روغتیا

د هیواد روغتیایې سسټم ته لنډه کتنه او یو لړ سپارښتنې! ډاکټر محمد طاهر احرار

 

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم اما بعد !

اعوذ بالله من الشیطن الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا سورة المایده

د اسلامي امارت د مشرتابه له مهمو مسؤلیتونو څخه یو عمده مسؤلیت د اولس روغتیا ده چې بد بختانه د غیر طبعي خوړو ، ناپاکه اوبو ، د نفوسو کثرت ،  د محیط زیست د شرائطو مد نظر نه نیول ،  وخت پر وخت اقلیمي بدلونونه ، د بې کیفیته درملو له امله د وایروس او میکروب مقاوم کېدل ، د انسان د وجود د قوت مدافعت ضعف او په ټوله کې جنګ ، مهاجرت ، د ژوندانه نا مساعد شرائط ، ضعیف اقتصاد او د طبي خدماتو نه شتون او غیر معیاريتوب دی چې د ناروغانو تعداد ورځ تر بلي زیاتیدو او د ناروغیو سرائیت ډیر شوی دی.

د هیواد د تیرو څلورو لسیزو د مسلسل جنګ له امله د طب سیستم(نظام) فرسوده او له فعالیته ولیدلی دی  او له سره په جهادي عزم رغونه او سمون غواړي.

باید یادونه وکړم د هیواد ستره بودیجه د روغتیا په برخه کې په ناسم ډول مصرفیږي او ډیره برخه یې ګاونډیو هیوادونو ته ځي او هغوئ  د یو غنیمت په سترګه ورته ګوري چې بدبختانه دغه لړۍ دوام لري.

یو لړ عمومي اصلاحات که د  روغتیایې بنسټونو په برخه کې را منځ ته شي  لري نده چې د ناروغیو دغه ستر تهدید به مو په بریا لمنځه وړی وي.

۱ـ د طبابت اخلاق خپلول

په عاجلانه ډول د ټول هیواد متخصیصینو ډاکټرانو ته دقیق او رغنده قلیل المدت سیمینارونه د هیواد په هر زون کې دائرول او د جیدو علماو ، مسلکي نظریاتي ، سیاسي او ملي متنفذینو له لوري د مسؤلیت احساس ورکول  ،  د طب د عظیم مسلک قدر کول او  د شریعت له نظره د طبابت  اهمیت او مکلفیت ورته بیانول ،خپل ناروغ اولس او ضعیف اقتصاد ته د ګاونډیانو له ستم څخه نجات ورکول ، د روغتونونو او نورو صحي مراکزو منیجمینټ ( اداره کول) د نړیوال معیار مطابق عیارول ، د روغتیا په برخه کې داخل شوي ناسم او غیر معیاري کړني او درملنه ، جراحي عملیات په اصطلاح عطایي (  غیر مستند ) طبابت لمنځه وړل ،  د دولتي شفاخانو بیا له سره عیارول ، طبي وسائل ترمیمول او د اولس د خدمت لپاره اماده کول او خپل خدمت ته د عبادت او فرض عین جهاد په څیر دریدل.

۲ـ  د درملو او طبي توکو کنترول

د مشرتابه له لوري د وزیرانو په کچه یو هیئت یا کمیټه جوړول تر څو د هیواد د اړتیا وړ دوا او طبي مالزمه د اپډیټ فارمولر ( د ورځني استعمال وړ درمل )  لمخي تعینول ،  د هیواد په کچه د مصرف اندازه معلومول ،  د کیفیت او قیمت اړوند یې د ډاکټرانو ، فارماسیستانو ( درمل پوهان ) او سفیرانو سره بحث کول له معلوماتو وروسته د ممکنه ارقامو په هیواد کې د تولید هڅه کول او د معیار او قیمت لپاره یې لازم تدابیر نیول له پر مختللیو هیوادونو سره د تولید ترڅنګ د درملو د واردولو قرارداد کول تر څو یې د عام بازار مخه و نه نیول شي د کیفیت او قیمت تضمین یې نشي کیدلای.

فعلا ټول هیواد له غیر معیاري درملو کړیږي چې په داخل د هیواد کې په پټه تولید لري او یا له نورو هیوادو واردیږي چې د ناروغیو په مقاومت او کثرت کې بارزه ونډه لري.

د مؤظفي کمیټې له انتخاب وروسته دي د درملو د مارکیټینګ ( راکړه ورکړه )  قانون وضعه شي چې په داخل د هیواد کې څه ډول تقسیم او وساتل شي، د درملو د هیواد دننه تجارت دي اولس ته ورکړل شي او په ټوله کې تولید او واردول  دي دولت په غاړه واخلي،  دولت ته د ګټي تر څنګ به د دوا کیفیت او قیمت تضمین شوی وي.

۳ ـ شخصي روغتونونه

په پرمختللي نړۍ کې شخصي سکتور په هره برخه کې د نظام د پیاوړتیا سبب ګرځي بد بختانه په شاته پاته هیوادو کې بیا برعکس د دولتي بنسټونو د لمنځه وړلو باعث ګرځي هغه که د تعلیم برخه ده که د روغتیا، لوړ فیسونه د ډاکټرانو حرص زیاتوي او نتیجتا دولتي روغتونونه تش په نوم پاتي کیږي او ماهانه معاش دی په ورځ کې په خپله شخصي عملیات خانه کې پیدا کوي چې له امله یې غریب اولس کړیږي له یوي خوا یې دولتي شفاخانه ورباندي فلج کړه لبله پلوه د ده د شخصي کار ځای فیس نلري، په تیرو دوو لسیزو کې  د اداري فساد اوینو ( چینجو )  چې د نورو ادارو ترڅنګ یې د روغتیا برخه له دننه ټوله لمنځه وړي ده چې اوس یې تش تعمیرونه او نومونه پاتي دي که هري شفاخاني ته ورشي ټول تشخیصیه وسائل عارضه دار او غیر فعال دي ناروغ مجبور دی چې شخصي روغتون او یا له هیواده دباندي ولاړ شي.

ټول ستر عملیاتونه لکه angioplasty (د زړه د شریانونو بندیدل)،joint replacement  (د مفاصلو تعویض)،transplant  (پیوند)، prosthesis  ( مصنوعي اعضا)teeth implant (د غاښونو نصبول) او داسي نور عملیات چې بدبختانه په هیڅ دولتي شفاخانه کې نه اجرا کیږي بلکه همهغه دولتي                            ډاکټران یې په شخصي مراکزو کې په ښه اطمنان ترسره کوي.

د دي لپاره باید سخت او دقیق قانون وضعه شي او د شخصي روغتون جواز باید سخت،  د عملیاتو څانګه مشخصه او د وسائلو برانډ ( کمپنۍ) او ماډل دقیق د استعمال اړوند شرائط یې سخت او مشخص وي مصارف او فیسونه یې باید ډیر کم وي او ضمنا دي نظام دولتي وسائل فعال او د متخصص او کارمند امتیاز ته قائل شي یا دي له دولتي بودیجې ورکړي یا دي محدود فیس وضعه او د ناروغ څخه تر لاسه کړي.

د شخصي روغتونونو لپاره د کار وخت او فیس باید تعین شي په رسمي وخت کې دي شخصي روغتونونه بند شي ترڅو ډاکټران په رسمي وخت کې په دولتي روغتون کې د اولس خدمت وکړي یو تعداد مافوق التخصص جراحي عملیات باید د نظام تر پوره نظارت لاندي په معیاري ډول تر سره شي تر څو د مرګ او میر کچه کنټرول شي.

د ساري یا اخیستونکیو ناروغیو معاینه لکه HIV,  HBS,  HCV او داسي نور دي لازمي شي تر څو د یادو ناروغیو اپیډیمي کنټرول او د ناروغانو احصائیه معلومه وي په اکثره روغتونونو کې په یادو ناروغیو اخته ناروغانو ته نه مشخصه OT (عملیات خانه) شته او نه ICU  چې د یادو امراضو د خپریدا باعث ګرځي.

۴  ـ  د لوړو زدکړو وزارت دي د طب شخصي انستیتوت او پوهنځۍ محدودي او دقیقي کړي هر کال په سوونو ډاکټران فارغه کیږي چې د پارا کلینک نه علاوه کلینکي برخه یا مجهز روغتون یو پوهنتون هم نلري چې د طب علمي او مسلکي  معیار متضرر کیږي او طب ته خلګ د اقتصاد په نیت نوم لیکنه کوي چې اکثره یې وړتیا نلري که په روزنه کې یې هم کوتاهي وشي زموږ روغتیایې سکتور ته نه جبرانیدونکې خساره اړوي.

په دغه کړنه به ټول دولتي روغتونونه فعال شي او هیواد والو ته به اساني پیداشي  او دلته هدف د ډاکټرانو اقتصاد ته صدمه رسول نه دي بلکي سپارښتنه کوم چې هر متخصص او جراح ته باید په هره جراحي عملیه باندي د  مل ټیم سره امتیاز مشخص شي او په ورځني ډول ورکړل شي.  .

۵ـ عدلي طب

د طبي قوانینو لمخي باید په هیواد کې ټول اړین مسائل د شریعت لمخي تجدید او رسمي جریدي ته شامل شي لکه د اعضاو پیوند تر څو یې د پیر او پلور مخه ونیول شي همداراز د وفات شویو هیواد والو د بدن د اعضاو د استفادي اړوند باید قانون جوړ او استفاده شي لکه د سترګو قرنیه او داسي نور د جرائمو د مخنیوي لپاره فرانزیک لیب یا د مړینې د اسبابو او د زهري موادو تجزیه او د تخریب اندازيی د معلومولو مجهز لابراتوار باید جوړ شي او په مختلفو مواقعو کې باید استفاده ورڅخه وشي لکه امنیت او د اړتیا وړ  ریسرچ یا تحقیق.

۶ــ صعب العلاج ناروغان

هغه ناروغان چې د جنګ متعدد او عمیق زخمونه لري او یا له داسي رنځ څخه کړیږي چې علاج یې په هیواد کې ممکن نه وي هغه که د امارت اړوند وي که د اولس وي باید د دوا د تنظیم کمیټه یې له مختلفو هیوادونو سره د دوا ترڅنګ د دوی د معالجي ترتیب جوړ کړي او د سفر اسانتیاوې هلته د اوسیدلو ځای او د مصارفو کنټرول له مشخص هیواد سره مطرح شي له دي لارې به زموږ هغه تعداد ناروغان چې په داخل د هیواد  کې یې علاج نه کیږي تداوي او یا اقلا صبر شي او ضمنا به د اولس لپاره اساني جوړه شي بیځایه به مصارف نکوي.

 

۷ــ د علمي او مسلکي کدرونو روزل

د عامي روغتیا وزارت او د لوړو زدکړو وزارت په ملتیا دي ټول اړین شعبات مشخص شي او د قلیل المدت او کثیرالمدت کورسونو لپاره دي پرسونل مختلفو هیوادو ته ولیږي او د فیس په ورکولو دي په عاجل ډول وروزل شي.

او یا دی له بهرنیو هیوادونو څخه متخصیصین په لوړ امتیاز وګمارل شي ترڅو د ناروغانو د تداوي ترڅنګ د ډاکټرانو په روزلو کې ورڅخه ګټه پورته شي.

۷ـ نظامي روغتیایې مراکز

د ملي دفاع وزارت ، د داخله چارو وزارت او استخباراتو اړوند روغتونونه چې د اردو او پولیسو ترڅنګ د دولتي پرسونلو او اولس په تداوي کې یې نه ستړی کیدونکي خدمات وړاندي کړي دي او د نړیوالو مؤسساتو او روغتیایې بنسټونو له هرراز مرستو بي برخي دي باید د مشرتابه له لوري جدي پاملرنه ورته وشي او د هیواد د نورو ډاکټرانو په څیر امتیازات ورته ورسیږي ترڅو د لاخدمت جوګه وګرځي که داسي و نشي خارجي مؤسسات یې د مادیاتو په مټ پرسونل جذبوي.

د درک په هیله

د هیواد والو د سالمې روغتیا په هیله

دملي دفاع وزارت د روغتیایې چارو قومندان

ډاکټر محمد طاهر احرار

شعبان/۲۹/ ۱۴۴۵

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

يو ځل بيا بايد خپله خبره کوم چې د ټول افغان مسلمان ولس غوښتنه ده تکرار کړم چې هغه د ښځو او نارینه وو تعلیم دئ. بغیر د تعلیمه نه روغتيايي، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي استقلاليت او اخلاقي ټولنه مينځ ته نشي راتلاى. که مونږ د مور او پلار ورځې لمانځو نو بايد چې چي پلار او مور مو تعلیم يافته وي. نه چې بي تعليمه. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx