پښــــتو ادب

لندن ژبپوهنیز مکتب

محمد جاوید عرفان

لنډیز
د لندن ژبپوهنېز مکتب چې د ژبپوهنې په ډګر کې یو مهم او اغېزمن مکتب دی، د شلمې پېړۍ په درېیمه او څلورمه لسیزه کې په انګلستان کې د حان روپرټ فرث لخوا رامنځته شوی او د ژبې د مطالعې او د هغې د کارونې په ټولنیزو او موقیعتي اړخونو یې خپل نظریات وړاندې کړي، دا مکتب د ژبپوهنې په ډګر یو له نوښتونو ډک مکتب بلل کېږي، چې د ژبې د عمومي اوب نظریه یې رامنځته کړه، چې دغه نظریه بلاخره د ماناپوهنې او ادراکي ژپپوهنې اساس وګرځېده، چې مانا ته یې تر بل هر څه لومړیتوب ورکاوو.
کلیدي ټکي: ژبه، ژبپوهنه، لند، مکتب، جان روپرت فرث، موقعیتي اوب او مانا

سریزه
الحمد لله رب العالمین والصلواة والسلام علي اشرف الانبیاء والمرسلین وعلي اله واصحابه اجمعین.
اما بعد؛ په ژبه او ژبپوهنه کې د اوسنیو پرمختګو اساس د هغو نظریاتو او مکتبونو څخه را پیلېږي چې د نولسمي او شلمې پېړۍ په جریان کې رامنځته شوي، دغه نظریې بلاخره په واقعیتونو بدلې شوي او د ژبپوهانو له لوري ورته وده ورکړل شوي چې بلاخره د ژبپوهني اوسني پرمختګ ترې لاسته راغلي، په دې مکتبونو کې یو هم د لندن ژبپوهنېز مکتب دی، چې د جان روپرت فرث له لوري رامنځته شوی، د دې مکتب په عمومي نظریاتو کې د موقعیتي اوب او د جملي د ضمني یا مفهومي مانا په اړه بحث کېږي، چې په دې مقاله کې ورته کتنه کوو:

د لندن ژبپوهنېز مکتب
د لندن ژبپوهنېز مکتب (London School of Linguistics) د ژبپوهنې یو مهم مکتب دی، چې په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ کلونو کې په لندن کې رامنځته شو. دا مکتب د دوو مشهورو ژبپوهانو، جان روپرت فرث او جان لینزفیلډ، په فعالیتونو او نظریاتو ولاړ و. لندن ژبپوهنېز مکتب د ژبپوهنې په نړۍ کې یو مهم تاثیر لرونکی مکتب و چې د ژبې د مطالعې په ډولونو او شرایطو کې یې نوي لیدلوري رامنځته کړل. د دې مکتب نظریې او کړنلارې تر اوسه هم په نړۍ کې د ژبپوهانو لخوا کارول کېږي او څېړل کېږي. لندن ژبپوهنېز مکتب په ژبپوهنه کې د څو مهمو نظریو او طریقو د پراختیا لامل شو. د دوی کارونه په پراګماتیکي، ټولنیزو او کلتوري اړخونو کې د ژبې د مطالعې لپاره نوي لارې پرانېستې. لندن ژبپوهنېز مکتب د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د ژبپوهنې په برخه کې یو اغېزمن مکتب و چې د انګلیسي ژبپوهنې په برخه کې یې زیات نوښتي بدلونونه راوړل. د دې مکتب بنسټګر، جان روپرت فرث، او د هغه پیروان و..(Sampson, 1980:212)
د دې مکتب د بنسټګر پېژندنه
لندن ژبپوهنېز مکتب د جان روپرت فرث (John Rupert Firth) په مشرۍ رامنځته شو. فرث چې په ۱۸۹۰ کال د جون په ۱۷مه د انګلستان په یارکشیر(Yorkshire) سیمه کې زېږېدلی و، زده کړې یې د لیډز (Leeds) په پوهنتون او د لندن په پوهنتون کې د انګلیسي ژبي او ادبیاتو په برخه کې وکړې، د انګلیسي ژبپوهنې یو تکړه پروفیسور و. فرث د خپلو علمي کارونو په ترڅ کې په هند، سومالیا، او انګلستان کې تدریس کړی و او د ژبپوهنې په بېلابېلو برخو کې یې څېړنې کړې وې. (Terence,1968:1)
فرث د تدریس ډېر وخت د هند په کلکته پوهنتون کې تېر کړ او هلته یې په بیلابیلو برخو کې څېړنې وکړي. فرث د خپلو ډېرو څېړنو وروسته په ۱۹۳۰ م کال کې انګلستان ته راستون شو او د لندن په پوهنتون کې یې د تدریس او څېړنې دنده پیل کړه. او د ژبې او ژبپوهنې د زیاتو څېړنو په پایله کې یې د ژبپوهنې د څېړنو لپاره نوې لارې پرانېستې چې دغه هڅې د دې سبب شوې، چې په په ۱۹۴۴ م کال کې د لندن پوهنتون د ریاست له لوري فرث د عمومي ژبپوهنې مشر وټاکل شو، له دې ټاکلو سره سم فرث د لندن ژبپوهنېز مکتب بنسټ کېښود او په اولو کې یې د فونولوژي او نحوې په برخه کې کار کاوو، وروسته یې مانا پوهنې او مفهوم ته پاملرنه زیاته کړه (Terence,1968:1).
فرث نږدې ۱۲ کلونه د ژپپوهنې مشر پاتې شو، په کال ۱۹۵۶ کې هغه تقاعد شو او په کال ۱۹۶۰ کې وفات شو.

د فرث او لندن ژبپوهنېز مکتب درې اساسې نظریې
۱. د اوب نظریه (Theory of Context)
د لندن مکتب په ژبه کې د متن او شرایطو اهمیت ته ډېر پام کاوه. دوی باور درلود چې ژبه باید په خپل ټولنیز او کلتوري شرایطو کې وڅېړل شي.
فیرث د مانا څرګندولو لپاره د مالینوویسکي (Malinowski) د تیوري پیروي کوله.
برونیسلاو مالینوویسکي (1884 – 1942) یو مخکښ پولنډي انتروپولوژیست وو، چې د ژوند ډېره برخه یې په انګلستان کې تېره کړه. هغه د خپلو څېړنو (1923) په لړ کې د تروبریاند (Trobriand) ټاپوګانو د اوسېدونکو له کلتور څخه وموندله چې د دې خلکو د ډېری خبرو او کلماتو ژباړه کلمه پر کلمه باندې ممکنه نه ده. یا دا چې مالینوویسکي د را جمع شویو کلمو پر معنی ونه پوهېده او اړتیا یې ولیده چې دا باید همالته د ویلو او را ټولولو پر وخت کې مانا شوې وای، هغه د دې مسئلې د څېړلو لپاره د مانا او ژبې نظریه وړاندې کړه، هغه د مانا د تشرېح لپاره د موقعیت اوب (context of situation) د خپلې نظریې بنسټ وټاکه. مالینوویسکي په دې باور و چې مانا یوازې د هغې په موقعیت کې ټاکل کېږي، په دې توګه یې مانا د کارولو په اساس وګڼله. فیرث د مانا د تشريح په برخه کې د مالینوویسکي نظریه ومنله او موقعیت یې د مانا اساس وښود. (مشکوة الدیني، ۱۳۷۳، ص: ۱۱۲).
فرث د مالینوویسکي نظریې ته پراختیا ورکړه او د عمومي اوب نظریه یې رامنځته کړه، چې دغه نظریه بلاخره د ماناپوهنې او ادراکي ژپپوهنې اساس وګرځېده، چې مانا ته تر بل هر څه لومړیتوب ورکاوو.

۲. د ډولونو او جوړښتونو تحلیل (Pattern and Structure Analysis)
فرث او د هغه پیروانو د ژبې د ډولونو او جوړښتونو په تحلیل کې نوښتګري رامنځته کړه. دوی باور درلود چې د ژبې هره برخه باید په خپلو ځانګړو شرایطو کې وڅېړل شي.دوی د دې ډولونو او جوړښتونو پر اهمیت ټینګار کاوه. او د ژبې په تحلیل کې یې د ډولونو پېژندنه او تحلیل مهم ګڼل.
دوی دغه ډولونه رامنځته کول څلورو لویو برخو ته وویشل او د هغوی د تجزیې او تحلیل لپاره یې لومړني کارونه وکړل.
۱.فونولوژیکي نمونې یا ډولونه
دوی په یوه ژبه کې د غږ نمونې او غږېز سیستمونه، لکه فونیم، خج، آهنګ، او څپه وښودل او د هرې ژبې د همدې جوړښتونو او نمونې پرتلنه یې وکړه.
۲. مورفولوژيکي نمونې او د هغوی جوړښت
فرث او د هغه ملګرو د فونولوژیکي نمونې له وړاندې کولو وروسته د مورفولوژیکي نمونې په جوړښت او منځته راتګ خبرې وکړي او د مورفیم پر اهمیت او د هغه د قواعدو او ترکیب په اړه یې معلومات وړاندې کړل، دوی د مختاړو او وروستاړو او همدارنګه د یوې ژبې د یوې کلمې پر رېښه او د هغې څخه د مختلفو بڼو په منځته راتګ هم خبرې وکړي.
۳. نحوي نمونې
فرث او د هغه ملګرو له مورفولوژیکي نمونو وروسته نحوي نمونې ته پام وکړ، او د جملې په جوړښت، قواعدو او ګرامر باندې یې تمرکز وکړ. دوی روښانه کړه، چې ډېری جملې دوه یا زیاتې ماناوې لري، چې ظاهري مانا یې یو شان او مفهوم یې ممکن بل ډول وي.
۴. مانايي نمونې او د هغوی جوړښت
کله چې فرث او د هغه ملګرو د نحوي نمونو په اړه خبرې کولې، دوی وموندله چې ډیری جملې دوهم یا ضمني مانا هم لري، چې په دې توګه دوی مانايي نمونو ته هم متوجه شول او په یوه جمله کې یې د ویونکي نقش، د چاپیریال اغېز او همدارنګه د مخاطب (اوریدونکي) ځانګړنې په پام کې ونیولي. چې ځنګه یوه جمله مانا وړاندې کوي (مشکوة الدیني، ۱۳۷۳، ص: ۱۱۷).

۳. پراګماتیکي اړخونه (Pragmatic Aspects)
لندن ژبپوهنېز مکتب د ژبې په پراګماتیکي اړخونو ټینګار کاوه، یعنې د وینا مقصود او د ویناوالو ترمنځ متقابل عملونه یې مهم ګڼل. د ویناوالو او اورېدونکو ترمنځ په متقابل عملونو یې هم ټینګار کاوه.
په پراګماتیکي اړخونو کې عموماً د جملې ضمني مانا، د جملې پټ مفهوم او همدارنګه هغه مانا چې د جملې له ظاهر سره توپير لري (مشکوة الدیني، ۱۳۷۳، ص: ۱۱۸).
د بېلګې په توګه:
۱- ستا پر خبره مې سر خلاص شو.
۲- ستا خبره مې واخېسته.
دا جملې اصلاً په دې مانا دي چې ستا په خبره وپوهېدم، یا پوه شوم.
خو په لومړی جمله کې د سر خلاصیدل ظاهراً داسې مانا لري چې له یو شي څخه سر خلاصیږي لکه له بوتل څخه سر خلاصول، چې له انسان څخه د سر خلاصول، کوم مفهوم نه وړاندې کوي.
همداسې په دوهمه جمله کې اخېستل عموماً د تر لاسه کولو یا لاسته راوړلو لپاره کارول کېږي، خبره داسې څه نه ده چې هغه واخېستل شي.
همدارنګه په پراګماتیکي اړخونو کې د جملې غیر کلامي اړیکې په پام کې نیول کېږي. لکه یوه ساده بېلګه چې وړاندې کړو.
– زه غواړم له نن له تاسره ووینم
– زه نن په خپل ځای نه یم.
لومړی کس غواړي له دوهم کس سره ووینم په واضحه توګه ورته وايي چې زه غواړم تا نن ووینم، دوهم کس په پراګماتیکي توګه ځواب ورکوي، داسې نه ورته وايي چې نن زما او ستا ملاقات نه شي کېدای، یا نن زما او ستا لیدل ناممکن دي، خو هغه پوهوي، چې زه نن په خپل ځای کې نه یم تر څو سره ووینو.

پایله
د پایلې په توګه ویلای شو، چې د لندن ژبپوهنېز مکتب د ژبپوهنې په ډګر د پرمختګونو له اساسي مکتبونو څخه شمېرل کېږي چې د ژبپوهنې، نحوې او همدارنګه د مانا پوهنې په برخو کې یې پرمختګونو ته لار پرانېستله او د یوه بنسټ په توګه ورته دغه مکتب کار وکړ. چې لا یې هم په ادراکي ژبپوهنه کې کارونه دوام لري.

ماخذونه
۱. مشکوة الدیني، مهدی. (۱۳۷۳). سیر زبانشناسي، مشهد: دانشګاه مشهد.
1. Sampson, Geoffrey (1980) Schools of Linguistics. London: Hutchinson & Co. (Publishers) Ltd.
2. Terence D. L. (1968) The London School of Linguistics: A Study of the Linguistic Theories of B. Malinowski and J. R. Firth .Library

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx