شعـــــرونه

ژوند _ دادمحمد ناوک

ژوند د منډې نوم دی
ژوند د شوخ ماشوم خندا ده
ژوند وفا ده، ژوند رڼا ده
ژوند ژوندیو ته مسکل دي
د شنې ونې
د مات خاښ سره تړل دي
د مرغۍ ببره ځاله
له ازغیو پاکول دي
ژوند
ادې ته
د ادې! غږ دی
ژوند
اباته
د امسا په لاس کې ورکړه
ژوند د کلي مدرسه ده
د مکتب د زنګ اواز دی
د ټولګي چو په چوپتیا کې
په تخته د سولېدونکي
د رنګه تباشیر غږ دی
ژوند د کلي خړ جومات دی
ژوند ممبر دی
ژوند محراب دی
ژوند د کلي شنه سهار کې
بلالي اذان ته فکر
ژوند قامت ویل جومات کې
ژوند په جمع درېدل دي
ژوند ژوندي خوشالول دي
ژوند کول دي
ژوند د ژوند ثابتول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x