امريکا : مياشتنی مصرف تر 222 ارب ډالرو ورسېد
امريکايي چارواکو اعلان کړی چې د امريکا په مياشتني مصرف کي زياتوالی راغلی اوتر دوه سوه دوه ويشت ارب ډلرو ورسېد.
دپريس تلويزيون له راپور سره سم له تازه اعداد اوحساب څخه څرګندېږي چې د دوه زره يولسم د پروري په مياشت کي د امريکا دحکومت ماهانه مصرف خورا ډېر شوی او تر 222 ارب ډالرو پوري رسېدلی دی.
امريکايي ماهرين وايي چې دمياشتني مصرف دغه زياتوالی دامريکا په ورځني ژوند کي د سختو مشکلاتو ښکارندويي کوي، ددې اعداد اوشمار له کولو وروسته د مياشتني مصرف د کمولو په برخه کي د امريکا د حکومت په ژمنو اعتبار نور هم کم شوی دی.