fbpx

راتلونکې دوشنبه د رایو ابطال پیلېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱، ۱۳۹۳ل): د ټاکنود خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې راتلونکې دوشنبه به د رایو د ابطال پروسه پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه يې د ۱۳۱۹ کورنیو او بهرنیو څارونکو په وړاندې له ۶۲۹ صندوقونو نه ۶۷سلنه رايې څېړلې دي.

د نوموړي په خبره د دوی کمیسیون به راتلونکې دوشنبه د رایو د ابطال لړۍ پیل کړي او دی هیله من و چې پروسه به رڼه پر مخ ځي.

یاده دې وي چې د هېواد ټاکنې د حمل د میاشتې له شپاړلسمې نه وروسته دویم پړاو ته لاړلې چې دویم پړاو ټاکنې د روان لمریز کال د درېیمې میاشتې په ۲۴مه ترسره شوې.

له هغه وروسته د دواړو نوماندانو ترمنځ څو میاشتنۍ ناندرۍ عام وګړي په ټاکنو خورا بې باوره کړي دي. د هېواد په اقتصادي برخه کې مسوولینو نږدې میاشت وړاندې خبر ورکړ چې د ټاکنو ناندریو د هېواد په اقتصاد پنځه ویشت سلنه بده اغېزه کړې ده.

زرګونه ځوانان بې کاره ګرځي او د کار ساحه راتنګه شوې ده.

ځینوخصوصي شرکتونو د هېواد حالاتو ته په کتو خپل همکاران بې کاره کړي دي، چې یواځې اتصالاتي شخصي مخابراتي شرکت دوه سوه پنځوس تنه خپل همکاران د اقتصادي کمزورۍ له وېرې له دندو ګوښه کړل.

په کابل کې د امریکا سفیر له دواړو نوماندانو غوښتي و چې د روانې میلادي میاشتې ترپایه باید پایلې معلومې شي او د ناټو په راتلونکې سرمشریزه ناسته کې باید نوی ولسمشر ګډون وکړي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د