حریت اونیزهپښــــتو ادب

اونیزه ناسته کې پر نشنلیزم بحث وشو

د حریت فکري روزنې په اونیزه ناسته کې تېره اونۍ پنجشنبه پر نشنلیزم بحث او وروسته مشاعره وشوه.

دا غونډه چې د عطاءالله عزام په تلاوت پیل شوه، د تېرې ناستې راپور پکې جوهر افغان وړاندې کړ او د غونډې د دریځ چارې مصباح الله شرافت پر مخ وړلې.

دادمحمد ناوک د نشنلیزم په تاریخ، را پیدا کېدو، اسلامي نړۍ ته په را واریدېدو او ځينو اصولو خبرې وکړي.

د هغه په خبره د ملت اړوند تصور د ارستو په «سیاست» کتاب کې هم یاد شوی دی او همدارنګه د نشنلیزم اړوند ابتدايي تصور دا و، چې په مشخصه جغرافیه کې اوسېدونکي یو ملت بلل کېده.

زیاته يې کړه Nation د لاتیني له Natio نه چې د Natus سر هم رېښه دی اخیستل شوی او په مشخصه جغرافیه کې پیدا کړل شویو خلکو ته به دا کلمه کارېدله؛ خو لومړی ځل د سیاسي موخو د استفادې لپاره په فرانسه کې د ژاکوبن والو د یو غړي اګوستین بارول له خوا مطبوعاتو کې وکارېده.

 دا مفکوره په یو څه پراخ او معاصر مفهوم د اولسمې پېړۍ په وروستیو او د اتلسمې په لومړیو کې فرانسوي لیکوالو ژان ژاک روسو او مونتیسکو را پورته کړه، چې وروسته په امریکا کې جفرسون او انګلستان کې ګلادستون  ورته کار وکړ او په وینا يې د فرانسې انقلاب هم د ملت ګرايۍ پر بنیاد را منځته شو.

ناوک وویل؛ په منځنیو پېړیو کې په اروپايي ژوند کې د مذهب د محدودولو او سیکولریزم د رایج کېدو لپاره حاکمان او د وخت مفکرین اړ و، جې د خلکو د را ټولېدو، منظمېد او د اړیکو د نومونې لپاره یوه لار ولري، چې دوی يې د دیني یووالي په بدیل کې وړاندې کړي، ځکه خو يې ملت ګرايۍ ته مخ واړاوه.

د استاد عبدالهادي مجاهد په حواله يې زیاته کړه، چې سیکولریزم، ډیموکراسي او نشنلیزم د یو مثلث هغه ضلعې دي چې یو بل تکمیلوي، خو دا چې په اسلامي ټولنه کې څنګه داخل او جرړې يې وغځولې، وویل چې د اسلامي واکدارۍ او یووالي د له منځه وړلو لپاره غربي مفکرینو د دې واک او اتحاد عوامل عقیده یاد کړل؛ دوی اړ شول چې دا باور زیانمن کړي چې پر اساس يې یووالي متضرر کړي، نو د بدیل په توګه يې په اسلامي ټولنو کې قومي هویت، جغرافیوي حدود، مشخصې ژبې او حتی رنګونه تر دې اندازې وپړسول، جې خلکو ته مهم معرفي شول او عقیدوي ګډون او یووالی يې تاواني کړ.

د هغه په خبره د نشنلیزم زیان دا دی چې که د مقایسې، لومړیتوبونو او ارزښتونو د کټه ګورۍ موقع راځي، نو نشنلیزم دا حکم کوي جې قوم تر هرڅه مهم دی، ځکه خو که کوم ارزښت پایمالېږي پایمال دي شي، خو ملت دي نه زیانمنېږي، د دې تر څنګ نشنلیزم کې عقیده دویمي درجه نیسي او لومړیتوب نورو جبري هویتونو ته ورکول کېږي، چې حتی په انتخاب کې يې انسان پخپله دخیل هم نه وي، لکه قوم، ژبه…

له هغه وروسته ګډونوال ځينې پوښتنې مطرح کړې، چې له ځوابولو وروسته يې مشاعره پیل او د راتلونکې ناستې د اجنډا په ټاکلو غونډه پای ته ورسېده.

زموږ ادرسونه:
فبیسبوک:
facebook.com/HuryatAwnizah
یوټیوب:
youtube.com/@huryatawniza
ټویټر:
twitter.com/AwnizaH
ټلګرام:
t.me/HuryatAwniza
واټساپ ګروپ:
chat.whatsapp.com/Eetl0l7k3Cq4Q2JiLLjSSL
واټساپ چینل:
whatsapp.com/channel/0029VaCt8HYJkK7GvL4nkI0b
واټساپ شمېره: 0093700782053

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx