دیني، سیرت او تاریخ

د عرفې روژه؛ فضيلت يې وقوف عرفات دی که بل څه؟

تحقیق او ژباړه: مفتي شمس الرحمن اوریاخېل

څو ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې اعلان وکړ چې شنبه د هجري قمري ۱۴۴۵ کال د ذوالحجة الحرام میاشتې لومړۍ نېټه ده چې د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د جوزا د میاشتې له ۱۹ مې نېټې سره برابره ده، دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د سعودي حکومت اعلان وکړ چې د جمعې ورځ د ذوالحجة الحرام میاشتې لومړۍ نېټه ده.

ددې اختلاف پایله دا شوه چې زمونږ عرفه د یکشنبې په ورځ او د سعودي د شنبې په ورځ شوه.
دا چې په احادیثو مبارکوو کې د عرفې د ورځې د روژې زیات فضیلت راغلی،د حضرت ابو قتاده رضی الله عنه څخه روایت ده چې نبی علیه السلام فرمایلي: ”صِيَامُ يَوْمِ عَرَفَةَ إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللَّهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ، وَالسَّنَةَ الَّتِي بَعْدَه”.
( مسلم:1162،ابوداؤد:2425،ترمذی:749،ابن ماجه: 1730، احمد:22530).

ژباړه: زما د الله تعالی د ذات څخه امید ده چې هغه به د عرفې ورځې د روژې په بدل کې د تېر او راتلونکې کال ګناهونه معاف کړي.

اوس دلته دا بحثونه شروع شول چې د افغانسان خلک د عرفې ورځې روژه د افغانستان د سترې محکمې د نېټې سره سم ونیسي او که د سعودي حکومت د اعلان شوې نېټې سره،سره له دې چې ډېری افغانان په دې ګومان دي چې باید د سعودي حکومت د اعلان سره سم د عرفې د ورځې روژه ونیسو ؛ځکه چې عرفه خو په ټوله نړۍ کې یوه ورځ وي.
ددې لپاره چې په دې مسئله کې مسلمانانو د ذهنونو څخه تشویش لرې شي،لږ څه وضاحت اړین کڼل کیږي.

لومړی بحث:
نهم د ذو الحجې ته یوم عرفه ولې ویل کیږي؟

فقهاؤ د ذوالحجة الحرام میاشتې نهمې ته د یوم العرفه ویلو درې لاملونه ذکر کړي دي:

١- په نهم د ذوالحجې جبرئیل علیه السلام حضرت ابراهیم علیه السلام ته د حج مناسک ښودلي وه ،ددې لپاره چې په دې ورځ د حج د مناسکو معرفت حاصل شوی وه ؛نو ځکه ورته یوم العرفه وایي.
“وإنما سمي يوم عرفة؛ لأن جبريل -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – علم إبراهيم صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ المناسك كلها يوم عرفة، فقال: أعرفت في أي موضع تطوف؟ وفي أي موضع تسعى؟ وفي أي موضع تقف؟ وفي أي موضع تنحر وترمي؟ فقال: عرفت؛ فسمي يوم عرفة”.
البناية شرح الهداية – (4 / 211) الناشر: دار الكتب العلمية – بيروت، لبنان
الطبعة: الأولى، 1420 هـ – 2000 م

٢-په نهم د ذوالحجې حاجیان د عرفات په میدان کې وقوف کوي ؛نو ځکه ورته یوم العرفه وایي.

”فأما يوم عرفة فهو اليوم التاسع من ذي الحجة، سمي بذلك؛ لأن الوقوف بعرفة فيه، وقيل: سمي يوم عرفة؛ لأن إبراهيم عليه السلام أري في المنام ليلة التروية أنه يؤمر بذبح ابنه، فأصبح يومه يتروى هل هذا من الله أو حلم؟ فسمي يوم التروية، فلما كانت الليلة الثانية رآه أيضاً، فأصبح يوم عرفة، فعرف أنه من الله؛ فسمي يوم عرفة، وهو يوم شريف عظيم، وعيد كريم، وفضلة كبير، وقد صح عن النبي صلى الله عليه و سلم أن صيامه يكفر سنتين”.
المغني – ابن قدامة – (3 / 112) الناشر: دار الفكر – بيروت الطبعة الأولى، 1405

٣-حضرت ابراهیم علیه السلام په اتم د ذوالحجې د شپې خوب ولید چې خپل زوی ذبح کوي ،ټوله ورځ ابراهیم علیه السلام په همدې سوچ کې وه چې دا خوب به د الله تعالی له طرفه وي او که نه،بیا یې په نهم د ذوالحجې همدا خوب بیا ولید نو یقین یې وشو چې د الله تعالی له طرفه وه،نو ددې لپاره چې په نهم د ذوالحجې حضرت ابراهیم علیه السلام ته ددې خوب د ریښتونولۍ معرفت وشو ؛نو ځکه ورته یوم العرفه وایي.

” أمر في المنام أن يذبحه، وذلك أنه رأى ليلة التروية كأن قائلاً يقول له: إن الله يأمرك بذبح ابنك هذا، فلما أصبح روی في نفسه أي: فكر من الصباح إلى الرواح أمِنَ الله هذا الحلم أم من الشيطان؟ فمن ثم سمي يوم التروية، فلما أمسى رأى في المنام ثانيًا، فلما أصبح عرف أن ذلك من الله عز وجل؛ فمن ثم سمي يوم عرفة”.
تفسير البغوي – ج 4,ص 37، الناشر : دار إحياء التراث العربي -بيروت.

د پورته درې اقوالو څخه معلومه شوه چې د نوم په اعتبار سره یوم عرفه صرف د وقوف عرفې سره ځانګري کول سم نه دي،بلکې دا د مختلفو لاملونو له امله د نهم ذوالحجې دویم نوم ده.

تر دې چې په بغضې روایاتو کې د یوم عرفې په ځای نهم د ذوالحجې الفاظ راغلي دي:
”کَانَ رَسُولُ اللّٰهِ صلی الله علیه و سلم یَصُومُ تِسْعَ ذِی الحِجَّةِ وَیَومَ عَاشُورَاء”.
( ابوداؤد :2437، نسائی :2372،2417، احمد: 22334،27376)

ژباړه: نبي علیه السلام په نهم د ذوالحجې او د عاشوراء په ورځې روژه نیوله.

دوهم بحث:
ایا د سعودي حکومت د میاشتې لیدل زمونږ لپاره دلیل کېدای شي او که نه؟

د بحث لنډیز: په دې هکله د احنافو د مذهب راجح قول دا ده چې په لرې پرتو ښارونو کې (چې د هغوی په طلوع او غروب کې کافي اندازه توپیر وي) ددوی د میاشتې لیدل د یو بل لپاره دلیل نشي کېدای،دا چې د سعودي او د افغانستان په مطلع کې کافي اندازه توپیر ده ؛نو د هغوی د میاشتې لیدل زمونږ لپاره اعتبار نه لري،لهذا هر هېواد دې د خپل تاریخ مطابق په نهم د ذوالحجې دا روژه ونیسي.

”قال – رحمه الله – :(ولا عبرةباختلاف المطالع) وقيل: يعتبر، ومعناه أنه إذا رأى الهلال أهل بلد ولم يره أهل بلدة أخرى يجب أن يصوموا برؤية أولئك كيفما كان على قول من قال: لا عبرة باختلاف المطالع، وعلى قول من اعتبره ينظر فإن كان بينهما تقارب بحيث لا تختلف المطالع يجب، وإن كان بحيث تختلف لا يجب، وأكثر المشايخ على أنه لا يعتبر حتى إذا صام أهل بلدة ثلاثين يوماً وأهل بلدة أخرى تسعة وعشرين يوماً يجب عليهم قضاء يوم، والأشبه أن يعتبر؛ لأن كل قوم مخاطبون بما عندهم، وانفصال الهلال عن شعاع الشمس يختلف باختلاف الأقطار، كما أن دخول الوقت وخروجه يختلف باختلاف الأقطار، حتى إذا زالت الشمس في المشرق لا يلزم منه أن تزول في المغرب”.
تبيين الحقائق وحاشية الشلبي – (1 / 321)

”هذا إذا كانت المسافة بين البلدين قريبة لا تختلف فيها المطالع، فأما إذا كانت بعيدة فلا يلزم أحد البلدين حكم الآخر؛ لأن مطالع البلاد عند المسافة الفاحشة تختلف، فيعتبر في أهل كل بلد مطالع بلدهم دون البلد الآخر”.
بدائع الصنائع – (2 / 83)

”وقال الزيلعي شارح الكنز : إن عدم عبرة اختلاف المطالع إنما هو في البلاد المتقاربة لا البلاد النائية ، وقال كذلك في تجريد القدوري ، وقال به الجرجاني ، أقول : لا بد من تسليم قول الزيلعي، وإلا فيلزم وقوع العيد يوم السابع والعشرين أو الثامن والعشرين أو يوم الحادي والثلاثين أو الثاني والثلاثين؛ فإن هلال بلاد قسطنطنية ربما يتقدم على هلالنا بيومين ، فإذا صمنا على هلالنا، ثم بلغنا رؤية هلال بلاد قسطنطنية يلزم تقديم العيد ، أو يلزم تأخير العيد إذا صام رجل من بلاد قسطنطنية ثم جاءنا قبل العيد، ومسألة هذا الرجل لم أجدها في كتبنا ، وظني أنه يمشي على رؤية من يتعيد ذلك الرجل فيهم ، وقست هذه المسألة على ما في كتب الشافعية : من صلى الظهر ثم بلغ في الفور بموضع لم يدخل فيه وقت الظهر إلى الآن أنه يصلي معهم أيضاً، والله أعلم وعلمه أتم ، وكنت قطعت بما قال الزيلعي، ثم رأيت في قواعد ابن رشد إجماعاً على اعتبار اختلاف المطالع في البلدان النائية ، وأما تحديد القرب والنائي فمحمول إلى المبتلى به، ليس له حد معين وذكر الشافعية في التحديد شيئاً”.
العرف الشذي للعلامةالكشميري (2/ 217)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx