پښــــتو ادب

پښتو ـ دري لنډ قاموس

محمد جاوېد (بریال)

څرګنده خبره ده چې د یوې ژبې د زده کړې او د هغې د آثارو د لوستلو لپاره د عمل په ډګر کې د هغې ژبې قاموس ډېر اهمیت او ارزښت لري، نو د همدغه ضرورت او اړتیا له مخې چې پښتو ژبې ته د علمي کارونو په لړ کې احساسېږي؛ د دغه ډول یو دوه ژبيز قاموس لیکل د اهمیت نه خالي نه دي.
دغه قاموس د (۱۳۸۴) لمریز کال په ژمي کې له چاپه راوتلی دی. د چاپ چارې یې د آزادۍ په مطبعه کې ترسره شوې دي. په دغه قاموس کې له (الف) څخه تر (ی) پورې ټول لغتونه په یوه ټوک کې لیکل شوي دي.
دغه قاموس لکه له نامه څخه یې چې مالومېږي، د ژبني جوړښت له مخې دوه ژبیز یو لوریز قاموس دی.
د دغه قاموس په لیکلو کې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د پښتو ژبې او ادبیاتو د انسټیوټ پوهانو او څېړونکو برخه اخیستې ده.
د هر لغت تلفظ پکې په فونیمیکه الفبا لیکل شوی. د خج ځایونه هم پکې په ګوته شوي چې ویونکي ته د سم تلفظ په برخه کې لازمي اسانتیاوې برابروي. دغه قاموس د ښوونځیو زده کوونکو او هم د پښتو ژبې له بهرنیو مینوالو سره د پښتو ژبې په زده کړه کې پوره مرسته کولای شي.
په دغه قاموس کې (۴۵۶۶) پښتو لغتونه په دري ژبه معنا شوي او هم یې ګرامري خصوصیات ښوول شوي دي.
دغه قاموس په لیکلو کې دغو پوهانو او څېړونکو برخه اخيستې ده:
۱ــــــ سر محقق عبدالرحیم ځدران: د پښتو ژبې او انستیوت امر.
۲ـــــ سر محقق میر احمد ګوربز : د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیوت غړی.
۳ــــــ د سر محقق مرستیال مسافر خان ریس خیل: د ژبو او ادبیاتو د مرکز علمي منشي.
۴ـــــ د سر محقق مرستیال نورالله ولسپال: د پښتو څانګې مدیر.
۵ـــــ د سر محقق مرستیال حضرت محمد ویاړ: د فولکلور څانګې مدیر.
۶ـــــ د سر محقق مرستیال مجاور احمد مومند: د پښتو ژبې او ادبیاتو علمي غړی.
۷ـــــ محقق مولا جان تڼیوال: د ژبپوهنې څانګې مدیر.
۸ ــــــ محققه ظاهره هنګامه: د پښتو ژبې اود ادبیاتو انستیوت علمي منشي.
محترمې محققې ظاهرې هنګامې د دغه قاموس د تصحیح او چاپ چارې ترسره کړې دي.
کره کتنه:
د تلفظ په لارښود کې د فونیټیک تورو او د پښتو د معمول تورو تر منځ ځينې تېروتنې لري؛ مثلاً: لنډ واو: u- او پېښ ته یې یوازې بیا (u) ور کړې ده. همدارنګه (ن) او (ڼ) ته یې (n) لیکلی؛ خو په مثالونو کې یې بیا توپیر کړی دی.
(الف) ته یې ((a لیکلی او مثالونه یې بیا (سر :Sar)او (اتل:Atal) راوړي دي.
د (ث) لپاره يې ((S راوړی دی، چې اصلي شکل یې نه دی راوړی. د اوږدې (ې) لپاره يې توری سم دی، خو د کلمو په منځ کې یې سمه نه مراعات کړې او په څرګنده (ي) لیکل شوې ده. مثلاً : میلمستیا: Melmastya
د زور لپاره یې د لارښود په برخه کې ګرافیم نه دی ټاکلی چې د کلمې په سر کې په څه ډول راځي، په منځ کې او په پای کې د کوم توري لپاره کارول کېږي. خو په بېلګو کې یې بیا راوړی دی. فهرست نه لري.
د (الف) لپاره پکې د (a) ګرافیم راوړی او د دې ځانګړنې يې په دې ډول لیکلي دي: د پښتو لومړی توری دی. ۲) د علت توری دی. ۳) د تأنیث نښه ده، چې د ښځینه نومونو په پای کې راځي، مثلاً: ژړا خو بل مثال راوړي (ابا) نر. م . ج اباګان) لقب پدر . دلته لوستونکی نه پوهېږي چې (ابا) اوس نارینه نوم دی، که ښځینه.
املایي ستونزې پکې ډېرې دي، مثلاً: (ابۍ) پکې (ابی) لیکل شوې ده، همدارنګه (اپلتې) پکې (اپلتی) لیکل شوې دي او د کلمو سمه املاء لیکل د قاموس یوه مهمه ځانګړنه ده.
په فونوټیکه الفبا کې یې د (ه) لپاره د (h) ګرافیم لیکلی، خو د کلمو په پای کې یې بیا په (a) لیکلې،لکه: ابته: (abata) مانا یې ده (عبث) همدارنګه اتلس (a-talas) یې (atalas) لیکلي دي، چې لوستونکی یې په لوستلو کې له ستونزو سره مخامخ کېږي.
په قاموس کې هغه نومونه چې نارینه او ښځینه ولري، یوازې نارینه یې لیکل کېږي. خو په دغه قاموس کې هم نارینه او هم ښځینه راوړل شوي دي. مثلاً: (بلبل او بلبله) یا (اوښبه او اوښبنه).
همدارنګه په سروییونو کې د نومونو جمع بڼه نه راوړل کېږي، خو په دغه قاموس کې د ځينو نومونو جمع بڼه راوړل شوې ده. مثلاً: احمدزي، چې مفرده بڼه یې احمدزی ده.
زیاتره داسې لغتونه پکې کارېدلي چې په معیاري پښتو کې ډېر کم دي. ښایي په ځینو لهجو کې وي؛ خو دغه قاموس چې د ښوونځیو د زده کوونکو او د بهرنیو ژبو د ویونکو لپاره لیکل شوی، نو زما په نظر که داسې لغتونه پکې راوړل شوي وی، چې په معیاري ژبه کې ډېر کارول کېږي؛ نو د لوستونکو ستونزې به پکې کمې شوې وای.
مثلاً: (اندیر) لغت دی، چې د بدبختۍ او مصیبت په مانا کارول شوی، خو په لیکنۍ ژبه کې ډېر کم کارول شوی او ښایي لهجوي به وي. یا (اندرکه): جاکت، نیم تنه.
ځینې توري پکې غلط تعریف شوی. مثلاً: د (الف مدار) توری ((a- پکې داسې تعریف شوی: د ندا توری دی، د مخاطب نومونو په پیل کې کارول کېږي، مثلاً: آمحموده!
د ځینو لغتونو معادل لغتونه په دري کې شته، خو په دغه قاموس کې یې معادل لغت نه دی راوړل شوی، بلکې مانا یې تشریح شوې ده. مثلاً: (باز) چې په دري کې ورته (عُقاب) کلمه شته، خو په دغه قاموس کې یې مانا تشریح شوې ده، یعنې په دې بڼه راغلې ده : (یک نوع پرنده شکاری)
باښه هم په همدغه ډول مانا شوې ده، (یک نوع مرغ شکاری است.) چې دلته لوستونکی د باز او باښې په توپیر نه پوهېږي.
همدارنګه هومو ګرافونه پکې سم نه دي لیکل شوي. مثلاً: بڼه: شکل، قواره او چهره، خو د دې هوموګراف یې راوړی (بڼَه): (پر پرنده) چې په اصل کې بڼکه د (پر پرنده) په مانا کارېږي.
هوموګراف: هغه ارتوګرافیک کلمات چې املا يې یو ډول، خو تلفظ او معناوې یې بېلې وي.
ځینې لغتونه پکې سم نه دي مانا شوي، مثلاً: پښتون: افغان یا پښتانه: افغانان، چې په دري کې پشتون یا پشتونها باید مانا شي؛ ځکه تاجک، ازبک او هزاره هم افغانان دي.
توصیفي عبارتونه پکې سم نه دي کارول شوي، مثلاً: وزه: ماده بز پکې مانا شوي دي؛ خو په دري کې لومړی موصوف او بیا صفت راځي، نو باید بز ماده لیکل شوي وای.
د دې قاموس ډېری لغتونه د معاصرې قاموس لیکنې تیورۍ ته په پام لیکل شوي او له زده‌کونکو او بهرنیو سره د پښتو ژبې د لغتونو په زده‌کړه کې تر ډېره مرسته کولای شي.
خو دغه پورته تېروتنې که پکې سمې شي، ښايي د دې قاموس ارزښت او اهمیت به ورسره نور هم لوړ شي.
درنښت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx