نړۍ

اسلامي دولت د امریکايي ژورنالیست په بدل کې د عافیه صدیقي غوښتنه کړې وه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږی ۱، ۱۳۹۳ل): د امریکا څخه خپریدونکې ورځپاڼې ګلوبل پوسټ ادعا کړې چې اسلامي دولت د امریکايي ژورنالست جیمز فولي د خلاصون لپاره د زیات شمېر تاوان سربېره د عافیه صدیقي خلاصون غوښتنه هم کړې وه.

ګلوبل پوسټ د جیمز فولي د کورنۍ په اجازې هغه ایمیل نشر ته سپارلی چې د اسلامي دولت له لورې دوی ته استول شوی و. په دغه ایمیل کې اسلامي دولت د عافیه صدیقي سره سره د نورو مسلمانانو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې.

په دغه ایمیل کې لیکل شوي «تاسو ته ددې زیات موقع درکړل شوه چې د پیسو مقابل کې خپل بندیان خلاص کړئ. موږ له تاسو سره د مسلمان بندیانو او په ځانګړي ډول د ډاکتر عافیه صدیقي د خلاصون غوښتنه هم کړې، خو تاسو دا ډیر ژر په ثبوت ورسوله چې تاسو په دې کې هيڅ ډول دلچسپي نه لرئ».

ګلوبل پوسټ کاږي چې د دوی خبریال جیمز فولي د خلاصون لپاره اسلامي دولت ۱۳۲ میلیونه ډالر تاوان غوښتنه هم کړې وه.

جیمز فولي د ۲۰۱۲ز کال په نومبر کې وتښتول شو او تېره اونۍ اسلامي دولت په عراق کې د دوی په سیمو د امریکا بمباریو په غبرګون کې ووژلو او ویډیو يې په انترنیت خپره کړه.

د ګلوبل پوسټ اجراییه رییس فلپ بالباني وايي چې اسلامي دولت تېر کال د تاوان غوښتنه کړې وه.

جیمز فولي د وژنې په ویډیو کې نوموړي یو پیغام ورکړ او د ده وژنه يې په عراق باندې د امریکا د بمبارۍ غبرګون وباله.

جیمز په دغه پیغام کې وویل چې دی له خپلو ملګرو، کورنۍ غړو او دده مینه والو ته پيغام ورکوم چې د حقيقي قاتلانو یعنی امریکا حکومت پر ضد ودریږي، ځکه څه چې له ده سره کیږي، دا د امریکا د مجرمانه کړنو له امله ورسره کیږي.

جیمز فولي په پای کې وايي چې کاش دی امریکایي نه وی.

اسلامي دولت همدا راز په دغه ویډيو کې یو بل امریکايي ژورنالست سټيون سوټلوف ښکاره کړ او امریکا ته يې خبرداری ورکړ چې دده ژوند به د اوباما په اینده پریکړې پورې مربوط دي.

سوټلوف اسلامي یو کال مخکې په سوریه کې وتښتولو.

ددغه ژورنالستانو په اړه جهادي ګروپونه فکر کوي چې زیات شمېر یې ددوی سیمو ته د جاسوسۍ لپاره ځي، ځکه یې بندیانوي او د هغوی د حکومتونو څخه پرې خپل بندیان راخلاصوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x