نظــر

که د فلسطین مقاومت دښمن تر خوږ ګوته ونیسي، ستر تحول راتللی شي !

جبريل سعد
عظيم الشان قرآن، مبارك حديثونه، اثار او اخبار پر نړۍ د وخت پر وخت راتلونكو كڼو حالاتو او تحولاتو په اړه وړاندوينې لري، خو عملي مصداقونه او رښتونولۍ يې هېښونكې ځكه نه وي چې موږ يې لا له مخكې دغه وړاندوينې څارلې نه وي، ترې خبر نه يو، موندليو مصداقونو ته مو يې انتظار نه وي كړی او آن دې ته مو هم پام نه اوړي چې دا به له هماغو وړاندوينو څخه د يوې مصداق وي او د دې بيا بېلابېل لاملونه وي. يو ستر لامل يې دا چې الله تعالی د خپل عادت له مخې كومې وړاندوينې ته يو ناڅاپه مصداق او رښتونولي نه وي ور كړې، بلكې ترې وړاندې يې يو څه كرار او د وخت په اوږدو كې شرائط برابر او زمېنه يې ورته را منځته كړې وي، ترڅو پكې له يادو شرائطو سره بلدتيا او ځان عيارولو سره د مؤمنانو او مسلمانانو لپاره د اړوندې وړاندوينې مصداق وېرونكی، غمېدونكی او له زغمه لوړ پرېنوځي او هغوی ورسره په دغه بلدتيا او عيارۍ كې طبعاً د دغې وړاندوينې پر بنسټ رامنځته كېدونكي تحول او مصداق د زغم انرژي ولري.
د وړاندوينو يادې سرچينې پر هغو سربېره ډېرې ناپېيلې لارښوونې هم لري چې زياتر يې كه څه هم له وړاندوينو سره تړل كېدلی شي او وركې رول لري؛ خو د همدې ناپېيلتوب او له دې أمله يې دغه تړاو او رول ډېر روښانه نه وي چې لارښوونې د وړاندوينو له مواردو ډېرې عامې وي او په دغو مواردو پورې ځانگړې نه وي، نو د يادو لارښوونو له عملي كولو سره هم د دغو شرائطو او اړوندو وړاندوينو له مصداقونو او پر بنسټ يې تحولاتو سره نه يوازې بلدتيا راځي، بلكې بشپړ ځان ورسره عيارېدلی او امادگي يې نيول كېدلی شي. په خواشينۍ سره زياتر دغو وړاندوينو او لارښوونو ته زموږ او زموږ د دين دښمنانو پاملرنه كړې او پرې د ځان پر گټه د اړوندو تحولاتو را څرخولو هڅې كوي. د ليكنې سرليك چې د عظيم الشان قرآن يوه لارښوونه ده؛ هم د دې لارښوونو له ډلې ده چې د وړاندوينو او لارښوونو ترمنځ همدې پټ تړاو، رول او ورته د پاملرنې اهميت ته پر كتو مې موضوع ترې لاندې كړې. دغه لارښوونه څرگند وايي چې: د كفر له سرلارو سره جگړه وكړئ(ويې وژنئ)، دوی پر هيڅ باور نه لري، ښايي(له كفر او كفري كړنو)را وگرځي. د لارښوونې پيغام دا دی چې د كفر له سرلارو سره په جگړه او وژل كېدو سره يې پرې تكيه پلويان لاره پرېږدي چې يو ستر تحول كېدی شي او دا هم څرگنده ده چې له پلويانو سره تر جگړې او وژلو يې د سرلارو هغه له هره پلوه گټور او د جگړې گټندوی گام دی.
پر دې سربېره دا هم ښيي چې په وسلواله، تبليغاتي، فكري، اقتصادي او هر ډول جگړو كې ډېر او ټول تركيز بايد د دښمن پر هغه نقطه وي چې د ملاتېر يې گڼل كېږي، حياتي ارزښت ورته لري او د بنسټيزې انرژۍ رول يې پر غاړه وي او په نښه كېدو سره يې د هر ډول جگړې وخت، لگښتونه، ستړياوې او ټول اړخونه او غوښتنې تر بسې را كمېدلی شي. د غزې تنگې تړانگې د ځمكې له دننه د فلسطين څو زره كسيز مقاومت له نشت سره پر برابرو امكاناتو روانه جگړه چې په وروستۍ۹مياشتينۍ ځانگړې مقطع كې د نږدې بشپړې نړۍ پر وړاندې روانه ده؛ د اړوندو وړاندوينو او د توان او امكان تر بريده يې له لارښوونو سره هم سمه پيل كړې او پر مخ يې وړي. په ځانگړې اقصی توپان يې د(فقاتلوا أئمةالكفر…)لارښوونې پر غوښتنه په مستقيم ډول د صهيونيستي رژيم او د هغه له لارې بيا د امريكا سياسي، بشري، مادي، تبليغاتي، فكري، اقتصادي او د نړيوال حيثيت ټولې حياتي قواوې په نښه كړې يا يې وننگولې چې اوس د۹مياشتو پر وتو يې نړۍ هم شاهده ده او اقصی توپان د صهيونيستي رژيم او د هغه د ملاتړو د ځواك او انرژي پر ټولو سرچينو بريد ثابت شو.
خو د بايډن ادارې سره د وسلو او ملاتړ، په كور دننه په اوج كې خپلمنځي ناندريو، د رژيم پر جگړه ييزو او سياسي پاليسيو او سياستونو باندې گڼو نيوکو، د سخت دريځو مذهبي وگړو په پوځ كې د استخدام، د صهيونيستي بنديانو د كورنيو د غوښتنو، له پوځي او دولتي ليكو د پوځيانو او چارواكو وتلو او پر دې ټولو سربېره يې د لبنان له حزب الله سره كلكې ښكېلتيا په اوسنيو وضعيتونو كې چې صهيونيستي دښمن ورسره مخ دی؛ د يادې لارښوونې په څرگنده غوښتنه د دښمن مشران او د وسلو، الوتكو او پوځي تجهيز سرچينې په نښه كول تر ټولو كارنده تمامېدلی شي چې د دښمن ټوله انرژي پكې صرفېږي او د بېرته پوره كونې او رغونې يې بيا نه موكه لري، نه مورال او نه يې زړه كولی شي او د اقصی توپان په لومړيو كې هم په دېته ورته چاره يو همداسې وضعيت را منځته شوی و چې بيا دښمن ډېر نازړه جگړې ته زړه ونيو او بيا د۸مياشتې بې گټې جگړې په وروستيو كې د غزې مركزي سيمې نصيرات پر پنډغالي خونړي بريد كې د څو تنو بنديانو خوشي كولو يې تر ټولو زيات زړه او مورال ور كړ. نو په اوسنيو وروستيو وضعيتونو كې مقاومت ته پكار ده د يادو اهدافو په نښه كولو سره دښمن تر خوږ گوته ونيسي او هم پرې د هر ډول جگړې د غځېدو، لگښتونو، ستړياوو او ټولو غوښتنو گراف يې تر بسې را ټيټ كړي چې ستر تحول هم را منځته کولی شي. مسلمانان او مجاهدين خو هسې هم چې يوازې د الله تعالی پر معيت او نصرت پر ټينگ باور سره جگړه كوي، د جگړې پر ډگر هر ډول ماتې او بريا كې يوازې د الله تعالی حكمت او د هغه لخوا مصلحت ويني، ماديات پكې د يوې وسيلې په توگه بې اغېزې گڼي او په همدې كې يې د بريا راز هم نغښتی دی؛ كه څه هم يې دښمن د مشرانو او كليدي نقطو په نښه كولو هڅه كوي، خو هغوی په هر ډول وضعيت او شرائطو كې ډاډمن اوسي او دښمن يې هم اوس په كلك ثبات او نه ماتېدونكي هوډ اعتراف لري، مني يې او ماتې يې ناشونې گڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx