پښــــتو ادب

زموږ اکابرین؛ زموږ لارښوونکي!

دادمحمد ناوک
یادونه: دا لیکنه د مولوي عبدالرحیم راشد صاحب د اثارو مخکتنه کې لوستل شوې.
کله چې پردي وغواړي ځوان نسل په خپل دام کې ګیر کړي، نو یوه لار يې دا ده چې د دوی هویت تر سوال لاندې راولي یا يې پر خپل هویت پښېمانه کړي، کله چې دوی له خپل هویته پردي شول نو مجبور دي چې یو ځای لاس تکیه کړي، چې همدا د لاس تکیه کولو ځای ورته دوی برابر کړي او په نتېجه کې د هغوی په اشارو ژوند روان کړي؛ د دې ګېرېدو د جال یوه لومه له خپلو اسلافو سره د رابطې شلول دي، ځکه چې له اسلافو سره نښلون په ځوان نسل کې د ځان پېژندنې او خپل تاریخي ارزښت روحیه پیاوړې کوي؛ ځکه خو دوی انګېري چې باید د مسلمانو ځوانانو او اسلافو تر منځ يې د روحاني تړاو دا جرړې باید غوڅي کړل شي.
دې شدیدې اړتیا ته په کتو مهمه ده چې علماءکرام د تاریخي اصالت د خوندیتوب، له اسلافو سره د نښلون د ارزښت او خپل مسؤلیت له امله په دې برخه کې ځانګړی پام وکړي، زموږ ځوان کهول لا هم نه پوهېږي چې بست کې کوم علما‌ء روزل شوي، زرنج کې څوک تېر شوي، هرات د چا د خاپوړو ځای دی او موږ د اسلامي معزز جریان څومره لویې هستۍ درلودې؟
د دې تر څنګ د اسلامي نړۍ په سطحه زموږ الګو، زموږ روحاني او دیني مشران او زموږ سرلاري باید یو – یو داسې معرفي شي، چې کتابونه پرې ولیکل شي، وژباړل شي، سمینارونه پرې جوړ شي، رسنیزې غونډې پرې دايرې شي، تر څو زموږ د ځوانانو په ذهن کې د هغوی غوندې کېدلو تصور او ارمان پیدا شي.
مولوي عبدالرحیم راشد صاحب په کم عمر او غلي انداز کې په یوازې ځان د یو علمي مرکز کار ته اوږه ورکړې، بې له دې چې یا يې د هجرت سختۍ ویلې کړې، یا يې د چوکۍ څرخېدل په هوا کړي، علمي کار ته يې کار ویلی او پر موږ غوندې خلکو يې د خپلو اثارو له برکته لوی احسان کړی دی.
«زموږ اکابرین» د نوموړي په اثارو کې یو هغه دی، چې ماته يې ارمان راځي چې کاش دا کتاب غږیز شوی وای، ویډیو شوی وای او د رسنیو په دې ځوږ کې د هر ځوان تر غوږو رسول شوی وای، دې کتاب کې د دیوبند د بې جوړې مرکز د څلوېښتو تنو علماءکرامو ژوند لیکونه راغلي، چې ښاغلي مولان عبدالرشید صاحب لیکلی او محترم راشد صاحب په داسې انداز ژباړلی، چې که د لیکوال نوم پرې نه وای، ښايي چا ژباړه بللې نه وای.
کتابونه د خلکو په بدلولو کې داسې رول لرلی چې تاریخ پرې شاهد دی، پخپله د همدې کتاب په ۱۲۲م مخ کې د حضرت مولانا عبیدالله سندهي رحمه الله په ژوند لیک کې لولو:
«په دولتي ښوونځي کې د یوه هلک له خوا یو کتاب د «تحفه الهند» په نامه لاسته راغلی، هغه مې ښه مطالعه کړ، د مطالعې کولو وروسته د اسلام محبت زما په زړه کې ځای ونیوی او د ځینو ملګرو په واسطه د حضرت مولانا اسماعیل شهید رحمه الله کتاب «تقویه الایمان» هم لاسته راغلی، د دې کتاب وروسته مې بل کتاب د «احوال الاخره» په نامه مطاله کړهغه وخت مې خپل نوم عبید الله کېښود.»
همدارنګه د اسلافو د ژوند له مطالعې ځوانان دا زده کولی شي چې څنګه له سختیو سره مبارزه وکړي، څنګه د ژوند رخ بدل کړي او څنګه په ستونزو کې لار ورکه نه کړي؛ همدلته همدې کتاب کې د شیخ المشایخ حاجي امدادالله مهاجر مکي رحمه الله په ژوند لیک کې لولو، چې تر اولس کلنۍ پورې له ديني حلقاتو لرې پاتې شو، حتی د قرآن کریم حفظ يې پیل او بیا پرېښود، خو کله چې يې ملا ورته وتړله نو بیا ورته حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمه الله اوشیخ الهند مولانا محمود الحسن رحمه الله هم د بیعت لاسونه ور وغځول.
مولوي صاحب عبدالرحیم راشد یو له هغو ځوانو علما‌ءکرامو څخه دی، چې هم دیني علم لري، هم په لیکوالي کې بوخت او هم د ځوان ملګرو له اصلي ستونزو خبر دی، ځکه خو دوی پرلپسې داسې څه ټولنې ته وړاندې کوي چې زموږ همزولي نسل ته د روحي غذا حیثیت لري، د غرونو پر څوکو، د ایمان، فداکارۍ، صداقت او ځان ځارونې دغسې نمونې او توصيې لري چې د انسان په جوړولو کې رول لري.
له تدریسي کتابونو ور هاخوا له نورو کتابونو عمومي توقع دا وي چې د لوستونکي په شخصیت او چلند کې تغیر راولي، کړه وړه يې بدل کړي او تر کتاب وړاندې او له کتاب وروسته فکري وضعیت يې توپیر سره ولري، دا به د دې معنی نه لري چې یوازې یو کتاب په یو وار لوستو یو څوک سمدستي د هغه کتاب تابع کړي، خو د دې ډول کتابونو ډېرښت، عامول، خپرول او مشهورول ورو ورو په ټولنه کې تاثیر کوي او یو وخت به راځي چې ځوانانو که د دیني مدارسو مخ هم نه وي لیدلی، خو د خپلو دیني اسلافو په پېژندنه کې به له یو بل سره سیالۍ کوي او خپل اسلاف به خپل الګو او نمونه بولي.
د ښاغلي راشد بوخت قلم په پښتو ژبه او ادب احسان دی، هیله مو دا ده چې ادامه ورکړي، پرلپسې يې ولیکي او په دې باور ولري چې په لیکنۍ دنیا کې ټول خلک تایید نه شي تر لاسه کولی، د نوموړي د اثارو اړوند هم ممکن ځينې لهجوي تاثیراتو ته د نقد ګوته ونیسي، خو د نقد په اصولو کې راځي چې موږ اثار د هغوی موضوعاتو ته په کتو نقدولی شو، مثلاً په همدې اثر کې موږ د ژباړې په کیفیت خبرې کولی شو، خو له دې اثر سره کټ مټ داسې تعامل نه کوو، لکه د ادبیاتو پوهنځي کوم فارغ چې په ژبپوهنه کې کوم اثر لیکلی یا ژباړلی وي، سره له ځینو ملاحظاتو دا یوه بریالۍ ژباړه، د وخت اړتیا، د تاریخ په زړه پورې نمونه او پر پښتو لوستونکو لوی احسان دی. ۱۴۰۳/۳/۱۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx