نظــر

یوناما؛ که د امریکایي پالیسي د مخته وړلو بل مخ

خالقیار

د ملګري ملتونو په نامه اداره چې مرکز یې د امریکا په نیویارک کې دی او مستقیما د امریکایي سیاسيونو او څارګرو ادارو لخوا کنترولیږي، په هر هیواد کې د خپلو سیاسي،فرهنګي ټولنیزو او منطقوي موخو د تعقیب او مخته وړلو لپاره مرکزي دفترونه او آن په هر ولایت کې نمایندګي لري.

که څه هم دغه اداره ظاهرا د دولتونو تر منځ د اړیکو د ارتباطي پُل، د ښې ژغ رسونې، له محکومو ملتونو سره د امدادي لاسنیوي او په لویه کې د نړیوالو ستونزو د هواري لپاره رامنځته شوی سازمان دی؛ خو د ابر قدرتونو په ځانګړې توګه یهودي واکمنو لخوا پرې د جبر خپسې خپرې دي او نه پریږدي، څو دغه اداره خپلو واقعي مسؤلیتونو ته په ریښتینې مانا رسیدنه وکوي.

ملګري ملتونه هر هیواد ته د خپلو ارزښتونو او ګټو له زاویې ګوري او د هغه پر اساس پر هغه هیواد د حاکمیت وزرې څرخوي.
که یې په ساده ټکو کې په څرګنده ووایو، نو د یوناما یا ملګرو ملتونو ادارې په ټوله کې هڅه دا ده، چې د لویدیځ کلتوري، سیاسي او نورې ګټې د نورو هیوادونو په جغرافیه کې وزغمل شي او په لویه کې مخالف سرکښ ملتونه سرکوب او وروسته پرې د خپلې زبردستۍ میچنې وڅرخوي.

افغانستان کې د دغې ادارې وضعیت:

افغانستان په رسمي ډول د نومبر په ۱۹ د ۱۹۴۶ میلادي کال په ملګرو ملتونو کې په رسمي توګه شامل شو.
دا مهال د ملګرو ملتونو ۲۴ ادارې شتون لري، چې له ډلې یې د ۲۰ څانګې یې په افغانستان کې هم شتون لري.

دغې ادارې د بهرنیو اشغالګرو د شتون پر مهال، د افغانستان کونج وکنار کې خپل بړیڅي درلودل او لویه هڅه یې دا وه چې د دوی لخوا د نصب شوې ادارې او تش په نامه واکمنو پر ضد هر ډول هڅه له سیاسي فرهنګي، او نورو نرمو لارو څخه وځپي.

دغې ادارې په تیره شل کلنه دوره کې په کُلي توګه له بهرني اشغاله ننګه کوله او د هغوی هرې ناروا ته به یې د توجیه پرتګونه لټول.
اوس چې امارت راغلی، جنایي کړنې ختمې، مخدره توکي لمنځه تللي او فعلي حکومت د امنیت د تأمین تر څنګ بلها زیاتې لاسته راوړنې لري؛ یاده اداره په دې هڅه کې ده چې نوي نظام کې منفي سوړې را پیدا کړي؛ کوښښ کوي څږ د حکومت پر ضد یواځې یوه کوچنۍ سوژه وموندل شي او د دوی میاشتني او کلني راپورونه پرې ترتیب شي.

دا چې ولې دغه اداره تل د نوي حکومت پر وړاندې د منفیاتو په لټه ده؛ نو عام نظرونه یې په هکله ویشلي دي؛ ځینې وایي: ښایي جګړه پلوي یهودان په هیوادونو کې د خپلو اوږدمهاله ستراتیژیکو ګټو د ساتنې لپاره د دغسې راپورونو د جوړښت فرمایش ورکوي.
ځینې بیا وایي چې د یوناما مطبوعاتي ډنډورچیان او فزیکي مبلغین یې په دې راپورونو سره یوه ګوله ډوډۍ ځانته پیدا کوي او ځینې بیا دا نه مني او زیاتوي چې یوناما مثبتو او منفي دواړو زاویو ته نظر کوي. خو یواځې یې پر منفياتو ترکیز ځکه زیات دی، چې اړوند حکومتونه خپلو کاري مسؤلیتونو ته متوجه کوي.
والله اعلم

خو په لویه کې یوناما (ملګري ملتونه) نه په مستقلانه توګه د مظلومو او اسیرو ملتونو قضایاوو ته رسیدګي کړې، نه یې کولای شي او پر نویوال ستیج یې له کمزوري غږ څخه ور آخوا نور څه په وس هم پوره نه دي.
د دې لپاره چې خلک پر دې خبره د یقین مراندې راکش کړي، نو له ځانه دې وپوښتي چې پر فلسطین د ملګرو ملتونو اوښکو تویولو کومه ګټه وکړه او د برما له لږکیو مسلمانانو سره څه وکړای شول، یا یې د نورو محکومو ملتونو د راپورته کیدا لپاره څه کړي دي؟

که یواځې د اوکراین مسئله کې یې د ننګې ټیغ ایستلی وي، هلته خو د امریکا او نورې لویدیځې نړۍ ګټې ایجابوي چې باید د دغې جغرافیې په لمن کې روسیې ته لومه کیږدي او د پوتین قلدوري وننګوي، دغه راز سبا ښایي د تایوان په ننګه هم ورته اغیزمن سیاسي دریځ ونیسي؛ چې لامل به یې د چین پر وړاندې د غربي رقابت بریا ته د نړیوال مخالفت رنګ ورکول وي.
په پای کې؛ راځئ خپل هېواد ته متوجه شو، نړیوالې لوبې بې شمیره، څو اړخیزې او ډیرې ژورې دي؛ هومره چې مونږ یې فکر کوو، یهودانو د میدانونو ګټلو لوبې ترسیم کړې دي، نو مونږ هم باید خپلې عقیدې، مذهب، کلتور او هیواد د ساتنې او پالنې لپاره اوږدمهاله اغیزمن پلانونه جوړ او پلي کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx