نظــر

د جگړې سړی د سولې سړی هم وي؛ هم نېك او هم بد پال !!

جبريل سعد
تېره اونۍ په قطر كې د افغانستان پر تړاو د ملگرو ملتونو درېيمه، خو يوازېنۍ غونډه وه چې رښتيا او د ځمكني واقعيت په توگه هم او د ټولو په شاهدۍ او اعتراف هم پكې د اسلامي امارت د پلاوي په گډون سره له لاسته راوړنو ډكه او گټوره پرېوته. د دغه پلاوي مشري د اسلامي امارت وياند او د تېر جهاد په تشكيلاتو كې يې د ويندوی ترڅنگ د فرهنگي كمېسيون غړي، سلاكار، مرستيال او بيا مشر مولوي ذبيح الله مجاهد كوله. دا چې نوموړی يو منلی فرهنگي، ژورناليستي اوجهادي سياستوال دی، پر رسنيزه او تبليغاتي جگړه او مبارزه پوخ باور لري، واقعيتونو ته د رسنيز او تبليغاتي پوښښ د اړتيا او اغېزمنتيا كلك ملاتړی دی، د(اسلامي او افغاني كلتور او لارښوونو پر دننه)بيان رښتونې ازادۍ ته التزام مني او په مجموع كې په خپله وياندويي كې كاروليو ټكو ته بيا هم ژمن او ترې انكار نه كوي او پر دې سربېره چې يو ډېر مصروف چارواکی دی؛ د اسلامي امارت د متوازن نړيوال سياست پر ډگر يې دا لومړی ډيپلوماټيك سفر هم و؛ نو د قطر په ياده غونډه كې د اسلامي امارت د پلاوي د گډون په اړه مالومات وركولو لپاره خبريالانو ته د هوايي ډگر پر ځای د مطبوعاتو او رسنيو د غونډو تالار كې يوې ناستې ته بلنه ور كړل شوې وه، ترڅو هغوی د هوايي ډگر او هلته تنگ وخت په پرتله دلته په ازاده فضاء كې مالوماتو ته لاسرسی ولري، پلاوی، غونډه او بشپړ دوام يې شېبه پر شېبه وڅاري، جريان او اړوند واقعيتونه پر ژوندۍ بڼه د رسنيو په واك كې ور كړي او له پلاوي سره له بيا-بيا كنفرانسونو پرته له همدې لارې رسنۍ پرلپسې همداسې په جريان كې واوسي.
په قطر كې ځيني رسنيو ته د وخت نه ور كولو يې ښايي يو همدا لامل و. هلته له رسېدو سره او بيا د ملگرو ملتونو د غونډې له تالاره را وتلو سره سم د ځيني هېوادونو له استازو او چارواكو سره د ليدنو كتنو امكان، وخت او پلان و چې ښاغلي مجاهد لا همدلته ناستې كې د غونډې له ايجنډا مستثنی او بېلې كړې هم وې، ترڅو برخه يې ونه گڼل شي او رسنۍ ترې په جلا توگه پوښښ وركړي. نو دا يې نه ايجابوله چې پلاوی دې بيا وضاحتونه او له غونډې او ليدنو كتنو أخذ كړي ټكي او پيغامونه په تكراري ډول رسنيو سره شريك كړي، بلكې په كابل كې له مطبوعاتي ناستې وروسته نور بيا مسئوليت د رسنيو پر خپله غاړه و چې جريان پرلپسې او كره وڅاري، ترې د أخذ وړ ټكي او پيغامونه يې خپاره او ورته رسنيز پوښښ ور كړي او بيا د اسلامي امارت پلاوي د غونډې، ليدنوكتنو او هوكړو په جريان كې هم د رسنيو له لارې پر وخت د خپلو پرمختگونو جريان ورسره شريك كړ او له راستنېدو سمدستي وروسته ښاغلي مجاهد بيا هم د يوې ناستې په ترڅ كې له رسنيو سره د غونډې جزئيات شريك كړل او هغه يې بريالۍ، له لاسته راوړنو ډكه او هيله بښونكې ياده كړه. د اسلامي امارت موخې د افغانستان د خصوصي سكتور د پياوړتيا او پرمختگ خنډونو له منځه تلل، له نشه ئي توكو سره د اسلامي امارت له مبارزې را منځته شوې تشې پر وړاندې د نړيوالې ټولنې ملاتړ را خپلولو سره د بديل بوټي او كښت چاره او د افغانستان له مالي او بانكي نظام څخه د بنديزونو لرې كېدل و چې د غونډې د كوربه په توگه د ملگرو ملتونو نړيوال سازمان او د هغې د گډونوالو لخوا تر ډېره ومنل شوې، پكې د همكارۍ ډاډ ور كړل شو او د اسلامي امارت د پلاوي په گډون سره ټولو لوريو دغه غونډه بريالۍ او گټوره وبلله.
په غونډه كې د اسلامي امارت د پلاوي څرگندونو پر ځيني نكاتو مشتمله يوه بيانيه درلوده چې د ځيني هېوادونو استازو او چارواكو ته يې له ياد پلاوي سره د حاشيوي ليدنو كتنو، مذاكراتو او هوكړو زمينه برابره كړه. افغان ټرانس پروژه چې د دوحې د غونډې په دغه بيانيه كې يې ښاغلي مجاهد يادونه وكړه؛ د يادو ليدنو په لړ كې پرې څلور اړخيزه ناسته او مثبتې خبرې وشوې او په ټوله كې د دوحې غونډه، دغه ليدنې كتنې، مذاكرات او هوكړې د اسلامي امارت له درې كاله واكمنۍ وروسته په لومړي ځل له نړيوالې ټولنې سره بېرته له سره د تعامل او تفاهم لارې د پرانيستنې پيلامه شوه. كه څه هم له لومړي سره خو دغه تعامل او تفاهم له امريكايانو سره د اشغال د خاتمې مذاكراتو برخه و او لومړی گام يې هم د نړيوالې ټولنې په حضور كې را منځته شوی تړون و، خو بيا د امريكايي لوري او د تړون دغې شاهدې ټولنې لخوا له هغه څخه گڼې سرغړونې را منځته شوې او پرې سربېره د دغه تعامل او تفاهم ځای د همدوی دلته بې ځايه لاسوهنو، غوښتنو او پر افغان ولس يې بنديزونو او فشارونو ونيو او له امله يې په قطر كې د ملگرو ملتونو دوو لومړنيو غونډو په گډون په ماسكو او ځيني نورو هېوادونو كې هم ورته غونډې بې پايلې وې چې يا اسلامي امارت ته پكې د گډون بلنه نه وه ور كړل شوې او يا هم ورته د گډون شرايطو نه برابرېدو له أمله پكې د اسلامي امارت لخوا گډون رد شوی و.
آخر كار همدا د قطر درېيمه غونډه چې پكې اسلامي امارت ته بلنه ور كړل شوه او پكې د پلاوي د گډون شرايط يې هم ومنل شول؛ له آدرس او استقامته يې نړۍ او نړيوالې ټولنې د افغانستان شته حقائق له نږدې درك كړل او همدا غونډه د بېرته له سره تعامل او تفاهم رامنځته كولو ابتكار وړونكې شوه چې د كتونكو په باور له دې وروسته به افغانستان له نړيوالې ټولنې سره په هيڅ ډول تعامل او تفاهم كې كومه ستونزه ونه لري. د دې يو دليل د امريكايي اتباعو چې له اسلامي امارت سره بنديان دي؛ د تبادلې موضوع هم ده چې مجاهد له دوحې څخه را ستنېدو وروسته خبري ناستې كې ياده كړې او همدا راز د پخوانيو نړيوالو كنوانسيونونو او پرېكړه ليكونو ارزولو وروسته هغو پرېكړه ليكونو ته چې له اسلامي شريعت او د افغانستان له ملي او امارتي ارزښتونو سره په ټكر كې نه وي؛ د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په بدل كې د غاړې ښودلو شونتيا چې نوموړي يې يادونه كړې؛ هم د ياد تعامل او تفاهم دليل يادولی شو. ښاغلی ذبيح الله مجاهد چې د خپلې ويندويۍ ټوله موده يې د ملگرو ملتونو، د هغه د اړوندو ادارو، نړيوالو سازمانونو، د لوېديځو او ځينې نورو هېوادونو چارواكو او استازو او… ته سترگې په سترگو كې ور اچولو سره قناعت يا هم بشپړ شفاء بښونكي ځوابونه ويلي؛ د دوحې وروستۍ غونډې د مېز پر سر يې بيا هم د هغوی پر وړاندې په خپل پخواني دريځ كې تغير ونه ليدل شو.
نوموړي دا ځل بياهم د اسلامي امارت له موقف څخه د ننگې په ضمن كې د فلسطين او غزې پر تړاو خپل مسئوليت نه ترسره كولو له امله پر نړيوالې ټولنې توندې نيوكې وكړې. هغه د صهيونيستي رژيم گڼو ملاتړو ته د غونډې پر مېز وويل: له تېر اكتوبر راهيسې چې د فلسطين په غزه كې نسل وژنه ادامه لري؛ دا په تاريخ كې په ژوندي ډول لومړنی خپرېدونكی جينوسايډ(نسل وژنه)دی چې د بشري حقونو دعوه لرونكو هېوادونو او سازمانونو اعتبار يې له جدي پوښتنو سره مخ كړی دی. ځيني لوري چې په مستقيم ډول په دغه بشري جنايت كې شريكان دي…هغوی په داسې اخلاقي موقعيت كې قرار نه لري چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښوونې وكړي او لېكچر را كړي. د گډونوالو، موخو او كوربتوب له پلوه داسې غونډو كې طبعاً د اسلامي امارت سياستونه او پاليسۍ د مجاهد په څېر سياستوال ايجابوي. له دې غونډې ايله څو ورځې وړاندې د هغې په اړه په ويانا كې د پخواني اشغال تپلي رژيم تښتېدليو منسوبينو يوه غونډه را بللې وه چې پكې محمد محقق د اسلامي امارت دروند او شهكار چارواكي ښاغلی سراج الدين حقاني په يادولو سره ويلي و: د جنگ سړی د سولې سړی هم وي. خو دا چې د اسلامي امارت ټول چارواكي او مشران د جنگ سړي او د پخواني جگړه ييز او جهادي ډگر گټونکي دي؛ د سولې سړي هم ختلي چې ښاغلی مجاهد يې څرگنده بېلگه ده او په دې سره كه د محقق دغه اعتراف يو نېك پال ختلی، خپله د محقق خېلو لپاره بد پال هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx