نظــر

دشخړی بیخ سپڼل

لیکوال: عبدالباری عارض

افغانستان دخپل سیاسی ژوند تر ټولو نازک او حساس پړاو ته ننوزی او د امریکا د دیارلس کلن شتون پایلی را برسیره کیږی پخوا هم ځنی سیاسی مبصرینو د امریکا پر سیاست په افغانستان کی نیوکی کړی دی او خبرداری یی ورکړۍ دۍ چی د امریکا کړنی یوازی د نا مسئوله جنګی کړیو او مفسدینو د پړسیدو شرایط برابروی، فساد، غصب ،قانون ماتونی او زورواکی د تیری لسیزی خاصی مشخصی دی اوس د دیارلس کالو ملیارډونو ډالرو پانګونی او د بی شماره بهرنی او کورنی عسکرو وژنه باید خپل اثر او نتایج وښیی خدای مګره داسی نه وی چی یو ځل بیا د ۲۰۰۱ کال په صفری نقطه کی ولاړ اوسو په هغه صورت کی به د نړیوالی ټولنی او امریکا قطعی ماته د ابهام څخه په عینی حقیقت بدله سی.

ځنی خلګ هیواد د بحران په درشل کی بولی خو ځنی نور بیا دا خبره نه منی او وای افغانستان د امریکایانو د راتګ څخه بیا تر اوسه عملا په بحران کی دۍ دوی استدلال کوی چی په تیره لسیزه کی یوه ورځ هم داسی نسته چی افغانان دی د ملی اردو، ملی پولیس، طالب او ملکی کسانو په نامه نه وی وژل سوی حتی په پایتخت کی هم د ناټو په شتون کی د مخالفینو مسلحانه بریدونه او ځانمرګی حملی د امریکا تر سفارته ،د ربانی تر کوره د اسدالله خالد د ملی امنیت تر میلمستونه ، او د دفاع او کورنیو چارو تر وزارتونو پوری وغځیده، نور کوم بحران او څه ډول بحران؟. ځنی نور بیا په سړه سینه د څیړنی په بهیر کی روان بحران څو اړخیزه بولی یو د بحران ظاهری علایم دی لکه د لوی جرګی په خیمه کی چی د ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله څرګندونی ټول ښکیل اړخونه که بهرنی دی او که کورنی په موازی حکومت تهدید کړل او یا په پښتونستان څلور لاری کی د پولیسو د موترو څخه په ګټه اخیستو مظاهره، او په هغه کی جمهور ریس کرزی او ارګ ته ګواښنه،همدا رنګه د عطامحمد نور لخوا داسی اعلامیی خپرول چی په ښکاره ملی یووالی ته زیان او کورنی جګړی ته لار هوارول دی. دا یو اړخ د بحران دۍ چی ظاهری بحران ګڼل کیږی، د دی ترڅنګ دوهم اصلی یا بنسټیز بحران دۍ، دا هغه بحران دۍ چی پټ خوټیږی او د بحران ظاهری علایم یی د بهانو په توګه را برسیره کړیدی دا بحران د دو ټیمونو ترمنځ عقیدتی اختلاف یا ایډه لوژیک تضاد یا ټولنیز متفاوت خصلت یا متفاوت لید لورۍ دۍ.یوه خوا سیکولر دموکراتان بل اړخ محافظه کاره ایډه لیستان. کیدای سی د اختلافی ټکو بیخ همدلته وی.

د ټاکنیزو دو ټیمو شاته دوه ډوله کسان په دوه ګونی تفکراتو،دوه ګونی خصایلو،دوه ګونی لیدلوریو او دوه ډوله اهدافو د ګډی غوښتنی پر بنیاد چی د واک ترلاسه کول دی سره راغونډ سویدی دلته د ملی یووالی حکومت د جوړیدو خبره یو ظاهری یا روبینایی طرحه ده نه بنسټیز هدف، ځنی کسان په تیره لسیزه کی په ښکاره په فساد ،غصب او نورو جرایمو ککړ دی او یا د تیرو لسیزو د کورنۍ جګړی پیټی پر اوږو لری او یا په لنډه موده کی د فساد په پایله کی دومره لوی پانګوال سوه چی اوس پخپله وجدانا د خپلو پانګو څخه په ویره کی دی. دا ډول کسان د حاکمیت نه بهر هرآن ځانونه د عدالت په دایره کی محصور ګڼی نو ځکه تر وروستیو امکاناتو هڅی کوی ځانونه په حکومت کی دننه د عدالت څخه په پنا کی وساتی او که هغسی و نسی نو بیا د دوهم افشن په توګه په جګړه او بحران کی هم ددوی ګټی ساتل کیدای سی .هغوی ته د ملی یووالی حکومت د ملی مصالحو پر بنسټ ارزښت او معنی نلری بلکه صرف او صرف په حکومت کی د هغه مقاماتو ترلاسه کول غواړی چی د دوی مصونیت تضمین او ګټی خوندی کړی.

یقین دۍ چی د جان کیری په دوه ځله منځګړتوب کی ډاکتر عبدالله د ډاکتر غنی مشرۍ ته غاړه کښیښول له همدی کبله دۍ چی اوس د اجراییه ریس د صلاحیتونو او ګډ حکومت په هکله ډول ډول طرحی وړاندی کوی د ډاکتر غنی پلویان پخپله ګټه متیقین او مطمین دی نو ځکه د اجراییه ریس یا د هغه د صلاحیتونو سره خاصه دلچسپی نلری او نه یی غوښتنه کوی دا حقیقت چی غنی د رایو ګټونکۍ دۍ په اتفاق ټولو اړخونو او بهرنیانو منلۍ دۍ اوس د زور له ادرسه تهدیدونه ورکول کیږی چی یا باید چوکۍ ورسره وویشل سی او که نه دوی د هیواد په ورانولو کی کافی تجربه لری بیا به د پخوا په شان دولتی ودانۍ اشغال کړی، انګیرنی داسی دی چی که اشرف غنی واک ته د رسیدو په تلوار د قانون،ولسی رایو او ملی مصالحو په سر د معلوم الحاله کړیو او افرادو سره معامله وکړی نو دا به تاریخی تیروتنه او مسولیت وی . ډاکتر غنی باید لمړی خپلی رایی و ارزوی چه ولس د څه لپاره ورکړیدی او ورپسی باید د هغه اشخاصو تفکر ته احترام وکړی چی غواړی ولسی ارمانونه په حقیقت بدل کړی له همدی کبله دده په ټیم کی را غونډ سویدی یوه بیلګه یی هغه چی جناب علی احمد جلالی د کلیدی وزارت څخه د همدغو افرادو د قانون ماتونو له کبله استعفا وکړه تر وزارت او امتیازاتو تیر سو خو خپله کړنلاره او تفکر یی وساتۍ.

خواشنی کوونکی به وی چی سیکولردموکراتان،د وطن دوستۍ په روحیه سامبال ، و ولس او هیواد ته د خدمت مدعیان د فساد په رنګینو ټالونو کی د قانون ماتونکو او مسولینو سره سهامی شرکت جوړ کړی او دا به هغه کوږ بار وی چی منزل ته نه رسیږی.په دی زمانی مقطع کی زړه ور او قاطع رهبر په قوی عزم او متینه اراده کولای سی پر ناخوالو بری و مومی، یوازی نامداره او مدبر مشران کولای سی هیواد او ولس د جبارانو،مفسدینو او غاصبینو له منګولو وژغوری او د ملی اتل په څیر خپلی کارنامی په تاریخ کی ثبت کړی.

د ملی یووالی حکومت په عام مفهوم د ټول ملت راغونډیل په یوه اداره کی افاده کوی کله چی ټول هغه ملی اړخونه چی د هیواد په سیاسی او پوځی مسایلو کی ښکیل دی په یوه حکومت کی راټول سی نو بیله شکه چی د ملی یووالی حکومت ورته ویلای سو اما د ډاکتر غنی او ډاکتر عبدالله ترمنځ که احیانا جوړجاړی هم وسی نو دا به دوه اړخیزه حکومت وی نه د ملی یووالی حکومت. طالبان د هیواد په سیاسی او پوځی برخه کی د افغان حکومت او بهرنیانو لخوا یو منل سوی مهم ځواک دۍ خو په اوسنی بهیر کی راښکیل ندی حکمتیار چی نوم یی د افغانستان د سیاسی تاریخ سره تړاو لری په دی حکومت کی ورګډ ندۍ نو بیا څنګه د ملی یووالی کلمه ورته استعمال سی بهتره به وی چی د قومندانانو حکومت یی ونوموی.

پخوا هم د مطبوعاتو له طریقه امریکایانو ته په ګوته سوی وه چی د جنګی کړیو پیاوړی کیدل د ښه حکومتولۍ زمینه نه مساعدوی او دموکراتیک بنسټونه نه جوړوی اوس د عطامحمد نور څرګندونو ته په کتو چی ۹۳/۵/۲۳نیټه یی د واشنګټن پست سره کړی دی او ولس یی په ګډوډۍ تهدید کړیدۍ، له ورایه ښکاری هغه دموکراسی چی پوره دیارلس کاله یی ډُهل وهل کیدۍ عملا په زورواکۍ بدله سویده او هڅی کیږی د زور له لاری واک پر خلګو وتپل سی.

عطا محمد او امرالله صالح په زغرده ناری وهی چی که عبدالله ګټونکۍ اعلان نسی موږ به وزارتونه او دولتی تاسیسات اشغال کړو.اوس به امریکا هغه څه چی کرلی یی دی ریبی اوس به امریکا وینی چی تیر دیارلس کاله دوی څومره متعصبی محافظه کاری ډلی پیاوړی کړیدی. دموکراسی هغه بهرنۍ ډالۍ ده چی د بهرنیانو په راتګ راوړل سوه او اوس د هغوی د وتلو سره سم بیرته وړل کیږی. هر ورځ د هیواد قوانین نقض کیږی د ټاکنو قانون او د ټاکنو او شکایاتو د کمیسونو واک په سپینو سترګو قبضه سویدۍ په ټول ټاکنیز بهیر کی د قانون خلاف د کمیسنونو واک سلب او پرځای یی واک یوناما او د امریکا سفارت کاروی یعنی د تصمیم ګیرۍ مراجع دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x