پښــــتو ادب

په ادراکي ژبپوهنه کې فوکونيه هڅې

امیرزاده همت
لنډیز:
ادراکي ژبپوهنه د ژبپوهنې په اړه معاصره لیدتوګه ده، چې د ادراکي ارواپوهنې څخه مستقیمه اغیزمنه ده او له ګشټالټ ارواپوهنې څخه یې په ځینو برخو کې رنګ اخیستی دی. ددې ژبپوهنې له نظره ژبه یو خپلواک نظام نه دی، بلکې ژبه له ټولو ذهنې پروسو سره په ارتباط کې مطالعه کوي. ژبني جوړښتونه د حسي اداراک زېږنده بولي، چې ان په انتزاعي مفاهیمو کې هم ځان ښي. لکه زموږ درک له چاپېریال او مکان څخه، چې په اساس یې زمان ته لوری ورکوو. د مینټل سپیس نظریه یا هم د فوکونییر نظریه، چې د ادراکي ژبپوهنې د محوري مفهوم په توګه پېژندل کېږي، چې نوموړي په لومړي ځل په ۱۹۸۵ م کې د ځینو ژبنیو ستونزو د حل له پاره وړاندې کړه او د نورو ډېرو پوهانو پام یې هم ځان ته راواړوه. هغه په دې برخه کې درې کتابونه او یوه مقاله ولیکله او هم يې لسګونه سیمینارونه وړاندې کړل. فوکونیه د (لایب نیتس) په فلسفه او ریاضیاتي منطق کې د ممکنه نړۍ څخه د ذهني ځایونو مفکوره الهام کړه او هغه يې په ادراکي ژبپوهنه کې د ذهني فضاوو په اصطلاح وکاروله.
په دې نظریه کې فوکونیه روښانه کړې، چې موږ د هر لیدلی او نالیدلي څیز لپاره په خپله ذهني تشه یا خلا کې یوه مفهوم (تصویر) جوړو، دا تصویر هغه مهال په حقیقي توګه څرګندېږي؛ کله چې موږ د هغه نالیدلي څیز په لیدلو وتوانېږو. نوموړې تیوري دا تشریح کوي، چې څنګه د انسان ذهن د فکر او پر یو څه د پوهیدو پروسې په جریان کې مختلفې مفکورې یا فکري چوکاټونه رامینځته کوي او ورسره تړاو لري.
ذهني فضاوې موقتې تصویري حوزې دي، چې د خبرو اترو په جریان کې جوړېږي یا له مخکې څخه زموږ په مفهومي دستګاه کې موجود وي. د ذهني نظریې په اساس کله چې فکر کوو یا په ژبه حبرې کوو ذهني فضاوې جوړو. نوموړې فضاوې په اصل کې د فضا جوړونکو لخوا جوېږي، چې ژبني واحدونه دي او ددې سبب کېږي، چې نوې ذهني فضاوې جوړې کړو یا د هغو ذهني فضاوو ترمنځ چې له مخکې موجودې وي رابطه قایمه کړو.
مهم وییونه: فوکونیه، ادراکي ژبپوهنه، ذهني فضاوې، نظریه، ارواپوهنه، مقاله، کتاب.

سریزه:
د ١٩٦٠ او ١٩٧٠ کلونو ترمنځ د زېږندې لیدتوګې( نظریې) نیمګړتیاوې رابرسېره شوې. لیکاف چې پخوا یې د همدې تیورۍ په اساسۍلیکل کول، ددې لید توګې مخالفت وکړ او بیا یې د لنګکر، جانسن، تالمي، ترنر، فوکونیه او ګرافت سره د ژبې په اړه د یوې نوې نظریې له مخې وغږېدل، چې د ادراکي ژبپوهنې په نامه یاده شوه. ددوی په اند: د ژبپوهنې نظریې باید له بېخه بدلې شي.
ادراکي ژبپوهنه د ژبپوهنې په اړه معاصره لیدتوګه ده، چې د ادراکي ارواپوهنې څخه مستقیمه اغیزمنه ده او له ګشټالټ ارواپوهنې څخه یې په ځینو برخو کې رنګ اخیستی دی.
ادراکي ارواپوهنه د انسان د ذهني بهیرونو مطالعه ده. ذهني بهیرونه، فکرکول، استدلال، پرېکړه(قضاوت)، اراده، حافظه، درک، مفهومي کول…
ګشټالټ ارواپوهنه په دې اصل ولاړه ده، چې د انسان ادراک یو جوړښت په اجزاوو نه وېشي، ټوکونه یا اجزا بېل بېل نه راخلي، بلکې ټول اجزا د یوکل په بڼه ویني. یعنې د اجزاوو له اړیکو نه جوړ شوی کل درک کوي. په همدې لړ کې وایي: کل د اجزاوو تر ټولګي لوی دی. مثلا: یو ګل د پاڼو یو کل دی.
ادراکي ژبپوهنه: ددې ژبپوهنې له نظره ژبه یو خپلواک نظام نه دی، بلکې ژبه له ټولو ذهنې پروسو سره په ارتباط کې مطالعه کوي. ژبني جوړښتونه د حسي اداراک زېږنده بولي، چې ان په انتزاعي مفاهیمو کې هم ځان ښي. لکه زموږ درک له چاپېریال او مکان څخه ، په اساس یې زمان ته لوری ورکول.
ادراکي ژبپوهنه پر ژبه د حسي تجربې او ادراک په رڼا کې غږېږي او ژبه له فرهنګي، موقعیتي او ټولنیزې قرینې سره په تړاو کې څېړي. کور او کورنۍ، ښه سړی،
حسي اداراک بهرنۍ نړۍ چې څنګه ده هغسې نه، بلکې څرنګه چې د خواسو وړتیا ایجابوي هغسې راښيي. نو د انسان چلن باید په همدې اړیکه کې مطالعه شي. لکه: ټیټ او لوړ اوازونه نه اورېدل، میږي اواز، ټولو رنګونو نه لیدل.
د ادراکي ژبپوهنې په اند: ژبه د کلمو نه بلکې د ټولیو یوکل دی. د ونې مفهومي ټولۍ بېلابېلو ونو ترمنځ د بڼې پر ورته والي ولاړه ده. په دې ورته والي کې پاڼې، تنه، رېښې، څانګې او نور راځي.
یا د لوښو ټولۍ، چې د مجاورت په اساس وي او له یو بل سره خوا په خوا کارېږي. لکه: ګیلاس، جیک، کاسې…. (ښکلی، ۱۴۰۱: ۴)
یعنې ادراکي ژبپوهنه وایي، چې ژبه د ټولیو یوه ټولګه ده، چې هر ټولی تر ځان د لوی ټولي جز دی او تر ځان د وړو ټولیو کل دی. لکه: حجره، نسج، غړی، سیسیتم، بدن. نوک ، ګوته، لاس، بدن. د ادراکي ژبپوهنې له مخې ژبه د انسان له ادراک سره همغږې ده او د ادراک رغښت پکې وینو.

په ادراکي ژبپوهنه کې فوکونیه هڅې
(Gilles Fauconnier Efforts in Cognitive Linguistics)
د جلیس فوکنییر لنډه پېژندنه
زیږیدنه:
فوکونییر د فرانسې په شمال لویدبځ ښار (وینیز) کې په ۱۹۴۴م کې د اګسټ په ۱۹ زېږېدلی دی.
زده کړې:
فوکنییر د پاریس په پولي تخنیک پوهنتون کې د ریاضیاتو او فزیک انجینري په برخه کې خپلې زده کړې په ۱۹۶۵ م کې پاې ته ورسولې او بیا یې په ۱۹۶۷ م کال کې د پاریس له عمومي پوهنتون څخه د ریاضیاتو د منطق په برخه کې دکتورا تر لاسه کړه.
په ۱۹۷۱ کال کې یې د کلیفورنیا ایالت د سان دیاګو پوهنتون کې د ژبپوهنې په برخه کې دکتورا تر لاسه کړه.
په ۱۹۷۶ م کال کې یې د پاریس د پوهنتون څخه د ادبیاتو او انساني علومو په برخه کې دکتورا تر لاسه کړه.
نوموړې د همدې دریوو دکتوراوو سربېره په څلورو نورو علمي برخو کې افتحاري
دکتوراوې لري، چې هغه برخې (طب، ساینس، روان پوهنه او منطق) دي.
(Eve et al., 2022).
تدریس:
د فوکنییر لومړنی عملي کار د پاریس په پولي تخنیک پوهنتون کې د ژبې د زده کړې تدریس وو. نوموړي په ۱۹۸۸ م کال کې د کلیفورنیا ایالت د سان دیاګو په پوهنتون کې د ادراکي ساینس د پروفیسور په توګه په دنده پیل وکړ. هغه هلته د ادراکي ساینس په دیپارتمنت کې د علمي غړي په توګه پاتې شو. بلاخره په ۲۰۰۲م کال کې یې په نوموړي پوهنتون کې د تر ټولو ممتاز استاد افتخاري رتبه تر لاسه کړه. په ۲۰۰۸ م کال کې یې د څېړنیز ممتاز استاد افتخاري رتبه تر لاسه کړه. او بلاخره هغه په ۲۰۱۳م کال کې رسماً د ممتاز استاد په توګه تقاعد شو
(Eve et al., 2022)
مړینه:
فوکنییر د ۲۰۲۱ م کال د فبروري په ۳ یمه د ۷۶ کلونو په عمر په سان دیاګو کې وفات شو.
(Eve et al., 2022).
اثار:
د ادراکي ژبپوهنییز ساینس په برخه کې فوکونییردرې لوی علمي کتابونه، یومقاله او لسګونه سیمینارونه پرېښي دي.
ذهني فضاوې کتاب(Mental Spaces)
دا کتاب د ادراکي ژبپوهنې، ادراک پېژندنې، ذهني تصویر سازي او همدارنګه د ذهني مفکورو په برخه کې لومړنی ارزښت لرونکی او اساسي کتاب دی، چې فوکونیه په ۱۹۸۵م کال کې لیکلی او وروستی چاپ یې په ۱۹۹۴م کې په فزیکي بڼه د کمبریج پوهنتون لخوا شوی. له ۲۰۱۰ کال را وروسته په انلاین بڼه هم پیدا کېږي، چې د یو ټوک بیه یې ۶۰ امریکايي ډالره ده..
په دې کتاب کې اساسي موضوعات چې ډېر تمرکز پرې شوی، عبارت دي له:
د ژوند دساینس (پوهه)( Life Sciences)، ادراکي ارواپوهنه(Cognitive Psychology)، رواني ژبپوهنه(Psycholinguistics) ، ژبه اوعصبي ژبپوهنه(Neurolinguistics) ، ژبه او ژبپوهنه.
Mental Spaces (cambridge.org)
. زموږ د فکر لار (هغه لار چې فکر کوو) کتابThe Way We Think
دا کتاب د فوکونییر او مارک ټرنر لخوا په ګډه په ۲۰۰۲م کال کې لیکل شوی، چې وروستی چاپ یې په اوس مهال په امازون نړیوال تجارتي سایټ کې شتون لري. قیمت يې ۲۴ امریکايي ډالر دی او ټول ټال ۴۶۴ صفحې دی.
دا کتاب د ادراکي ژبپوهنې په برخه یو پام وړ او د اساسي موضوعاتو لرونکی دی، چې د فکر ټولې لارې یې په ساده تجربو، مثالونو او د ځینو استعارو په توګه پکې بیان شوي دي. په دې کتاب کې ټول هغه اساسي موضوعات تشریح شوي، چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د ادراکی علومو په برخه کې د پام وړ پرمختګونو ته لاره هواره کړې. لکه: حافظه، زده کړه، سمبولیک فکر او داسې نور کارونه، چې انسان یې د ادراک پواسطه له کمپیوټر سره په ورته توګه تر سره کوي.
The Way We Think: Conceptual Blending And The Mind’s Hidden Complexities: Fauconnier, Gilles, Turner, Mark: 9780465087860: Amazon.com: Books

په فکر او ژبه کې نقشه (Mappings in Thought and Language)
په دې کتاب کې په دوو اساسي موضوعاتو پرمختیايي ارواپوهنې او ارواپوهنه باندې بحث شوی دی. دا کتاب په حقیقي توګه د مانا پوهنې په اساساتو بحث کوي. دا کتاب د ادراکي چلنونو خورا پیچلې موضوع ګانې په ساده ژبه بیانوي او تشریح کوي. نوموړی کتاب دوه فصلونه لري او د معنی او وینا د تړاو او اهمیت په اړه بحث کوي، چې کتاب د لا ښه پوهاوي لپاره ډېر شکلونه او نقاشي لري او ټول کتاب ۲۰۳ صفحې لري.
9780521599535_frontmatter.pdf (cambridge.org)
د فکري ادغام شبکې (Conceptual Integration Networks) ۴مقاله
دا مقاله له مارک ټرنر سره په ګډه په کال ۱۹۹۸م کې د ادراکي ساینس ژورنال په ۲۲ ټوک او دوهمه ګڼه (۱۷۸-۱۳۳) صفحو کې نشر شوې ده.
په دې مقاله کې د فکري ادغام شبکې پېژندنه، د فکري مشابهتونو تشریح، د فکري څیزونو تکرار، د مفکورو ډلبندي، او همدارنګه له مختلفو اهدافو سره د مفکورو بیانول او په ورځني ژوند کې د فکري موضوعاتو د کارونې او ادغام په اړه مطالب خپاره شوي دي.
فوکونییر او د ذهني خلاوو (فضاوو) نظریه (Metal Spaces theory)
د مینټل سپیس نظریه یا هم د فوکونییر نظریه، چې د ادراکي ژبپوهنې د محوري مفهوم په توګه پېژندل کېږي، چې نوموړي په لومړي ځل په ۱۹۸۵ م کې د ځینو ژبنیو ستونزو د حل له پاره وړاندې کړه او د نورو ډېرو پوهانو پام یې هم ځان ته راواړوه. نوموړې نظریه په دې وروستیو کې فوکونیه او ټرنر د یوی ډېرې مهمې تیوري په توګه وړاندې کړه چې ( د مفهومي تلفیق تیوري) بلل کېږي. فوکونیه د (لایب نیتس) په فلسفه او ریاضیاتي منطق کې د ممکنه نړۍ څخه د د ذهني ځایونو مفکوره الهام کړه او هغه يې په ادراکي ژبپوهنه کې د ذهني فضاوو په اصطلاح وکاروله. (قائمی، ۱۳۹۶: ۵)
په دې نظریه کې فوکونیه روښانه کړي، چې موږ د هر لیدلی او نالیدلي څیز لپاره په خپله ذهني تشه یا خلا کې یوه مفهوم (تصویر) جوړو، دا تصویر هغه مهال په حقیقي توګه څرګندېږي؛ کله چې موږ د هغه نالیدلي څیز په لیدلو وتوانېږو. لکه: باز، روباټ، عنقا، دجال…..
نوموړې نظریه د استعارې، قیاس، مجاز او همدارنګه ترکیبي ماناوو یا د مکان، زمان او حالت له تغییر سره د مانا د تغییر په اړه تر ټولو واضح مفهوم وړاندې کوي. چې له خبرو او وینا څخه د درک اخېستل او پرې پوهیدل دي. هلال خو سم زمری دی. دلته د هلال لپاره د زمري کلمه کارول شوې ده، چې د جملې ظاهري جوړښت په اساس ورڅخه مطلب د هلال زړورتیا ښکاري. اما کله کله داسې جمله په مجازي بڼه د بې زړه شخص لپاره هم کارول کېږي، چې د حالتو مطابق ورته په ذهن کې یو تصویر جوړېږي او په اساس يې اصله مانا درک او حاصلېږي.
نوموړې تیوري دا تشریح کوي، چې څنګه د انسان ذهن د فکر او پر یو څه د پوهیدو پروسې په جریان کې مختلفې مفکورې یا فکري چوکاټونه رامینځته کوي او ورسره تړاو لري.
ذهني فضاوې موقتې تصويري حوزې دي، چې د خبرو اترو په جریان کې جوړېږي یا له مخکې څخه زموږ په مفهومي سیستم کې موجودې وي. د ذهني نظریې په اساس؛ کله چې فکر کوو یا په ژبه حبرې کوو، یا یو حالت له بل سره پرتله کوو، ذهني فضاوې جوړو. نوموړې فضاوې په اصل کې د فضا جوړونکو لخوا جوېږي، چې ژبني واحدونه دي او ددې سبب کېږي، چې نوې ذهني فضاوې جوړې کړو یا د هغو ذهني فضاوو ترمنځ چې له مخکې موجودې وي رابطه قایمه کړو. یعنې ژبني واحدونه د قرارداد په اساس منخته راغلي؛ کله چې نوموړي واحدونه په وینا کې کاروو په ذهن کې د وینا مطابق ذهني تصویرونه جوړېږي، چې د همدې تصویرونو په مټ له وینا څخه مفهوم ترلاسه کېږي. هند مریخ ته په بریالیتوب سره خپله فضایي بېړۍ واستوله. ددې جملې په کارولو سره، زموږ او د مخاطب یا اورېدونکي په ذهن کې څو ذهني فضاوې لکه ( هند، فضا، مریخ، فضایي بېړۍ، د بېړۍ پورته تګ) جوړې شوې، یا نوو ذهني فضاوو له هغو ذهني فضاوو سره ارتباط پیدا کړ، چې له وړاندې زموږ په مفهومي سیستم کې مودې وي.
همدارنګه کله چې وایو (کور)، هغه ذهني تصویر چې د کور اړوند زموږ په مفهومي دستګاه کې موجود دی، په اتومات شکل زموږ په ذهني فضا کې انعکاس کوي. یا کله چې ویو ( احمد ستر شوی دی)، په دې جمله کې د احمد اوسنی حالت له پخواني حالت سره پرتله شوی او د احمد اړوند څو ذهني فضاوې رامنځته شوي دي.
یوه جوړه شوې ذهني فضا د نورو فضاوو سره د خبرو اترو په حال کې ارتباط پیدا کوي. د خبرو اترو په هر پړاو کې یو له دغوځایونو څخه د یوې اډې یا پایې په توکه ساتل کېږي. کله چې خبرې مخته ځي د یوې شبکې په داخل ذهني فضاوې تکثیرېږي او د هغو ترمنځ روابط پیدا کېږي. لکه: کله چې د ( کابل) اړوند خبرې کوو، کابل يوه پایه او په کابل کې د ځینو ساحو په هکله خبرې اړونده ذهني فضاوې جوړوي، چې په خپلو کې سره روابط ټینګوي. کابل، پوهنتون، قرغه، دارالامان………..
کله چې د ذهني فضاوو ترمنځ د ارتباط او پایې خبره کوو، ذهن مو د ادراکي ژبپوهنې د کل او جز اړوند بحث ته ورځي، چې اجزاوې د کل له مخې د درک وړ بولي. دلته هم د کل تصویري فضا د پایې او اجزاوې یې اړونده فضاوې جوړوي، چې د تکثیر په جریان کې یو له بل سره ارتباط پیدا کوي.
د دې نظریې جزئيات
۱- د تصور ځایونه:
دا تیوري ثابتوي چې ذهن لنډمهاله ذهني جوړښتونه یا “ځایونه” جوړوي تر څو زموږ د تجربو، پوهې او استدلال مختلف اړخونه تنظیم او د هغوی استازیتوب وکړي.
دا مفکورې موږ ته اجازه راکوي، چې معلومات جلا کړو، هغه ډلبندي کړو او د هغوی د ویلو وړاندې کولو او له څه سره د تړاو لرلو په وخت کې هغه وړاندې کړو. لکه د اشیاوو جلاکول او ډلبندي، د قلم او لیکلو تړاو، له دوکاندار سره خبرې، د مشرانو سره خبرې…..

۲- متحرک طبیعت:
ذهني تشې متحرکې دي او کیدای شي نوې رامینځته شي، پراخې شي، مخلوطې شي، یا له منځه لاړې شي؛ ځکه چې موږ په مختلفو ادراکي فعالیتونو کې ښکیل یو. دا جامد نمایشونه نه دي، بلکې د انعطاف وړ چوکاټونه دي، چې وده کوي؛ کله چې موږ نوي معلومات پروسس کوو او زموږ لید بدلېږي.
د مثال په توګه: موږ ته یو څوک د داسې حیوان په اړه خبرې کوي، چې هغه موږ هیڅ کله لیدلی نه دی، تصور کړی مو نه دی او د هغه په اړه مو هیڅ معلومات نه دي اوریدلی، خو په دې اړه د هغه کس د خبرو په اړه چې موږ ته د یاد حیوان په اړه معلومات وړاندې کوي، زموږ ذهن (ذهني تشه) سمدستي یو تصویر جوړوي او هغه ساتي. که موږ بیا کله هغه حیوان وینو، نو هغه زموږ په تشه کې ساتل شوی تصویر هغه مهال موږ ته را په یادېږي. ممکن د پرتلنې وړ وي یا نه وي او یا هم سره ډېر توپير ولري. لکه: عنقا، دیو، ….
یا: لکه (څانګه) چې پخوا د ونې د ښاخ په مانا کارېدله، کله چې د څانګې اړوند خبره کېدله، په ذهن کې د ونې د څانګي تصویر جوړېده. خو اوس چې، د څانګې مانا پراخه شوې، په اورېدو سره یې زموږ په ذهن کې بېلابېلې فضاوې جوړېږي. لکه: د بانک څانګه، د پوهنځي څانګه…..
– د معنی جوړښت:
دا تیوري تشریح کوي، چې څنګه ژبه، شرایط، او پېژندنې؛ د معنی د جوړولو او د پوهیدو لپاره متقابل عمل کوي. د مختلفو ذهني ځایونو په جوړولو او تړلو سره، موږ ددې توان لرو، چې فکري څېزونه جوړ کړو، یا هم د یوه نالیدلي څيز لپاره انډول جوړ کړو او یا هم د یو څه په اړه نوي نظرونه رامنځته کړو. لکه: هغه اسمان په لوټو ولي. ظاهري مانا یې داسې برېښي لکه یو څوک چې د اسمان په لور وار کوي او د هغې د ویشتلو هڅه کوي. مګر اصلا له جملې څخه هدف د یو چا غرور دی، چې د شرایطو سره سم زموږ په ذهن کې د جملې اړوند اصلي تصویر جوړېږي او د مانا د ښه درک سبب کېږي. په هغه مجلس کې بلال په ځمکه ننوته. نالوستی او د دجال له پاره د خره اڼډول یا د وړوند انسان اڼډول، ښاپېرۍ، مریخ او نورو سیارو په اړه نطریات…..

۴- ادراکي پروسس:
ذهني فضاوې زموږ د ادراک په پروسس کولو کې مهم رول لوبوي، په دې اغیزه کوي، چې موږ څنګه پوهیږو، د یوڅه منلو دلیل څنګه ومنو، څنګه یو څه په یاد کړو یا یو څه هېر کړو او بلاخره څنګه د مخاطب حالت ته په کتو څنګه خبرې وکړو.
قناعت ورکول، د احمد لیدل، د استاد په وړاندې خبرې کول، له دوست سره خبرې کول، له مخالف لوري سره خبرې کول.
یعنې ګڼې ذهني فضاوي چې زموږ په مفهومي سیستم کې خای پرخاي شوي یا نوې ورداخلېږي، په ادراکي پروسس کې اهم رول لوبوي. لکه تجربه کار شخص نسبت بې تجربې شخص ته، مفاهیم او حالات ښه تحلیلولی شي. دا په دې مانا ده، چې نوموړي شخص د ژوند په اوږدو کې په ذهن کې زیاتې ذهني فضاوې جوړې کړي او مفهومي برخې ته یې سپارلي، چې د اړتیا په وخت کې یې پروسس کوي او په اړونده برخه کې ورڅخه استفاده کوي.
(Lawrence, 2005(

پایله:
د ١٩٦٠ او ١٩٧٠ کلونو ترمنځ د زېږندې لیدتوګې( نظریې) نیمګړتیاوې رابرسېره شوې. لیکاف چې پخوا یې د همدې تیورۍ په اساسۍلیکل کول، ددې لید توګې مخالفت وکړ او بیا یې د لنګکر، جانسن، تالمي، ترنر، فوکونیه او ګرافت سره د ژبې په اړه د یوې نوې نظریې له مخې وغږېدل، چې د ادراکي ژبپوهنې په نامه یاده شوه. ادراکي ژبپوهنه د نظریاتو یوه ټولګه ده، چې د بېلابېلو پوهانو د نطریاتو محصول دی. په دې پوهانو کې یو هم (فوکونیه) دی، چې د ذهني فضا نظریه یې وړاندې کړه او په دې برخه کې یې یوه مقاله او درې لوی کتابونه ولیکل او په لسګونه سیمینارونه یې وړاندې کړل. په دې نظریه کې فوکونیه روښانه کړي، چې موږ د هر لیدلی او نالیدلي څیز لپاره په خپله ذهني تشه یا خلا کې یوه مفهوم (تصویر) جوړو، دا تصویر هغه مهال په حقیقي توګه څرګندېږي؛ کله چې موږ د هغه نالیدلي څیز په لیدلو وتوانېږو. دا نظریه په دې اساس ولاړه ده، چې اورېدونکی د حالاتو او شرایطو سره سم د متکلم د وینا په اساس په ذهن کې یو تصویر جوړوي او د کلام څخه اصل مطلب د همدې جوړ شوي تصویر په اساس ترلاسه کېږي. ذهني فضاوې موقتې تصويري حوزې دي، چې د خبرو اترو په جریان کې جوړېږي یا له مخکې څخه زموږ په مفهومي سیستم کې موجودې وي. د ذهني نظریې په اساس؛ کله چې فکر کوو یا په ژبه حبرې کوو، یا یو حالت له بل سره پرتله کوو، ذهني فضاوې جوړو. نوموړې فضاوې په اصل کې د فضا جوړونکو لخوا جوېږي، چې ژبني واحدونه دي او ددې سبب کېږي، چې نوې ذهني فضاوې جوړې کړو یا د هغو ذهني فضاوو ترمنځ چې له مخکې موجودې وي رابطه قایمه کړو. یعنې ژبني واحدونه د قرارداد په اساس منخته راغلي؛ کله چې نوموړي واحدونه په وینا کې کاروو په ذهن کې د وینا مطابق ذهني تصویرونه جوړېږي، چې د همدې تصویرونو په مټ له وینا څخه مفهوم ترلاسه کېږي. یوه جوړه شوې ذهني فضا د نورو فضاوو سره د خبرو اترو په حال کې ارتباط پیدا کوي. د خبرو اترو په هر پړاو کې یو له دغوځایونو څخه د یوې اډې یا پایې په توکه ساتل کېږي. کله چې خبرې مخته ځي د یوې شبکې په داخل ذهني فضاوې تکثیرېږي او د هغو ترمنځ روابط پیدا کېږي. لکه: کله چې د ( کابل) اړوند خبرې کوو، کابل يوه پایه او په کابل کې د ځینو ساحو په هکله خبرې اړونده ذهني فضاوې جوړوي، چې په خپلو کې سره روابط ټینګوي. کابل، پوهنتون، قرغه، دارالامان……..

پای

ماخذونه

1-Eve Sweetser, Seana Coulson, and Mark Turner. (2022). In Memoriam Gilles Fauconnier (1944-2021). In Memoriam Gilles Fauconnier (1944-2021) – Cognitive Linguistics.
2-Hugo Lundhaug (2010). Images of Rebirth: Cognitive Poetics and Transformational Grammar. Google Books. p. 30 (of 593 pages).
3-Lawrence M. Zbikowski (2005). Conceptualizing Music: Cognitive Structure, Theory, and Analysis. Google Books. p. 78 (of 360 pages).
سایټونه
(https://dawatmedia24.com)۴- ښکلی، اجمل.(۱۴۰۱)، په ادراک ژبپوهنه د ګشټالټ ارواپوهنې اغیز،
Rasekhoon.net۵- قائمی نیا، علیرضا.(۱۳۹۶) نطریه ی فضاهای ذهنی،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx