شعـــــرونه

څنګه را ړنګ شول د اقصی د منارو سیوري/ ذاکر

مولوي محمد هاشم ذاکر

څنګه را ړنګ شول د اقصی د منارو سیوري
کنډو کنډو دي د غزې د دېوالو سیوري

ځمکه پخه شوه ژوند کباب شو وینې وبهېدې
را وله خدایه د رحمت د بارانو سیوري

دلته وړو ماشومو شونډو مسکا ونه لیده
غمه پراته دې دي زموږ پر جنازو سیوري

وجدان ویده دی، ضمیر مړ دی، غیرت کډه کړې
ښکاري د قدس په سینه کې د پردو سیوري

نه ایوبي شته، نه یوسف شته چې میدان ته راشي
له موږ هم والوتل د تورو او نېزو سیوري

له مومنانو د همت تمه بې ځایه ښکاري
خدایه خواره کړه یو ځل بیا د فرشتو سیوري

چې د غزا د تکبيرونو شور “ذاکره” نه وي
زموږ پر غولي به وېده وي تر هغو سیوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx