پښــــتو ادب

پښتو لهجوي قاموس ته یوه کتنه

پښتو لهجوي قاموس ته یوه کتنه

فیض محمد غورځنګ
لنډیز:
د پښتو لهجوي قاموس لومړی ټوک په ۱۳۹۵هـ. ش کال د څېړندوی ذکریا ملاتړ په زیار او اهتمام چمتو او چاپ شو ، چې په یاد ټوک کې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو شپږ – شپږ لویې قبیلې په پام کې نیول شوې او له هرې قبیلې څخه د زرو (۱۰۰۰) معیاري پښتو لغتونو د لهجو پوښتنه شوې.همدا راز دویم ټوک د څېړنپوه محمد عارف غروال په زیار او اهتمام د پورتني معیار په پام کې نیولو سره د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د لهجو په وییونو باندې لیکل شوی دی.د دې قاموس درېیم ټوک په ۱۳۹۶هـ. ش کال هم د څېړنوال ذکریا ملاتړ په اهتمام د علومو اکاډیمي له خوا چاپ او خپور شوی دی چې د مرکزي زون ‘کابل، پروان، کاپيسا، میدان وردګ او غزني ‘ پښتو لهجې پکې راټولې شوې دي.
د لهجوي قاموس څلورم او پنځم ټوکونه په ۱۳۹۸هـ. ش کال د څېړنیار مطیع الله ساحل په زیار او اهتمام چاپ ته چمتو شوی او علومو اکاډیمۍ چاپ کړي دي. په دغو ټوکونو کې د لوېدیځ زون ‘کندهار، زابل، ارزګان ، پکتیکا، هرات، فراه، نیمروز او هلمند ‘ پښتو لهجې راټولې شوې دي.که څه هم د اکاډیمۍ د دې هڅې پراخه ستاینه شوې، خو ځینې لیکوالان او کارپوهان د دې کار نیمګړتیاو ته هم اشاره کوي او وايي، چې دې لړ کې لا دقت او پراخو څېړنو ته اړتیا شته
همدارنګه ، په شپږم ټوک کې د [بغلان، بلخ، تخار، جوزجان، فاریاب او کندوز] ولایتونو، اووم ټوک کې د [بادغیس، دایکنډي، سرپل او غور] ولایتونو او اتم ټوک کې د [بامیان، بدخشان، سمنګان او نورستان] ولایتونو اړوند د پښتنو ځینو قبیلو لهجې ثبت او خوندي دي.
سریزه :
الحمدلله رب العالمین والعاقبة للمتقین والصلواة والسلام علی اشرف الانبیا والمرسلین و علی اله واصحابه اجمعین الطاهرین الطیبین اما بعد
پښتو په لهجوي لحاظ یوه بډایه او غني ژبه ده، که دا لهجوي مواد د یوې ځانګړې تیورۍ او میتود په اساس راټولې شي، نو د پښتو ژبې په معیاري لیکدود ، معیاري تلفظ او لیکنۍ ژبه کې به غوره ګټه ترې واخیستل شي، دا چې په پښتو ژبه کې تر اوسه ګڼو کورنیو او بهرنیو پوهانو په انفرادي او ډله ییزه توګه کار کړی ، په دې برخه کې یو له هغو سترو کارونو چې سترګې ور اوړي، د افغانستان د علومو اکاډمۍ لخوا د پښتو لهجوي وییونو راټولول او خپرول دي. دا چې دغه قاموس کومې ځانګړنې لري ؟ چا او چا يې په راټولونه کې کار کړی دی؟ د کومو سیمو لهجې پکښې راټولې شوي دي؟ ددې قاموس عمومي ځانګړنې، نیمګړتیاوې او ښېګڼې کومې دي؟ دې ټولو پوښتنو ته په دې مقاله کې ځواب ویل شوی دی.
پښتو لهجوي قاموس:
د پښتو لهجوي قاموس د بڼې له مخې په اتو(۸) ټوکونو کې ، یو لوی او جامع قاموس او د ژبني جوړښت له مخې یو ژبیز قاموس دی ، چې د پښتو ژبې د بېلا بېلو لهجو وییونو ته لومړی معیار وضع او بیا معیار ته په کتو د اړوند ويي په اړه د بېلابېلو سیمو له مشهورو قومونو پوښتنه او لیکنه پکښې راټول، خوندي او خپاره شوې دي. یاد قاموس له سیمه ییزو څېړنکو سره ، د څېړنې پر مهال پوره مرسته کولی شي تر څو د هرې لهجې له ویونکو سره يې افهام اوتفهیم وشي.
‌لومړی ټوک:
‌‌د پښتو لهجوي قاموس لومړی ټوک چې د ننګرهار، لغمان او کونړ سیمو پښتو لهجوي وييزېرمې پکې راټولې شوې دي ، په (۱۳۹۵لمریز) کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت له لوري د زکریا ملاتړ په اهتمام د (۱‍۰۰۰) ټوکونو په شمېر په کابل کې د حبیب الله حسیب په مطبعه کې په (۵۱۹) مخونو کې چاپ شوی دی. دغه قاموس د سر له خبرو وروسته د څېړنوال دوکتور خلیل الله اورمړ یو جامع بحث د ژبې او لهجې اړوند، د پښتو لهجو د ډولونو اړوند، د پښتو لهجو تر منځ توپيرونه، د پښتو فونميکي الفبا اړوند او ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه راغلي دي.
د دغه قاموس په راټولونه کې وجیه الله شپون رفیع الله نیازي، زکریا ملاتړ، مجاور احمد مومند، سید نظیم سید کار کړی دی، ایډیټ او بیا کتنه یې د ډاکټر خلیل الله اورمړ، څېړنپوه نصرالله ناصر، څېړنپوه سید محی الدین هاشمي، څېړنپوه عبدالواجد واجد او علي محمد منګل له لوري شوې ده.
د پښتو لهجوي قاموس لومړی ټوک د ځانګړي ارزښت لرونکی دی، ځکه چې د لهجې، لهجوي قاموس، ژبې، فونټیکي الفبا، لهجوي توپيرونو او پښتو لهجو اړوند د غوره تیوریکي او عملي بحثونو لرونکی دی.
دویم ټوک:
دغه قاموس هم د د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت له لورې د څېړنپوه محمد عارف غروال په اهتمام د (۱‍۰۰۰) ټوکونو په شمېر په کابل کې د حبیب الله حسیب په مطبعه کې په (۶۹۴) مخونو کې چاپ شوی.
په دغه قاموس کې د سویل ختیځو سیمو (لوګر، پکتیا او خوست) لهجوي وییونه راټول شوي. په دغه قاموس کې د پښتو ژبې هر ډول لغتونه ځای پرځای شوي دي.
د پښتو لهجوي قاموس دویم ټوک په راټولونه کې مولاجان تڼیوال، محمد عارف غروال، محمد حکیم تڼیوال، حضرت حمد ویاړ، نورالله ولسپال، شهزاده توحیدمل، بسم الله حقمل او محمد اصف احمدزي په زیار راټول شوی، ایډیټ او کره کوؤنه یې څېړنپوه خلیل الله اورمړ، نصرالله ناصر، سید محی الدین هاشمي، عبدالواجد واجد او علي محمد منګل کړې ده. په دغه قاموس کې هم د پښتو لهجوي قاموس د نورو ټوکونو په څېر د یادو ولایتونو لهجې ولسوالیو او لویو قبیلو ته په پام سره راټولې شوې دي.

درېیم ټوک:
د پښتو لهجوي قاموس درېیم ټوک هم د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت له لوري په (۱۳۹۶لمریز) کال کې د مولا جان او زکریا ملاتړ په اهتمام په کابل کې د اسد دانش مطبعې له لوري په (۶۰۳) مخونو کې د (۱۰۰۰ ) ټوکونو په شمېر چاپ شوی دی.
په دغه قاموس کې د (کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګ او غزني) پښتني سیمو پښتو لهجوې ولسوالیو او بېلا بېلو قبیلو ته په پام سره را ټولې شوې دي.
د دغه قاموس په راټولونه کې محمد نبي صلاحي، محمد آصف احمدزي، مولا جان تڼیوال، سید نظیم سیدي، محمد حکیم تڼیوال، رحیم الله حریفال، شهزاده توحیدمل، عبدالاحد منګل، وجیه الله شپون او زکریا ملاتړ کار کړی دی.
څلورم ټوک:
د پښتو لهجوي قاموس څلورم ټوک د ( کندهار، زابل، اروزګان او پکتیکا لهجو ته ځانګړی شوی ، دغه قاموس د څیړنیار مطیع الله ساحل په اهتمام د پښتو ژبی او ادبیاتو انستیتیوت له لوري په (۱۳۹۸ لمریز) کال کې د (۱۰۰۰) ټوکونو په شمېر ، چهاردهی صنعتی مطبعه کې چاپ شوی دی.
ددې قاموس په راټولونه کې مولا جان تڼیوال، زکریا ملاتړ، شریف الله دوست او فضل الرحمن علیزي کار کړی د دې ټوک ترتیب هم د نورو ټوکونو په شان په الفبایی ترتیب شوی او د پورتنیو ولایتونو د ولسوالیو او شپږو لویو قبیلو ، لهجوی وییونه پکې را ټول شوي دي.
پنځم ټوک:
دغه ټوک هم په (۱۳۹۸ لمریز) کال کې د پښتو ژبی او ادبیاتو انستیتیوت له لوری د (۱۰۰۰) ټوکونو په شمېر چاپ شوی، په دې قاموس کې ( هرات، فراه، نیمروز او هلمند) ولایتونو لهجوی وییونه را ټول شوي، په را ټولونه کې یې مولا جان تنیوال، سید نظیم سیدی، رحیم الله حریفال او شریف الله دوست کار کړي.
شپږم ټوک:
دغه ټوک په (۱۳۹۹ لمریز) کال کې د (۱۰۰۰) ټوکونو په شمېر ، په (۶۰۲) مخونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت له لوري د مطیع الله ساحل په اهتمام چاپ شوی،ایډېټ ېې د سید نظیم سیدي له لوري شوی. دغه قاموس د (بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان او فاریاب) ولایتونو لهجوی وییونو ته ځانګړی شوی. ددې قاموس په را ټولونه کې رحیم الله حریفال، لطف الله صابر، سید نظیم سیدي، حضرت اغا همدرد، احسان الحق کبیر، محمد آصف احمدزی، یاسر پاچا، شریف الله دوست، مولا جان تڼیوال او مطیع الله ساحل کار کړی دي.
اووم ټوک :
د پښتو لهجوي قاموس اووم ټوک هم د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت له لورې په ۱۳۹۹ کال کې د څېړنیار محمد اسحاق مومند په اهتمام په (۴۴۳) مخونو کې خپور شوی دی.
دغه ټوک هم د پښتو لهجوي قاموس د نورو ټوکونو غوندې ځانګړنې لري ، په یاد قاموس کې د بادغیس ، سرپل ، دایکندي او غور پښتو لهجې راټولې شوې دي.
په دغه ټوک کې د بادغیس په پښتو لهجو محمد آصف احمدزي او عبدالاحد منګل کار کړی دی. د دایکندي پر پښتو لهجو محمد اسحاق مومند او شریف الله دوست، د سرپل په پښتو لهجو مطیع الله ساحل او فضل الرحمن علیزي او د غور په پښتو لهجو محمد اسحاق مومند کار کړی دی او د یادو ولایتونو له بېلابېلو سیمو څخه د پښتو لهجوي وییزېرمې راټولې او خوندي کړي دي.
اتم ټوک:
دغه قاموس هم د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت له لورې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د (۱۰۰۰) ټوکونو په شمېر د څېړنوال عبدالاحد منګل په اهتمام چاپ شوی دی. په دغه قاموس کې د څلورو ولایتونو: بامیان ، بدخشان ، سمنګان او نورستان په پښتو لهجو باندې کار شوی دی.
ددغه قاموس په راټولونه کې مولانا تڼیوال ، حضرت آغا همدرد ، شهزاده توحیدمل ، رحیم الله حریفال ، یاسر پاچا ، سیدي او احسان الحق کار کړی دی.
د پښتو لهجوي قاموس ځانګړتیاوې:
د پښتو لهجوي قاموس که په غور سره وګورو، نو د ګڼو ځانګړنو لرونکی دی چې دلته یې په شماره وار ډول د ځینو یادونه کوو:
۱ـ هر سر ویی یې په فونټیکه الفبا هم لیک شوی.
۲ـ په دغه قاموس کې د بېلا بېلو ولایتونو لهجې اداري واحدونو (ولسوالیو) او لویو قبیلو ته په پام سره راټولې شوې.
۲ـ د هر سر ویی بېلابېل لهجوي وارینټونه یې راوړي، حتی داسې سر وییونه هم پکې راغلي، چې د اړوند ولایت په ټولو ولسوالیو او انتخاب شوو قبیلو کې له یې بڼه له سر ويي سره توپير نه لري.
۴ـ په دغه قاموس کې د لهجوي وېش لپاره معیار ولسوالي او په دغو ولسوالیو کې یوه یوه قبیله په نظر کې نیول شوې ده، په ځینو ولسوالیو کې مختلفې قبیلې هم په نظر کې نیول شوې.
۵ـ په دغه قاموس کې د پښتو ژبې هر ډول وییونه؛ لکه: اصلي وییونه، مستعار وییونه، مترادف، متضاد، دخیل، اشتقاقي او تر کیبي وییونه په نظر کې نیول شوي دی.
۶ـ وییونه یې په الفبایي تر تیب راوړي.
۷ـ د دغه قاموس هر ټوک په دوو دوو برخو وېشل شوی دی.
۸ـ د پښتو لهجوي وییونو د راټولولو لپاره د معیاري لیکنۍ ژبې یوه ځانګړې ډېټا په نظر کې نیول شوې، چې وروسته دا ډېټا په بېلا بېلو پښتني سیمو کې تر ساحوي څېړنې لاندې نیول شوې.
د پښتو لهجوي قاموس ښېګڼې:
۱‍ـ دا چې په پښتو ژبه کې د لومړي ځل لپاره لهجوي قاموس لیکل کېږي، نو د ځانګړې ستاینې وړ کار یې بللی شو.
۲ـ دغه قاموس د پښتو لهجو په څېړنه کې غوره مواد په لاس راکولای شي.
۳ـ دا چې د دې قاموس د هر ټوک په سر خبرو او سریزه کې د لهجې او قاموس اړوند لنډ خو جامع بحثونه راغلي، نو د قاموس او لهجې په تیوریکي او عملي څېړنو کې د غوره لارښود حیثیت لرلی شي.
۴ـ په دې قاموس کې که څه هم نیمګړتیاوې موجودې دي، خو بیا هم تقریبا د ټول افغانستان د پښتو لهجو نسبي وییزېرمه پکې خوندي شوې ده.
۵ـ د دې قاموس یوه غوره ځانګړنه دا ده، چې د هر ويي د لهجوي بڼو د سم تلفظ د خوندي کولو لپاره یې له فونټیکي الفبا څخه ګټه اخیستې.
۶ـ د دې قاموس څخه د کره او معیاري لیکنیو وییونو په انتخاب او معیاري تلفظ او معیاري لیکدود کې ګټه اخیستل کېدای شي.
۷ـ بله ښېګنه یې دا بللی شو چې د هېواد د ډېری ولسوالیو او لویو قبیلو لهجوي وییونه پکې راټول شوي.
۸ـ د دې قاموس ترتیب په الفبايي بڼه شوي، چې دا کار پخپله د یوه ويي مانا ته د اسانۍ لاسرسۍ سبب کېږي.
د پښتو لهجوي قاموس نیمګړتیاوې:
دا چې هر کار د ښېګڼو تر څنګ ځینې نیمګړتیاوې هم لري، نو په دې اساس که د پښتو لهجوي قاموس تر غور لاندې ونیسو؛ نو لاندې نیمګړتیاوې به پکې ومومو:
۱ـ دا قاموس که څه هم په الفبايي ترتیب جوړ شوی، خو بیا هم د تورو ځانګړی فهرست نه لري، که دا فهرست یې درلودلی؛ نو په اسانۍ سره به د لوستونکو د ګټې اخیستنې وړ وو.
۲ـ لهجه راټولونه ځانګړې مېتودولوژي لري، چې په ساحوي تحقیق کې ورڅخه ګټه اخیستل ضروري دي، خو که د دې قاموس ځینې برخې د لهجه راټولونې د مېتودولوژۍ پر اساس تر غور لاندې ونیول شي، نو ښایي تر پوښتنې لاندې راشي.
۳ـ دا چې په دې قاموس کې د لهجوي وېش لپاره د هر ولایت اداري واحدونه معیار ګرځول شوی؛ نو د لهجې د مېتودولوژۍ پر اساس دا ډول معیار ټاکنه زما په اند سمه نه ده، ځکه موږ په یوه ولسوالي کې د دوو او حتی څو مختلفو لهجوي ډلو ویونکی هم لرو.
۴ـ له پورتني معیار هاخوا په هره ولسوالۍ کې ځانګړې او واحده قبیله په پام کې نیول شوې، چې دا ډول معیار ټاکنه هم تر پوښتنې لاندې راتللی شي؛ ځکه چې زموږ په ډېری ولسوالیو کې ګڼې قبیلې مېشتې دي، چې لهجې یې په خپل منځ کې توپير سره لري.
۵ـ په دې قاموس کې راغلي وییونه په شماره وار ډول نه دي راغلي، چې د وییونو د شمېر یې په اسانۍ سره نه څرکندېږي.
۶ـ دا قاموس باید د نورو پښتو قاموسونو په پرتله باید بشپړ وای؛ ځکه چې ګڼو پوهانو یې په راټولونه کې برخه اخیستې ده؛ خو داسې څرګندېږي، چې دې څېړونکی یا خو خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی تر سره کړی او یا یې د لهجوی وییونو د را ټولونې لپاره له سم مېتود او سمو څېړنیزو تکنیکونو څخه ګټه نه ده اخیستې.
۷ـ د دې قاموس له دقیقې لوستنې څخه څرګندېږي، چې څېړونکو پکې ډېره خواري نه ده کړې او په ډېری مواردو کې د هغه سیمې د لهجوي وییونو پر ځای یې د معیاري لهجې وییونه راوړي، زما په اند دغه څېړونکي له خپلو لهجو او معیاري ژبې څخه متاثر شوي دی، چې دا تأثر یې په څېړنو کې هم څرګندېږي.
پایله:
د پښتو لهجوي قاموس په اتو (۸) ټوکونو کې خپور شوی دی، چې د افغانستان د ډېری پښتو ژبو لهجې پکښې را ټولې شوې دي، ددې قاموس د راټولو کار د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لورې تر سره شوی دی.
دا قاموس ګڼ خصوصیات ، ښېګڼې او نیمګړتیاوې لري، چې تفصیلي بحث مخکې پرې ترسره شوو. او یاد قاموس د پښتو ژبې ویونکو لپاره یو ګټور قاموس دی ، په ځانګړي توګه د هغه کس لپاره چې سیمه ییزې څېړنې کوي، تر څو وکولی شي ددې قاموس پرمټ د هرې سیمې ویونکو په لهجه پوه او مطلوبه څېړنې په سمه توګه ترسره کړي.

اخځلیکونه:
‌‌۱ـ د پښتو لهجوي قاموس، په اتو (۸) ټوکونو کې . له (۱۳۹۵ـ ۱۳۹۹) پورې ، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت. ، د ژبو او ادبیاتو مرکز ، د بشري علومو معاونیت د افغانستان د علومو اکاډمي.
۲ـ وحیدي، پوهنوال اسدالله. د ماسټرۍ پروګرام، دویم سمستر ، (قاموس پېژندنې) مضمون، لکچر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx