نظــر

ولی روسیې د ا.ا.ا سره د تعامل چټګ ګامونه پورته کړل.

ولی روسیې د ا.ا.ا سره د تعامل چټګ ګامونه پورته کړل.

گلاب الدین خپلواک
روسیه د نړی په کچه یو د هغه هیوادونو دی چی په متخلفو نظامی سیاسی اقتصادی او نورو مسایلو کی خاص او ځانګړی رول لوبولی، روسیه چی په خوا د شوری مرکز بلل کیدی د افغانستان په تاریخ ځانګړی ځای لری چی د روسانو یرغل پر افغانستان د افغانستان په تاریخ کی د روسانو لپاره د ننګ تور ټکی خو دافغانانو لپاره چی یو لسیزه یی په ملیونونو  شهیدان زخمیان او.مهاجر ور کړل د تاریخ زرینه پاڼه ګڼل کیږی.
روسیې په تیر شل کلن اشغال کي کوشش کاوه چی د ناټو او آمریکایانو څخه ځان بچ او د آمریکا او ناټو چي د روسیې پخوانی نظامی او سیاسی رقیبان دی په یو.نوع د دوی سره ځانونه په ټکر کی را نه ولی خو روسانو چی د آمریکا سره د مجاهدینو د مرستی ناسور داغ په زړه کی درلود کوشش یی کوی چی په یو شکل د ا.ا.ا سره پټه تعامل او روابط وساتی ځکه د طالبانو هدف د اشغال خاتمه او د آمریکایانو او ناټو ایستل وه د خپل خاوری او روسانو بیا د آمریکا څخه خپل د غچ اخیستلو په در شل کی وه نو ځکه یی د ا.ا.ا سره په پټه او ښکاره د روابطو لار خپله کړه چي تر نن یی روابط ورځ تر بلی ټینګیږی.
اوس اساسی سوال دادی چی د روسیی د مشرانو وروستنی څرګندونی د څه لپاره دی او آیا دا به د اسلامی امارت لپاره په منځنی آسیا کی د رسمیت پیژندلو لاره هواره کړی کنه د ولسمشر پوتین وروستنی خبری چی د از بکستان هیواد په پلازمینه کی یی څرګنده کړي د څو شیانو وړاندوینه کوی.
لومړی: ولسمشر پوتین خپل په څرګندونو سره د منځنی آسیا هیوادو ته په ځانګړي ډول هغه هیوادونه چی د روسیی تر تاثیر لاندی دی او د روسیی سره مختلف سیاسی نظامی اقتصادی تړونونه لری زرغون څراغ وو چی د ا.ا.ا سره رسمی تعاملاتو ته داخل سی ځکه نو د قزاقستان ولسمشر د پیمان جمعی سازمان کی نن اعلان وکړ چی ا.ا.ا یی د تروریستی ډلو د لیست څخه ایستلی دی.
دویم: روسیه هڅه کوی چی د افغانستان له لاری د هند سره نژدی سیاسی- اقتصادی ژوری اړیکی ور غوی چی دا اړیکی به خاماخا د افغانستان له لاری کیږی.نو ځکه روسان کوشش کوی چی د ا.ا.ا سره تعامل لاره خپل او د یادو اړیکو څخه خپل متقابل اهدافو ته ځان ور سوی.
دریم: د اوکراین د جګړې وروسته چی تقریبا ټول غربی نړی د اوکراین شاته ودریدل  روسان هڅه کوی چی نړی پر دو قطبو  شرق او غرب وویشی نو ځکه روسانو ته دا مهمه ده چی د افغانستان په شمول د سیمی او.ګاونډیو هیوادو تر منځ یو.مشترک المنافع روابط رامنځ ته کړی تر څو خپل وپورتنی موخو ته ورسیږی.
څلورم: روسانو ته دا جوته ده چی د ا.ا.ا مشران هیڅکله هم د غربی هیوادو تر تاثیر لاندی نه راځی نو دا به ښه فرصت وی چی د روسی او ا.ا.ا موخی د غرب پر وړاندی تقریبا سره نژدی دی نو ځکه روسان هڅه کوی چی د ا.ا.ا سره د تعامل لاره خپل کړی ځکه غرب پروړاندی یی  ګډی موخی لری.
پنځم: په مسکو کی پرهوټل باندی چی څو موده وړاندی د داعشی ملیشو برید وسو روسان ودی ته اړ کړل چی د داعش چی د آمریکا او انګلیس ګډه پروږه ده یو مشترک المنافع قوت رامنځ ته کړی چی افغانستان او ا.ا.ا د داعش د کنترول کولو لپاره ډیرښه ښه تجربه ور کړه نو ځکه روسان کوشش کوی چی د یادی مشترک المنافع یوه برخه ا.ا.ا هم وی چی یادی موضوع ته د روسیی د بهرنیو چارو وزارت استازو په مختلفو غونډو کی اشاره کړی

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx