افغانستان

روس: افغانستان کې د اپیمو حاصلات تر ۸۰۰ ټنو رسیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱، ۱۳۹۳ل ): د روس د نشیې توکو سره د مبارزې فدرالي هیئت رییس فیکوتور ایفانونف وايي چې ددوی څېړنې ښيي چې په روان کال کې په افغانستان کې د اپيمو حاصلات تر ۸۰۰ ټنو رسیږي.

نوموړی زیاتوي چې په دې وروستیو کلونو کې د کوکنارو د پټیو مساحت هم زیات شوی او اوسمهال تقریبا ۲۵۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کیږي.

د نشيې توکو سره د مبارزې رییس وايي چې د نشیي توکو تجارت اوسمهال ډير ګټه کوي، دده په وینا په افغانستان کې د یو کیلو ګرام اپيمو بیه زر ډالره ده او په ماسکو کې بیا تر ۱۰۰زره ډالرو پورې یې قیمت رسیږي.

ایفانوف وايي چې دوی په دې وروستیو کې ۱۸۰ کیلو ګرامه اپیم چې له افغانستانه راوړل شوي و، په ماسکو کې ونیول.

نوموړی وايي چې افغانستان ته د ناټو د ننوتلو سره په روس کې د نشيي توکو د قاچاق کچه زیاته شوې. هغه وايي چې د اپیمو محصول د روس په سیاسي وضعې خورا تاثیر کړی او همدا راز د روس اقتصاد ته سخته ضربه رسوي.

ددغه هیئت د څېړنو په اساس په روس کې تقریبا په نشيې توکو روږدو کسانو شمېر تر ۸ میلیونه کسانو پورې رسیږي چې یو نیم میلیون یې افغانستان څخه قاچاق شوي اپيم استعمالوي.

ددغو څېړنو په اساس یواځې په روس کې هر کال ۷۰زره کسان د نشيي توکو له امله مړه کیږي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان د امریکا د یرغل وروسته په افغانستان کې د اپیمو په کرنه کې خورا زیاتوالی راغلو.  همدا راز اپیم په امریکا کې په پراخه کچه په بازارونو کې موندل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x