پښــــتو ادب

دریاب قاموس ته یوه کتنه

محمد اسحق ستانکزی
سریزه
کله به په یوه متن کې هرومرو له یوه داسې ويي سره مخ شوي یئ چې تاسې یې په مانا پوه شوي نه یاست؟ د ورته او دغسې نورو ستونزو د حل لپاره انسان اړ دی چې قاموس ولیکي او ویې وکاروي. په مختلفو ژبو کې مختلف ډوله قاموسونه لیکل شوي دي، او تعداد یې بیخي زیات دی، ددې لپاره چې د لوستونکو د وخت د ضیاع لامل نشي باید پر قاموسونو باندې هم یوه کره کتنه او بیا لیدنه ترسره شي، ښېګړې یې ښکاره او خامۍ یې لوستونکو ته په ګوته شي، ماهم وغوښتل چې په دریاب قاموس باندې یوه کتنه وکړم او له تاسو درنو لوستونکیو سره یې شریکه کړم.

کلیدي وییونه
قاموس، ویی، دریاب، تیوري.
د دریاب قاموس پېژندنه
دریاب قاموس چې په کال ۱۹۹۴م کې د قلندر مومند او فرید صحرايي لخوا لیکل شوی دی، نواب الله یار خان بړیڅ ته یې منسوب کړی دی. نواب الله یار خان بړیځ په کال ۱۸۰۸م په لومړي ځل د پښتو، عربي، فارسي او هندي لغات لیکلی و، چې عجایب اللغات نومیده. دریاب قاموس ‍‍۱۳۲۵ صفحې لري، چې پروفیسور سید جعفر حیات او فرید صحرایي ورباندې سریزه لیکلې ده. د قاموس په پيل کې ( تشریحات) تر عنوان لاندې یوه لیکنه راغلې چې لوستونکي ته لارښوونې پکې شوې دي او په لاندې ډول ده.
۱. د کوم سیلاب لاندې چې کرښه وي هغه به په زورکي لستی شي لکه: “ شړلی” ( شه – ړه – لی).
۲. د “ م ” نه مطلب مونډ دی او چې کومو ټکیو سره د ژبو د ذکر نه مخکښې دا حرف راشي نو زمونږ مقصد ترې دا وي چې د لغت متعلقه لفظ اصل کې له هغې ژبې اخستی شوی دی لکه سرمایه (م – فارسي).
۳. د “ ش” نه مطلب شریک دی او کومو لفظونو سره چې د ژبو د ذکر نه اول دا حرق راشي نو زمونږ مقصد ترې دا وي چې دغه لفظونه د پښتو او دغو ژبو ترمینځه شریک وي لکه آکا ( ش– فارسي).
۴. ڼ (ڼوڼ) هغه ځای کې کښې استعمال شوی دی چې پخوا به “نړ” لیکلی شو لکه: وروڼه.
همدارنګه په ادامه کې یې د پښتو ی ګانې هم تشریح شوې دي، البته څلور ی ګانې تشریح شوې دي او پنځمه ی یعنې فعلي یا امریه ی یې لوستونکو ته نده تشریح کړې.
د قاموس په پای کې د لغاتو ضمیمه او یوه صحت نامه هم لري چې د پښتو وییونو سم او ناسم ډول پکې ښودل شوی دی.
ددې لپاره چې دغه قاموس ښه وپېژنو، باید د قاموس پوهنې تیورۍ ته مراجعه وکړو.
د مانا له پلوه قاموس
د مانا له پلوه قاموسونه په دوه ډولونو باندې ویشل کیږي.
الف. دود قاموسونه: په دغه ډول قاموسونو کې یوازې کلمه او مانا یې راغلې وي، تر ډېره دغه قاموسونه عام وي چې ويي د همانیزو وییونو په مرسته پکې ښودل شوي وي لکه: پښتو سیند.
ب. پراخ قاموسونه: هغه قاموسونه چې د سرویینو د مانا سربیره هغه کلمې او شیان راځي چې مانا ډېره روښانه کوي لکه: پښتو پښتو تشریحي قاموس. (نورزی، عزت الله. ۱۱:۱۳۹۹)
د پورته تیورۍ په اساس ویلی شو چې د مانا له مخې دریاب قاموس یو دود قاموس دی.

د ژبې له پلوه قاموس
د ژبي له پلوه قاموسونه پر درې ډوله وېشل کېږي.
الف. یو ژبیز قاموس: هغه قاموس ته ویل کیږي چې د یوې ژبې ویی بیرته په همغې ژبې باندې مانا شوی وي.
ب. دوه ژبیز قاموس: هغه قاموس ته ویل کیږي چې د یوې ژبې ویی پر بلې ژبې باندې مانا شوی وي.
ج . څو ژبیز قاموس: هغه قاموس ته ویل کیږي چې د یوې ژبې ويي پکې اول په لومړۍ یا مبدا ژبه مانا شوي وي او وروسته پر دویمه ژبه باندې مانا شوې وي.
د پورته تیورۍ په اساس ویلی شو چې دریاب قاموس یو ژبیز قاموس دی.
د محتوا له پلوه قاموس
الف. عام قاموس: هغه قاموسونه دي چې د عامو خلکو اړتیاوې پوره کوي، د یوې ژبې ټول ويي او اصطلاحات پکې راوړل کیږي.
ب. خاص قاموس: د یوه خاص ګروپ، ټولي او مسلک لپاره لیکل کیږي چې یوازې د یوې ژبې د یوه ګروپ، ټولي او مسلک ويي او اصطلاحات پکې راوړل کیږي لکه: د سیاسي اصطلاحاتو قاموس.
د پورته تیورۍ په اساس ویلی شو چې دریاب قاموس یو عام قاموس دی.
دریاب قاموس ته یوه کتنه
۱. له هر ويي څخه وروسته ګرامري توکونه لیکل شوي او را پېژندل شوي دي، چې د لوستونکیو سره په ښه پوهېدا کې ډېره مرسته کوي. لکه:
الف. آتش ( آ– تش) اسم، واحد/جمع، مذکر. اور، هور (م– فارسي).
له پورته مثال څخه موږ پوهیږو، آتش چې اور ته ویل کیږي، نوم یا اسم دی، هم د مفرد او هم جمع مذکر نوم دی.
ب. اباد ( آ–باد) صفت، واحد، مذکر. ۱: د وران ضد، ودان، ۲: صاحب مال اولاد ۳: هغه کال چې بارانونه پکې وشي. (ش– فارسی).
له پورته مثال څخه موږ پوهیږو چې آباد یو صفت یا ستایونکی دی، مفرد او مذکر صفت دی.
۲. د لغاتونو لپاره شمېره په پام کې نده نیول شوې او په پرلپسې ډول لیکل شوي دي، که چېرته هر لغت خپل څنګ ته مسلسله شمېره لرلای نو لوستونکی به له ستونزو سره نه مخ کېدای.
۳. د قاموس اکثره لغاتونه او ماناوې یې لهجوي څرکونه لري، او له پېښورۍ لهجې تر خورا تاثیر لاندې لیکل شوي دي. لکه: موږ اوبه لیکو خو په کوزه پښتونخوا کې یې خلک ابه لیکي؛ نو په قاموس کې هم ابه لیکل شوی دی. همداسې نور لکه: ړومبی، وړومبی. ایښودل شوی وي، ایښوی شوی وي.اوسپنه، اسپنه.
۴. دریاب قاموس ډېرې املايي ستونزې او ټایپي غلطیانې لري، څو څو ځایه له املايي ستونزو او ټایپي غلطیانو سره مخامخ کیږو.
ماخذونه
۱. نورزی، عزت الله. (۱۳۹۹ل). د قاموس لیکنې لارښود، د ماسټرۍ تیزس. کابل پوهنتون: پښتو څانګه.
۲. مومند، قلندرــ صحرايي، فرید. ( ۱۹۹۴م). دریاب قاموس. لاهور: امید پرنټز.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx