نظــر

د کرکېټ څخه د پند خاطره

د کرکېټ څخه د پند خاطره

د کرکېټ څخه د پند خاطره

محمد کوثر

سهار ٧ بجې وې چې د کوره د دفتر په لور روان شوم خو په دې فکر کې یم چې ګویا ناوخته شوی به وي، موټروان ته مې وويل چې استاده که لږ تیز لاړ شي تر څو ژر ورسیږم او غیر حاضر نشم.
موټروان دې خير يوسي راته یی وویل چې ورروه فقط یو نفر راپورته کوم او بیا ان شاءالله موټر ته پونده ورکوم، چې همغسې وشو.

چې کله د وزارت سړک ته ورسیدم نو په لومړي چیک پواینټ کې مې وکتل چې يو مجاهد تلاشي کوي او بل ناست دی او د موبایل رادیو پواسطه د کرکېټ منظره او شور اوري، که څه هم زه د کرکېټ سره چندان علاقه نلرم خو بیا حیران شوم او فکر مې وکړ چې ممکن نه به افغانستان د کوم هیواد سره لوبه لري خو په همدې فکر کی ووم چې د وزارت لومړي قراوول ته ورسیدم او هلته مې وکتل چې یو بل مجاهد د تلاشۍ پر مهال چې د تلاشۍ سکینري دروازې ته ولاړ دی او هم په ورته وخت کې د موبایل رادیو له لارې د کرکېټ څخه دم په دم ځان خبروي، په همدې مهال مې ترې پوښتنه وکړه چې مجاهده د کرکېټ څه حال ده، څوک به یی وګټي؟ مجاهد راته په ځواب کې وویل چې ان شاءالله موږ یی ګټو دا نو هغه وخت دی چې افغانستان خپل نوبت کړی او ١١٦ منډې ی ورته هدف ټاکلی چې دا هدف په شل اوریز لوبو کې خورا اسانه هدف دی چې د مقابل لوري له خوا پوره کړل شي او بنګله دیش تر دې مهاله په ٥ اوورو کې د ٣ نفرو په سوزیدو سره ٥٣ منډې کړي چې په دې ترتیب ١٥ اوورې او ٦٣ منډې پاتې دي چې هدف پوزه کړي، یا په بل عبارت د بنګله دیش ٨٠ سلنه احتمال وو چې ويي ګټي.

خو خیر بیا داسې وخت راغی چې ریښتیا هم افغانستان په ٨ منډو په توپیر وګاټه او نيمه پايلوبې ته یی د وتلو زمینه برابره کړه.
خو د نن ورځې لوبه د سویلي افريقې په وړاندې نیمه پایلوبه یا سیمي فاینل بایلل د ډیرو افغانانو د خپګان لامل شو.

په هر صورت له یوې خوا په دې خوشاله ووم چې افغانستان لوبه د بنګله دیش په وړاندې لوبه وګټله او په لومړي ځل په تاریخي لحاظ نیمه پایلوبې ته ووتل، د بلې خوا افغانستان په دې ګټې سره د افغانستان سرسخته دښمن او مغرور او کبرجن هیواد استرالیا کور ته ولیږه او تر ټولو زیات په دې خوشاله ووم چې د امارت په مجاهدینو کې هم هغه مينه شته چې په نړیواله کچه د افغانستان د نوم په ځلولو کې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د افغانستان ورسره نیک نامي تر لاسه کیږي.
په ځانګړې توګه د کرکېټ ملي ټیم له کپتان راشد خان سره د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي صاحب ويډيويي خبرې د کرکېټ ټیم او د کرکېټ مینه والو او ملت لپاره خورا هیله بښونکې او د هیواد دښمنانو لپاره لکه د سترګو د اغزيو په توګه وې.

د موضوع بل اړخ ته که راشم هغه دا دی چې د هر هیواد بیلابیلې سیمې بیلابیلې وړتیاوې او ځانګړتیاوې لري لکه د هند کرکېټ ټیم هم تر ډیره د مهارشټرا، ګجرات او ډیلي ایالتونو څخه جوړ دی خو بیا په ټیکنالوژۍ کې د کیریلا ایالت تر ټولو زیات پرمختګ کړی چې ان د دې ایالت کلني عایدات د پاکستان له عایداتو څخه زیات دي چې شاوخوا څه پاسه ٢٠٠ میلیارده ډالر ده، همدا راز د امریکا کلیفورنیا ایالت په ساينس او ټیکنالوژۍ کې تر ټولو ایالتونو څخه زیات پرمختګ کړی، چې د امریکا تقریبا ٥٠ سلنه عایدات تر لاسه کوي.
په همدې توګه د افغانستان ملي کرکېټ ټیم تر ډیره د جنوب شرق ولایتونو څخه جوړ دی یعنې په دې ولایتونو کې د کرکېټ طرف ته زیاته لیوالتیا ده، په همدا شان دې په همدې ولایتونو کې همدې وړتیا ته خاص پاملرنه وشي او د هیواد نور ولایتونه لکه کابل او ننګرهار دې ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي همدا راز د صنعت او کرنې په برخه کې کندهار، کندوز، بغلان، هرات او داسې نور ولایتونو ته ځانګړې پاملرنه وشي تر څو هیواد په هره برخه کې د کمال درجې ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx