هغه چا مرسته غوښتل چې پر ما ناحقه تیری کوي، ځکه د ناحقه تیري کوونکي تیری زغمل ډیر سخت ده او په هغه باندي په مرسته او غلبه سره زړه ډاډه کیږي او د دښمن له شر نه خلاصون راځي. نوربیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x