نظــر

تجربه پر جهان لويه فلسفه ده !!

محسن سعود
د حماس غورځنگ او القسام لواء د شهيد عزالدين القسام تقبله الله له تجربې او ازماينې به يې راپيل كړو چې په خپلو ياداښتونو كې ليكي: دوه لسيزې مې د توحيد او د هغه په لاره كې د جهاد، رباط، اعداد او سرښندنې زدكړې او روزنه ترلاسه كړه، خو بيا مې پر عملي ميدان په لومړي ځل دښمن ته شا كړه او را وتښتېدم. پښېمانه، خجالت او توبه گار شوم او له خپلې دغې تجربې پر استفاده بېرته د جگړې ډگر ته ور وگرځېدم. د حماس غورځنگ لوړپوړي پوځي او سياسي چارواكي او پوځي څانگې القسام لواء وياند بيا-بيا په ځار وايي چې د افغانانو او اسلامي امارت د مجاهدينو له جهاد او سرښندنو پر الهام او تجربې ترلاسه كولو يې د اقصی توپان مباركو عملياتو تابيا نيولې او بيا يې پيل كړي هم د ياد الهام او تجربو پر بنسټ دي. په ښكاره او د اقصی توپان په لومړۍ ورځې پسې۸مياشتې نورو دوامداره برياليتوبونو او د حماس كلك هوډ او ثبات ته پر كتو ښايي د ليدلوريو له بېلابېلو زاويو په دغه اړه د دوی څرگندونې عادي اخيستل شوې وي او اخيستلې كېږي، خو فكر كوم د مقاومت په ټولو برخو او اړخونو كې يې د هېښونكو نوښتونو، تكتيكونو، تگلارو او دلته زموږ افغانانو او د اسلامي امارت مجاهدينو له مقاومتونو سره د پرتلې او نا انډوله توپير پر شاهدۍ يې له افغانانو د الهام او تجربې پر ترلاسه كولو دغه ټينگار هم يوه له عامو ليدلوريو لرې او جلا مانا لري.
افغانانو پر خپلو پرلپسې څلورنيمو لسيزو مقاومتونو هغه تورې ووهلې او وكړې چې په نړۍ يې ساری نه ليدل كېږي او د هرې يوې يې معاصر نړيوال ځواك او د نړۍ لومړۍ رتبه قدرتونو هم يادې تورې ونه كړې، بلكې هغوی هم د افغانانو تر تورو لاندې را وپرځېدل او همدوی په فلسطين هم د افغانستان په څېر يرغل ور وړی دی، نو له افغانانو د الهام او تجربې پر ترلاسه كولو باندې پر ټينگار سره فلسطيني مقاومت يرغلگر دښمن ته وريادوي او څرگند پيغام ور كوي چې زموږ د الهام او تجربو سرچينه افغانستان او افغانان دي چې له همدې يرغلگرو سره يې له برخورد څخه مو ترلاسه كړې، نو هغوی يې هم بايد له متقابل برخورده خپل الهام او تجربې لرلې وي، ترڅو دلته هم د جگړې له پيله او د هغې په دوام كې خپل وروستی برخليك ترې درك او پر خپلو يرغلگرانه سياستونو له سره غور وكړي. زموږ له ترلاسه كړي الهام او تجربو د گټې پورته كولو لپاره چې د دكتور يوسف عبدالله العزام تقبله الله په څېر أسوه مجاهدينو ژوند هملته خاورې كړی وي؛ اوس دا هيڅ توپير نه لري چې د جگړې ډگر مو فلسطين وي يا افغانستان. له افغانانو موږ ترلاسه كړی الهام او تجربې په قاطع ډول ښيي چې دلته به هم يرغلگر هغه څه بيا ځل ترلاسه كړي چې هلته يې ترلاسه كړي و، هغه برخليك به ولري چې هملته يې درلود، هغسې سرټيټې به ستنېږي چې له همغه ځايه ستانه شوي و او دلته به مو د همغو تجربو تريخ تكرار موږ ته نوې تجربې پر لاس را كوي.
دا چې له هر ډول تجربو څخه په استفادې او وركې نوښت راوستلو كې حماس ډېر حساس او خورا كارنده مسلك او مهارت لري؛ له افغانانو الهام او تجربې ترلاسه كول دا مانا نه لري چې څرنگه ترلاسه هغسې پلي شي، بلكې دلته يې ښايي جانبي ستونزې لرلې او په شرائطو، جغرافيه، پېښو او امكاناتو پورې ځانگړې وي، نو هلته پكې په نوښت سره يې اوس ونه لري او له همغې جغرافيې، شرائطو، پېښو او امكاناتو سره په توپير او تناسب عيارولو سره خورا ډېر مسلكي او نوښتيز توپيرونه لرلی شي. او دا مانا هم نه لري چې ټول يا زياتر دې له افغانانو ترلاسه شوي وي، بلكې فلسطينيان خپله هم د صهيونيستي مستقيم او لوېديځې نړۍ د دولتونو غير مستقيم او همداسې له۷۵كاله د پېړۍ تر ورهاخوا مودې راهيسې يرغلونو پر وړاندې لاس تر زنه نه دي كېناستلي، په خپل ځانگړي لرغوني تاريخ او جغرافيه كې د تجربو بې شمېره خپلې كورنۍ نسخې او وسلې لري او ازمايي، د اقصی توپان په لړ كې نوښتونه پكې كوي او په ټوله كې دوی د خپل دغه مسلك او مهارت له مخې هيڅ ډول شرائط او پېښې يوازې د يوې تېرېدونكې يا تكرارېدونكې مرحلې په توگه په سرسري سترگه نه گوري، بلكې د نوې او د كميت او كيفيت له پلوه د جلا تجربې استفاده ترې كوي او هرڅه يې د نوښتيز مسلك او مهارت له ماشينرۍ فيلتر كېږي او آن دښمن ته هم د هغه د ماتې تجربې وريادولې كېږي.
د اقصی توپان په څو مياشتو كې حماس او د القسام ځواكونو څو ځله د دښمن د بنديانو په اړه هغه ته د پخوانيو بنديانو برخليك ورياد كړ، ترڅو د يوې تجربې په توگه اوسني بنديان په هغه برخليك أخته نه كړي. همداسې د سرايا القدس ځواكونو د يو ځايي قوماندان د شهادت خبر له خپرېدو وروسته يو ناڅاپې د هغه را څرگندېدو او د جگړې په لومړۍ كرښه كې د ولسونو را پاروليو ولولو د اقصی توپان د لومړۍ رتبې لومړي شخص يحی سنوار صحنې ته راتلو لاره هواره كړه چې جگړه ځپليو سيمو او د جگړې د صفري نقطو له مجاهدينو او قوماندانانو سره يې وليدل، ناستې يې ورسره ترسره كړې او لارښوونې يې ورته وكړې. همداسې يې وروسته له هغه چې د يو تن صهيونيستي بندي مور لوړپوړو مذهبي او سياسي لويځوالو ته د هغه انځور او په اړه يې اندېښنه وښوده؛ مجاهدينو يې ثبت كړې وېډيو كليپ خپور كړ همداسې د بېلابېلو وختونو پر غوښتنه د نورو بنديانو چې په صهيونيستي بمباريو كې وژل شوي او د وژل كېدو له گواښ سره مخ و؛ انځورونه او ويديو كليپونه يې خپاره كړل چې وروستۍ هغه يې د(هذا ماسمح بنشره وللحديث بقية)ترسرليك لاندې په تكتيكي تونل كې د صهيونيستي پوځيانو د وژل كېدو او نيول كېدو صحنه خپروي او هره دا ډول خپرونه پر خپل ځای د يوې تجربې زېږنده او پر دښمن كارنده گوزار وي.
دا چې د حماس مشران بيا هم اقصی توپان له افغانانو اخيستی الهام او تجربې بولي، زما په فكر يې لامل دا چې دلته د هر وخت يرغلگرو د كړنو او بيا ماتې نړۍ شاهده ده او خپله ماتې خوړلی دښمن هم پرې پر واز كومي اعتراف لري چې په همدې وروستيو كې د غزې په رفح بندر د يو خونړي صهيونيستي بريد په غبرگون كې يو لوړ پوړي أمريكايي ويلي و: همداسې موږ په افغانستان كې هم وكړل. پر هغه سربېره د غزې د نسل وژنې اعلی سرقوماندان جوبايډن هم ورته اعترافونه درلودل، خو فلسطين په خپل د يوې پېړۍ شاوخوا جگړو او يرغلونو كې داسې څه نه لري او دا يې لومړی ځل دی چې جهادي مقاومتي ډلې يې تر افغانانو او افغانستان په لوړ توپير، هېښونكي مديريت او ثبات او نشت امكاناتو د ځمكې له لاندې څخه له هماغه دښمن سره اته مياشتې بريالۍ جگړه كوي چې نه يې په افغانستان كې له خپلو ماتو څه زده كړل او نه يې هم د حماس او القسام په بيا-بيا ور يادولو كومې تجربې ته پام اوښتی دی، نو د وروستيو حتمي پايلو د بشپړ نه څرگندېدو او نه مشاهده کېدو له أمله حماس يادې پايلې د يرغلگر دښمن د عبرت او ترخې تجربې د تکرار په توگه نه يادوي.
تجربه پر جهان لويه فلسفه ده
مريضان هم طبيبان شي كله كله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx