
امیرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد او د دولت مخالفينو ته سرخلاصى ليک!
لیکوال: محمود مرهون
له هرڅه نه مخکي مي سلامونه نيکي هيلي او ښې پېرزويني و منى!
ښاغلو يوازي په دې پوه يم چي مسلمان يم پنځه وخته لمونځ کوم په کال کي يوه مياشت روژه نيسم او ټول هغه امورات چي د اسلام په چوکاټ کي دي او فرض عين دي په هغو مي ځان پوه کړى دى په هغو کي مي يوه خبره همېش په ذهن کي راګرځي چي حب الوطني من الايمان(د وطن مينه د ايمان يوه برخه ده) زه ده دى پر ځاى چي ستاسو پر مبارزه بحث وکړم سيده د خپلي مبارزې او فرض په اړه ستاسو څخه يو خيرات غواړم او د يوه عاجزه افغان او مسلمان ورور په څېر مو مخ ته لمن غوړوم هيله ده چي ماته امان راکړى او خبره مي را رد نه کړى ځکه زما غوښتنه مطلق اسلامي ،شرعي او وطني ده، زما د کلمې ورونو موږ له تيرو ديرلسو کالو راهيسي د هيواد په تر ټولو ځپل سو سيمو لوى کندهار ، مشرقي او د هيواد ځيني نوري جنګي سيمو کي زده کړي په ټپه درېدلي دي،موږ ستاسو څخه ستاسو د خپل نامه مجاهد،طالب ،ملا او مولوى د مقدسو نومونو په روى هيله کوو چي موږ ته اجازه راکړى چي خپلي مدرسي او ښوونځى فعاله کړو موږ نه دولتي مقامات يو نه بهرنيان يو او نه هم پردي څوک موږ هغه ملت يو چي لسګونه کاله کيږي چي د يو څو ناولو سياسيونو د دسيسو ښکار يو پرېږدى چي موږ له مورثي اسلام څخه دا نوى نسل خلاص کړو او يو عقيدوي نسل رامنځ ته کړو،موږ ته د اسلام دا خبره زرهاوه واره را ياديږي چي زده کړه پر هر مسلمان او مسلماني فرض ده دا چي هره زده کړه يي ياده کړې ده د هغه تفسير به يې د علماو څخه واخلو خو زموږ نارينه او ښځي اوس په هيڅ زده کړه نه دي سمبال نو تاسو د خپلي مبارزي په روى موږ نو د تيارو کندو ته مه ور ټېل وهى!
ښاغلې امير المومنينه ستا څخه مي يوه جدي هيله دا ده چي موږ او تاسو د يوې کلمې ورونه يو ستا به ياد وي چي ستاسو په مبارزه کي د لوى کندهار ولس د شمال پر هره ونه او هر طاق يو کندارۍ نازک ځوان درسره شهيد کړ نن همهغه کندهار د اور او وينو پر ټغر ناست دى ايا دا ځواني او کنداريتوب بولې چي خپل لاس په خپله پرې کوي يا خپله ملا خپله ماتوي دا کندهار دى زر به يې ورمړه کي مګر بيرته به يو وخت ستا په درد خوري ستا تر شاه به ولاړ وي د هغه کندهار دى چي د وخت هر جابر او ظالم چي فناه ورته راوړې ده دوى يي سر تېټى منلى دى او هغه يې د مرګ تر ورځي ساتلى دى ،نو تاته لمن غواړم چي موږ پرېږده چي خپل نوي نسل ته د اسلام او ژوند کولو زده کړه ورکړو موږ به هيڅکله کوښښ نه کوو چي خپل نوى نسل پر بده لار روان کړو موږ به يې د هيواد له يوې بلي سيمي وردګو څخه زده کړو چي همدغه مبارزه پکښي روانه ده مګر ښوونځى په بشپړه ارامه فضا کي درس لولي موږ به د ښوونځى نوم هم وربدل کړو مدرسه به يې ياده کړو کرکولم به يې هم په ګډه جوړو کړو خو موږ به نا اميده کوي نه موږ د هغو شهيدانو بچيان يو چي ستا سره يې لسګونه کاله مبارزه کړې ده موږ د هغه سياست قرباني يو چي ګټه يې بل وړي او مبارزه يې موږ کو تا به له دې خبر کړم چي په تېر ديرلس کاله کي د هيواد په هر ګوټ کي سلګونه زره ځوانان په زده کړو سمبال سوي دي مګر تاسو موږ هم هغسي بې سواده و ساتلو که خداى مه کړه سبا موږ همداسي بي سواده پاته سو نو يوازي يوه لاره پاته ده هغه دا چي د نورو په کورو کي به مزدوري کو او فکر نه کوم چي ته دي په دې رازي وي چي د احمدشاه بابا او ميرويس خان نيکه لمسيان دي د بچي سقاو او يا هم مغولو په کورو کي مزدوران وي نو زموږ ملا به ته تړې ځکه موږ همېشه ستا ملا تړلې ده موږ ملت يو دا هيواد زموږ دى موږ ستا څخه غوښتنه کړې ده او ته يو مشر او امير يې موږ ستا څخه عدل غواړو موږ ستا څخه هيله کوو چي موږ پرېږده چي خپلي ښوونځى پرانيزو موږ پرېږده چي خپله وروستۍ ساه د دي هيواد د بچيانو په روزنه کي و کارو ستا مبارزه خپله مبارزه ده زموږ مبارزه خپله ،مګر موږ پرېږده چي ستا د مبارزې لپاره د خلګو اذهان پرانيز چي تاسو څه واياست او څه غواړى بيا به ته ګورې چي دا ولس به خپله د تل په څېر له خپله عقله کار اخلي او پردو پر ځاى به خپل انتخابوي راځه ته موږ ته د دې اجازه راکړه چي خپله ښوونځيو پرانيزو او ګوره زه پردى نه يم او دا دي بايد ياد وي چي خپل که دي مړ کي لمر ته دي نه غورځوي نو د دې هيواد پر راتلونکي نسل رحم وکړى او موږ پرېږدى چي دوى و روزو او د سبا لپاره يې د دې هيواد په هر ډګر کي د مبارزي لپاره وړاندي کړو
په ډېر درنښت
ستاسو يو کشر ورور
محمود مرهون
محترمه ليك دشه وه خود تعصب او قوميت بوى يي در لود (دعوها فإنها منتنة)
مرهونه وروره السلام عليكم
وروره انشاءالله اواز به له همدي لاري تر مقاماتو رسيدلئ وي وروره كه په خپله سيمه كي دتعليم په برخه كي شكايت لري امارت دتعليم لو تربيي كميسون لري ورته مراجعه وكره مشكل به دي درحل كري كه دطالب مجاهد په نوم درسره سوك ظلم كوي بيا هم ستا مرستي ته تيار يو وروره
طالب او محكمه يي دير په اسانه پيدا كولئ شي
محمود مرهونه وروره، الله پاک دې وکړي چې له لیک څخه دې کوم سیاسي هدف نه وي، او په رښتیا سره خپل شکایت رسول غواړې.
محترمه: لله الحمد اوس د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د تعلیم او تربيې کمیسون یو له مهمو او فعالو کمیسونونو څخه دی، د امارت مشران خاصه توجه ورته لري، نو هیله کوو چې خپل مشکل له نوموړي کمیسون سره شریک کړئ ان شاء الله ډیر زر به مو مشکل حل شي.
بگیرش که نگیرید جان کاکا محمود جان ترجمان این نامه را باید برای ترجمان بزرگ تان اداره اجیر و غلام بچه خانگی صلیبی امریکا/ناتو کرزی قزلباش رافضی یعنی از دین دور شده گان عنوان و نوشته می کردی نه برای امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد خلبفه اسلام . مکتب ها را شما ترجمانهای تروریست می سوزانید فاروق وردک و گوردن داف اقرار نمود که این جنایت ها را همجنس بازان ترجمان میکنند !!!!!! نه طالبان اولاد حلال زاده افغانستان که خاص بخاطر رضایت الله (ج) از ناموس عزت شرف دفاع میکنند و جان خود را قربان میکنند !! ۷۵ تلویزون… نور لوستل »
ګرانو ورڼو تعلیم په نر او ښځه فرض دی
هیله ده چی ددغه ورور سره هم غژی شو او د طالبانو د تعلیم او تر بیی د کمسون هم دا دنده ده چی تعلیم ته زیاته توجو وکړی او کیفیت یی شه کړی او ټول ځوانان د تعلیم په لوری سوق کړی
وسلام
امیری
غربپاله محموده، ته مهربانی وکړه د قران او حدیث څخه د حب الوطني من الايمان په اړه یو سند وړاندی کړه. په دی اړه هیڅ سند نشته. دا د سیکولر، نشنلیستو او د غربی دود پیروانو شعار دی چی مسلمانان ورباندی غولوي.
مرهون صيب تاسو ته سلام او احترام سرخلاصی لیک د هغه چا په ادرس استول په کار دي چی د افغانستان د معارف په بهانه په میلیونونو ډالر لاسته راوړي او د افغانستان په شخړه کی په فارمل (formal) لوري یعنی لاسپوڅي مفسد حکومت پوری تړاو لري. طالبان یا اسلامي امارت چی په افغانستان کی انفارمل (informal) حیثیت لري د ملل متحد د قوانینو له مخی یوازی او یوازی په جګړه (جهاد) کې د جنګي قوانینو له مخی مسوول ګڼل کیژي او بس امنیت، ملکي خدمات، تعلیم او تربیه، تجارت او د یو هیواد په نوم ټول اړوند کارونو مسوولیت… نور لوستل »
مرهونه وروره انشاء الله داسلامی امارت مسولین اومجاهدین دتعلیم اوتربیی په برخه کی کوم خنډ نه راولاړوی اوهمیشه یی هڅه اوکوشش داوی چه دهیواد بچیان دعلم دنعمت نه برخمندواوسی بیاهم که په سیمییزه کچه څوک مانع ګرزی هیله ده دامارت دتعلیم اوتربیی دملګرو سره رابطه وسی
ګومان کوم چې لیکنه مو په ښه نیت او احساس کړې، او یادونه د هر چا لپاره ښه وي. ډاډه یم چې امیر المومنین د علم او پوهې په اهمیت ښه پوهیږی ځکه خپل ټول اوامر د قران او سنت څخه اخلی او په اسلام کې د تعلیم ارزښت خورا واضح دی. په هر صورت ستاسو محترمو استادانو څخه هم هیله کیږي چې د ښوونې په سکتور او ښوونیزو مرکزونو کې د اداري، مالي او په ځانګړې توګه د اخلاقی فساد په مقابل کې مبارزه وکړئ ځکه چې د نورو دولتي سکتورونو په ځیر په هیواد کې د ښوونې او… نور لوستل »
طالبانو هيچري هم ښونځيوته ستونزه نده جوړه کړی! د بی بي سي مرکه واوره:
https://www.facebook.com/photo.php?v=775884859089639
لینکونه په لاندي ډول دي چي د امارت لخوا د مکتبونو تائید او د غلام حکومت خیانت پکښي څرګند سوی دی:
http://www.tolafghan.com/posts/25108
http://www.toorabora.net/2012/05/31/2013-12-28-02-22-01/
http://www.nunn.asia/6037
نور: http://shahamat.info/index.php/articles/9456-2011-03-25-13-10-34
http://shahamat.info/index.php/articles/42387
مونږ مرهون صاحب ته چه د کاپل بوهنتون استاذ دعوی هم لری ، هر څه چه د ده په لیکه کی دی دولس نیوکی کړی ، تر اوسه یی یواځی یوی نیوکی ته څه ناڅه ځواب لیکلی مننه تری کوو مګر نوری یوولس نیوکی اوس هم په خپل ځای پاتی دی ، مهربانی دی وکړی هریوی ته دی جلاجلا ځواب ولیکی ، زمونږ ځوابیه لیکنه کی تر ډیره هڅه شوی چه د مرهون صاحب په شخصیاتو مو کوم زیاتوالی نه وی کړی مګر مرهون صاحب د خپلو شخصیاتو په سپیڅلتیا کی تر مونږ دیره ونډه لری که زه داسی څه… نور لوستل »