د نصيرات پنډغالي غميزه !!

جبريل سعد
د کيسو او تاريخ برتانيايي پوځي ليکوال لين ډيټون پر حواله ويل شوي: په مکسيک(د لاتيني امريکا دوهم ستر اقتصادي ښار)کې يو ډول سېوي يا د سړې خونې بادي ماشين ته ځکه سياسي وايي چې شور ډېر جوړوي، خو فعاليت يې ښه نه دی. اوس له څو مياشتو راهيسې پر گرده نړۍ په غزه کې د جگړې درولو څرگندونې او غوغاوې سياست دی چې جگړه پرې نه درېږي. د نړۍ دغې غوغاگرې سېوي يوازې شور جوړ کړی، نور يې د جگړې اور وژل يو خوب او خيال دی. د نړۍ سياست لگيا دی د غزې د نسل وژنې له تر ټولو بوږنونکو پېښو او وحشتونو سره هممهاله يوازې شور او غوغاوې جوړوي، نور يې نه د جگړې او نسل وژنې د مخنيوي لپاره تر اوسه هيڅ کړي او نه يې مخنيوی کوي او په دې وروستيو کې د ملگرو ملتونو سر منشي دا خبره يې ښه بېلگه ده چې صهيونيستي رژيم يې يوازې د را منځته کولو پرېکړه منلې او نور يې هيڅ اصول، قوانين او پرېکړې نه مني. خو د نړۍ د سياست په همدې شور او غوغاوو کې دښمن په هر تکتيکي، تبليغاتي او عام ساده نوم او سرليک په غزه کې د ټولوژنې او نسل وژنې هره لاره او چاره ترسره کوي او ورځ تر بلې نوې بوږنونکې بڼه ور کوي.
نړۍ د خپلو ځواکمنو کفري او اسلامي هېوادونو پر هراړخيز ملاتړ پر غزه باندې د صهيونيستي ړندو هوايي بريدونو او پراخو ويجاړيو او مرگژوبلو اړولو، په قصدي ډول د لسگونه زره بې گناه تش لاس او بې دفاع ولسي وگړو، ماشومانو، مېرمنو، سپينږيرو او ناروغانو په نښه کولو او نيولو، د اور وژونکو، ژغورونکو، پر خوراکي مرستو د را ټولو شويو او کډواليو ته اړ او اماده شويو وگړو گڼې گوڼې هدف گرځولو، د شفاء روغتون او نورو روغتونونو د بوږنونکو پېښو، پر رفح د بريد، هلته د کډوالو پنډغالي په نښه کېدو او… د ټولوژنو بې شمېره پېښو شاهده ده چې په خپل وخت او ډول کې بې ساري او يو تر بلې خونړۍ وې. خو په خواشينۍ سره له هرې يوې مخکې او وروسته همدې نړۍ پر خپل غوغاگر سياست شور او ځوږ هم جوړ کړی وي چې مخکې شور يې دښمن ته د نوي او لا بوږنونکي ډول ټولوژنې کوردينات او وخت برابروي او وروسته هغه يې بيا ترې د عام پام اړولو او فکري او تبليغاتي اغېزې يې پېکه کولو هڅه وي چې وروستۍ پېښه يې وړمه ورځ د غزې پر مرکزي سيمه نصيرات پنډغالي د صهيونيستي ځواکونو بې مخينې خونړی او وحشي بريد وه. د فلسطين د روغتيا وزارت د خبر له مخې د دغه نامردانه او بزدلانه بريد په ترڅ کې۲۷۴تنه بې گناه فلسطيني وگړي شهيدان او۶۹۸تنه نور ځخميان شول چې په هر ځل پسې يې بيا هم زياتر ماشومان او مېرمنې وې.
په دغه بريد کې د۴صهيونيستي بنديانو پر ژغورلو سربېره د يو أمريکايي پر گډون۳نور وژل شوي هم دي. که څه هم د غزې د ټولوژنې اعلی سرقوماندان بايډن ترې هرکلی وکړ، خو وروسته له هغه چې پر نصيرات پڼدغالي په بريد کې يې د لوجستيک او استخباراتي رول او ملاتړ او د غزې پر ساحل د نوې جوړې کړې سمندري لاې کارول په ډاگه شول او په دغه بريد کې امريکا په مستقيم ډول ښکېله وپېژندل شوه؛ تازه يې د ياد بريد ملاتړ او پکې خپله ښکېلتيا رده کړې ده. له سيمې پوځي کارپوهان وايي: د بنديانو په اړه صهيونيستي رژيم د امريکا، برتانيا او کاناډا پر گډون له څو هېوادونو استخباراتي معلوماتونه ترلاسه کړي او پکې د غزې پر ساحل د مرستو رسونو پر نوم د بايډن لخوا جوړه شوې نوې سمندري لاره کارول شوې ده. د جگړې د رهبرۍ په توگه له دغه بريد څخه د نوموړي د لومړني هرکلي لامل هم په لومړي ځل د يادې لارې کارېدو سره د هغې په دغسې پټو موخو کې د بايډن برياليتوب ښايي. په دغه بريد کې د ترسره شوې ټولوژنې په اړه د اردن د پوځي چارو متقاعد څېړونکی فائز الدويري وايي: دغه مهال لږ شمېر صهيونيستي ځواکونو او د ډېر کم زيان په اړولو سره يې هم کولی شول خپل دغه شمېر بنديان او ترڅنگ يې وژلي۳تنه نور هم ژوندي خوشي کړي. خو د قوي امکان له مخې هغوی خپله د پام وړ زيانونه ليدلي چې شمېر يې په ډاگه شوی نه دی او په غچ کې يې د ولسي وگړو دغه عاموژنه را منځته کړې.
الدويري زياتوي: صهيونيستي بنديان چې له همدې وگړو سره يو ځای وي؛ دا هم ښايي چې په همدې غچ اخيستنه کې خوشي کړل شوي وي. الجزېرې هم په دې اړه تازه د يو صهيونيستي پوځي قوماندان پر حواله ويلي: جگړه خورا سخته او له صحنې يې د بنديانو او جگړه مارو کمانډويانو ژوندي وتل ستونزمن و. دا چې څه ډول صهيونيستي داړه مارو د بنديانو څرک لگولی؟ په اړه يې د اردن د امنيتي چراو کارپوه محمد القاسم وايي: د بنديانو خونديتابه کې دا د مقاومت د ضعف اړخ دی چې د هغوی روغتيا ته تر حد زياته پاملرنه کوي… له۸مياشتې جگړې وروسته اوس به خامخا د دواړو لوريو د پرمختگ او شاتگ ځيني نقطې وي چې د سيال لوري پر زيان به وي. فکر کوم په داسې حال کې چې بايډن پر اصطلاح د سولې طرحه وړاندې کړې او منځگړي د حماس د ځواب په تمه دي؛ د جگړې له لارې د صهيونيستي بنديانو خوشي کول او د نصيرات پنډغالي غميزه د بايډن د دوهم مخ سياست لوبولو سره رښتونې سولې ته خنډونو را ولاړولو، پر حماس د فشار راوړلو او نتنياهو ته د ورکړي دريځ او رول پر ملاتړ يهودو ته د سولې پر ځای د همدې جگړې له لارې د پاتې بنديانو خوشي کولو دروغجنې او غولونکې تمې ورکولو هڅه وي، ترڅو له يوې خوا يې په پلمه جگړه او د غزې عاموژنې وغځېږي او له بلې خوا د يهودي ولسونو د فشار گراف تر يوې کچې را ټيټ کړي چې يو لوړپوړي صهيونيست هم ويلي: حماس ته مو څرگنده کړې چې د جگړې په سيوري کې به د سولې مذاکرات پر مخ وړو.
خو په دوحه کې له اسلامي امارت سره د مذاکراتو هممهاله هم امريکا دغه نسخه کارولې وه او اوس هم د بايډن پر گډون هيڅوک د دې چارې تمه نه لري، نه يې ممکنه گڼي او نه يې ښايي له خپلو موخو او ځيني ملحوظاتو پرته ملاتړي واوسي. دا چې د نصيرات غميزه به په روانو د وسلي مذاکراتو کومه اغېزه ولري؟ په اړه يې څه ويل به له وخته ځکه وړاندې وي چې لا تردې مهاله د حماس غبرگون نه دی تر سترگو شوی او کوم چې د بايډن او د هغه له ملاتړه برخمن صهيونيستي رژيم د چارواکو څرگندونې او د هرې شېبې پر تېرېدو د وضعيتونو او اړوندو تحليلونو بدلون دی؛ د نړۍ د غوغاگر سياست ځوږ او شور دی او د باور او تحليل وړ نه دی.

Exit mobile version