د نن سرلیکنه

په کندوز کې د اربکیانو پرخلاف ولسي پاڅون – سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: په کندوز کې د اربکیانو پرخلاف ولسي پاڅون  له څه وخته راهیسي په ځینو رسنیوکې د هیواد په ځینو سیمو په تیره غزني ، لغمان او لوګر کې د طالبانو پر خلاف د ولسي پاڅونونو خبرونو ورکول کیږي.

تیره ورځ د لومړي ځل لپاره د همدغو رسنیو لخوا د کندوز په ولایت کې د اربکیانو پرخلاف د ولسي پاڅون خبر ورکړل شو .

په خبرکې ویل شوي چې پاڅون کوونکو د چار درې په ولسوالۍ کې ۱۵ پوستې نیولې چې د پاڅون کوونکو د مخنیوی لپاره له ولایت څخه سیمې ته تقویتي ځواکونو لیږل شوي دي .

اربکیان ، محلي پولیس ،خپل سري وسله وال اوغیر مسؤل افراد ټول هغه ویره اچوونکی او امنیت ګډوډوونکي عناصر دي چې د امریکایانو په حمایت او د مرکزي حکومت په موافقه په کال ۲۰۱۰م کې د امریکايي جنرال ډویډ پيټروس لخوا په افغانستان کې د امریکايي یرغل خلاف مقاومت د ځپلو په غرض ایجاد شول .

نوموړي جنرال په عراق کې د عراقي مقاومت ځپلو لپاره له عین تکتیک څخه کار واخیست او هلته یې د صحوات تر نامه لاندې دغه خپل سري وسله والې ملیشې رامنځته کړې چې همدا اوس د هغوي د غیر مسؤلانه کړنو له امله عراق د کورنۍ جګړې په اورکې سوځي او د بهرنیانو له خوا يي د تجزیې او ویشلو پلانونه عملي کیږي.

په افغانستان کې د اربکیانو په نوم د وحشي پدیدې ایجاد هم د امریکایانو لخوا د عین هدف ( کورنۍ جګړې تداوم او دهیواد تجزیې ) لپاره رامنځته شوی او په دې ستر جنایت کې له امریکایانو سره د مرکزي حکومت چارواکي هم دخیل دي. سره له دې چې په دولتي او غیر دولتي رسنیو کې د اربکیانو لپاره د خپل سرو او غیر مسؤل افرادو اصطلاح کاریږي ، خو حقیقت دا دی چې هغوی هیڅکله خپل سري نه ،بلکې په دولتي تشکیل کې د هغوي لپاره ځانګړی اداره موجود ده چې د هغوی ټول پوځي او لوجیستکي لګښتونه د همدې دولتې ادارې لخوا ورکول کیږي.

اربکي ملیشې یا په دولتي اصطلاح محلي پولیس د خپل تاسیس له ورځې راهیسې تراوسه پوري د قندوز له ولایته نیولې تر غزني ، روزګان ، قندهار، هلمنداو… پوري په قتلونو ، غلاوو ، سړۍ تښتوونو، اخلاقي جرمونو، د نشيي توکو په قاچاق او د ولسي شتمنیو د لوټولو په زرګونو پیښوکې ملوث دي چې د ارزوګان ولایت د اربکیانو د حرفوی قاتل قومندان شجاعي په لاس د لسګونو ولسي خلګو ټول وژنه یې یوه بیلګه ده.

همداراز په کندوز ولایت کې د همدې اربکیانو(محلي پولیسو) په لاس عام وژنې ، د خلګو پر کورونو ور اوښتل ، د ولسي خلګو د حریم سپکاوي او په لسګونو نور جنايي حادثات هغه څه دې چې ولسي خلګ یې له خپل ځان ، مال او ناموس څخه د دفاع په خاطر دهغوي پرخلاف عمومي پاڅون ته اړیستل.

دا چې د هیواد په نورو سیموکې هم د اربکیانو لخوا د ولسي خلګو پرخلاف داسې جنایات تر سره کیږي چې دولتي مقامات یې د مخنیوي توان نه لري ،نو ولس مجبور دی چې دخپل ځان د دفاع په خاطر د دغو خپل سریو غیر مسؤلو جنایتکارانو د جنایاتو پرخلاف اقدام وکړي .

په دې کارسره به حتما دواړو لوریوته مرګ ژوبله اوړي ، اونور به هم په سیمه کې د بي دخپل منځي شخړو اوشخصي دښمنیو لامل ګرځي ، خو د دغو ټولو پیښو او جنایاتو پړه به بیا هم د هغه چا پرغاړه وي چې دا مریکایانو په دستور یې دخپل ولس په منځ کې د دغې فتنې اور بل کړی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x