نظــر

رښتوني او وړ قيادتونه د معنويت سرچينه وي !!

محسن سعود
په گران افغانستان كې څلور نيمې لسيزي بېلابېلو جگړو او جهادي بهيرونو د هغه د آب وهوا او د جغرافيوي جوړښت او موقعيت د ښكلا او ارزښت ترڅنگ د افغان غيور او مجاهد ولس پر عقيدوي صلابت ولاړو ځانگړنو معنويات هم را برسېره كړل. اوس كه د نړۍ بام، د منځنۍ اسيا د اقتصاد او نښلون څلورلارې، د امپراتوريو هديرې او… تمثيلي نومونه ورته كارېږي، كه پرې د كومې امپراتورۍ يرغل د هغې د ځپل كېدو او له منځه يې د تللو پېلامه گڼل كېږي، كه افغانستان او افغانان يو باشهامت او كفر ځپونكی او د معنويت له پراخو سرچينو غني او بډای هېواد او ولس يادېږي او كه د گڼو او هراړخيزو خپلو تجربو ترڅنگ د نړۍ ازادي خوښي ولسونه او غورځنگونه ترې الهام اخلي او د تجربو له غنامندۍ يې گټه پورته كوي؛ په ښكلا، ارزښت او عقيدوي صلابت كې يې د پټو معنوياتو له سيند څخه څو څاڅكي دي. دلته چې امپراتورۍ راغلې؛ د نړۍ د قيادتونو بېلابېل ډولونه يې هم تجربه كړل او پرې سربېره يې د يو موټي افغانانو تر منځ د خپل جنس گڼ گوندونه وزېږول چې له خپلې افغاني ويني او رنگ څخه د خپل ډول ځيني نور قيادتونه هم پرې تجربه كړي. خو څرنگه چې امپراتورۍ پر مادياتو ولاړې وې؛ هغسې يې دلته په تجربه كولو راوارد كړي او زېږولي قيادتونه له معنويت څخه تس نس و. نه يې زموږ افغانانو له معنوياتو سره اړخ ور كړ چې معنوي ځواك يې لا غښتلی كړي، نه يې له أمله پر وړاندې د ټينگې شول او نه يې هم پر له منځه تللو كومه تشه را منځته شوه چې پرې خوار وگڼل شو.
بلكې لا زېږوليو قيادتونو يې د يرغلگرو امپراتوريو د پاتې شونو په رول كې د اړوندې انگېزې له مخې تر هغو هم پسې ور واړوله او دا ځكه چې افغانستان او افغانان د معنويت له پراخو سرچينو او په ځانگړې له خپلولۍ او د خپلواكۍ له روحيې او دريځ څخه سرشاره، غني او بډای هېواد او ولس دی، خو پرديو امپراتوريو زېږولي دغه قيادتونه د نور سربېره د پرديپالۍ له انگېزې سره را منځته او يو موټی(يو بدن او يوه سا)ولس پرې لسگونه ټوټې كړل شوی و. د ولس له منځه يادو قيادتونو ور بېل او په مخه كړي افغانان پر گوندونو او د هغو پر دننه ډلو وېشل شوي و او پر دې سربېره يې د افغانانو د رښتونو او وړ قيادتونو ځپلو هم پر ټول توان هڅې وكړې چې په دې سره طبعاً رښتوني او پر معنوي ځواك تكيه افغانان يوه جلا او بې دفاع ټوټه گرځېدلې وه. دوه-درې پخواني جهادي مشران او گڼ مجاهدين هم د دغې ټوټې برخه گڼل كېده چې د رښتونو او وړ قيادتونو په توگه يې د معنويت سرچينه وگرځېدل او معنوي ځواك يې ور غښتلی كړ. د مولوي نصرالله منصور، مشر حقاني صاحب او نورو رحمهم الله په هلو ځلو پسې له همدې داعيې سره لوی ملاصاحب رحمه الله د طالبانو خوځښت را پيل او په خپله رښتونولۍ او غوره وړتيا يې د افغانانو د معنويت او معنوي ځواك د سرچينې په توگه يو داسې ځواكمن قيادت را منځته كړ چې د۴نيمې لسيزې جهادي پير كابو نيمايي موده او بيا تر اوسه يې د افغانستان، افغانانو او افغانيت اصلي هويت خوندي او بډای ساتلی دی.
لوی ملاصاحب رحمه الله د اسلامي امارت او هغه ته د رښتوني او حقيقي ملي خوځښت حيثيت وركولو له لارې دغه قيادي رښتونولي، وړتيا او وركې راټول او پروت معنويت او معنوي ځواك له اسلامي خلافتونو را وروسته په لومړي ځل بېرته را گرځولی او هغه يې هم د افغانستان او افغانانو په څېر له معنويته سرشاره، غني او بډای هېواد او ولس برخه يې گرځولی دی. د يو ولس، ټولنې، ډلې او رنۍ معنويت له داسې قيادت څخه سرچينه اخلي چې د كلك يووالي او همغږۍ پياوړي عضلات، ريښه او د معنويت پر مانا د پوره ټولو اړينو غوښتنو د ځواب ويلو ملكه ولري چې د اسلامي امارت اوسنی قيادت په دغه معيار بشپړ پوره دی. د هغه پخواني او اوسني مشران، رهبري او كابينه او له منځني تر ټيټ پوړ زياتر چارواكي او مجاهدين هماغه د مشر ملا صاحب پر فكري مشرب او رښتوني او وړ قيادت پالل شوي او د افغانستان او افغانانو لپاره د معنويت سرچينه گرځيدلي چې د معنوي ځواك همدې قيادي سرچينې پر لرلو موږ لومړی د وسلوالې جگړې او بيا اوس د مسئول نظام او حكومتولۍ د كورني او بهرني محورونو او جبهو پر ټولو اړخونو او د اړوند پاليسيو او سياستونو پر ډگرونو د گردې نړۍ پر وړاندې درېدلي، ولاړ او بشپړ بريالي هم يو او دا د پرديو اميراتوريو را وارد كړيو او زېږوليو قيادتونو په مشرۍ هيڅ شونې نه وه او نه هم ده.
نو اوس هم كه د معنوي ځواك دغه قيادت لخوا ځيني همغه قيادتونه دلته په كور دننه د خپل گوند او ډلې منحل كېدو ته زړه نه ږدي او ځيني يې بيا په هغه كې د پرديو له خوښې سره د سم بدلون په پار په بهر كې د مرورۍ شپې ورځې سبا كوي او د همدې لپاره هملته غونډې منډې او غورځي پرځي كوي، افغانان او د هغوی لرغونی رنگين تاريخ يې د خپلو معنوياتو او معنوي ځواك دښمن او ملي خائن گڼي. د اسلامي امارت په مشرۍ د افغانانو اوسني قيادت كه له قيادي پلوه او د حكومتولۍ او نظام په ډول كې تر دې هم مثبت بدلون غواړي، هغه به دا وي چې افغانانو ته د هغوی له منځه تر ځان هم ژمن او غوره قيادت پيدا كړي، هغوی يې ولري او د دښمن، سيمې او نړۍ د چلند پر وړاندې او هم پر ځان د بسياينې لپاره كلك يووالی او همغږي راشي چې أمير المؤمنين په خپل وروستي اختريز پيغام كې همدې ته په اشارې ويلي چې كه افغانان كلك يووالی رامنځته كړي او نوموړی له مشرۍ گوښه كوي؛ دی په خوښه د خپلې مشرۍ له موقفه تېر دی. خو د هغه په مشرۍ اسلامي امارت يو بې بديله، رښتونی او وړ قيادت او د افغانانو د معنيوت سرچينه ده چې ترې مثبت بدلون په اوسنيو شرائطو كې نه راتلی شي، نه يې تمه كېږي او نه يې د گڼو قيادتونو له تجربې وروسته استفراق كولو پسې اوس افغان ولس غواړي. دا بېله خبره ده چې پرديو رامنځته کړي ګوند پال يې د هغوی د لاس همدې يوازينۍ نښې منحل كېدل ونه زغمي او يا د پرديو له خوښې سره سم بدلون غوښتونكي يې د ويانا په عيادتي(د مرض پوښتنې)غونډو كې د امير المؤمنين تر ټولو نږدې او كلك اطاعت كونكي چارواكي په جگړه پسې د سولې سړي هم يادوي او پرې د خپل عيادت اړوند درد دوا كوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx