ادبي لیکنيحریت اونیزه

حریت فکري روزنه؛ پر هیومنیزم بحث وشو

اونیزه ناسته کې ښاغلي اسامه جوهري اسلامي ټولنې ته د هیومنیزم په حقیقت، زیانونو او رد بحث ترسره کړ. ۱۴۰۳/۴/۷
دا ناسته، چې د قاري مصباح الله شرافت په تلاوت سره پیل شوه او د دریځ چارې یې جوهر افغان پر مخ وړلې، پر دوو برخو مشتمله وه، په لومړۍ برخه کې یې د ځوان داعي او فکري استاد ښاغلي اسامه جوهري د هیومنیزم په اړه ثبت شوی ویډیویي بحث ګډونوالو ته وړاندې شو.
ښاغلي جوهري د هیومنیزم د اصطلاح په هکله وویل، دا اصصلاح دوه ډلې کارونکي او مدافعین لري، یوه ډله هغه خلک دي، چې د هیومنیزم له حقیقته ناخبره دي، دوی فکر کوي، چې هیومنیزم یعنې له انسان سره محبت، پر انسانانو ترحم او د انسانانو خدمت کول، دوی له ځانونو سره هم لیکلي وي، چې انسانیت مې مذهب دي! یا لوی مذهب انسانیت دی!
دویمه ډله هغه خلک دي، چې د هیومنیزم په فلسفه خبر، موخې یې ورته معلومې او د همدې نظریې داعیان دي. دوی هڅه کوي، چې دې شومې نظریې ته پاک پوښ ور واغوندې او بیا خالي ذهنه ځوانان ور باندې خطا باسي.
ښاغلي اسامه جوهري د هیومنیستانو د خپلو منابعو په حواله وویل، چې هیومنیزم د الله جل جلاله له بنده ګي او اطاعت څخه د انسان ازادول دي. د نوموړي په خبره چې د هیومنیزم د پنځو اصولو پر بناء یو هیومنسټ مکلف دی، چې په الله جل جلاله، ملایکو، جنت او دوزخ او همدا راز په ټولو ماورا‌ءطبعیت څېزونو بې باوره شي، د ایمانیاتو پر ځای باید پر تجربه متکي او باورمند شي، د وحي پر ځای باید له انساني عقل څخه کار واخلي او په اخلاقي امورو کې باید له هیڅ ډول قیوداتو متاثر نه شي، یعني په اخلاقي مسائلو کې باید مطلقه ازادي ولري، نوموړي د همدې اصولو او مادو پر اساس هیومنیزم د ټولو الحادي افکارو مور وبلله.
دا راز ده د هیومنسټانو د هغې دعوې – هیومنیزم یعنې انسانیت ته احترام او د انسانانو هوساینه ده- په رد کې وویل، چې تاسو پلټنه وکړئ، دا به درته معلومه شي، چې انسانیت ته تر بل هر چا زیاته صدمه همدې هیومنسټانو رسولې ده.د ده په وینا چې په انساني تاریخ کې چې ترټولو زیات قتل عام چا کړی، هغه ټول ملحدین دي، چې له جملې د تاریخي شوهدو په شتون سره، چنګېزخان څلوېښت میلیونه انسانان قتل کړي، موز تینګ ۷۲ میلیونه انسانان قتل کړي دا راز دوی یوازې د انسانانو د ملحد کولو لپاره له ۶۱میلیونه زیات انسانان قتل کړي دي.
ښاغلي جوهري په وروستیو کې وویل، چې هیومنیزم د انسان پالنې تر شعار لاندې د انسانانو د ملحد کولو هڅه ده او هغوی چې په رښتیا له انسانانو او انسانیت سره خواخوږي لري، اسلامي ارشاداتو ته دې سر ور ښکاره کړي، څو په اسلام کې د انسان پر حقیقي حیثیت او درنښت خبر شي.
د ناستې په دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه، چې ګډونوالو په کې خپل او انتخابي شعرونه واورول او غونډه مازدیګر مهال په دعایې سره پای ته ورسېده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx