نظــر

مصطفی کمال اتاترک (۲)

ژباړه: زاهدخليلي

…. يو کوچنی افسر چې حالات يې نشو بدلولای، د انګرېزي جاسوسانو په واسطه لوی بزرګ شو او د برياوو د ترلاسه کولو وروسته ستر غازي او جنرال شو. کله چې ارمسټرانګ د مصطفی کمال د ژوند په اړه ليکل کوي؛ نو د هغه د شخصي ژوند يوه کيسه هم وړاندې کوي. هغه د مصطفی کمال او لطيفې په نوم د يوې انجلۍ تر منځ د يوه افسانوي واده ذکر هم کوي، لطيفه د اميريه د کورنۍ يوه شتمنه پېغله وه، کومه چې د پاريس نه بېرته راستنه شوې وه، تر څو دلته د خپلو تجربو، نوي تعليم او د مختلفو ژبو د زده کړې د مهارت په کارولو سره مصطفی کمال د خپلو زلفو تر اغېز لاندې راولي، هغه مصطفی کوم چې د خلافت د تجزيه کولو وړتيا لري او د غازي لقب يې خپل کړی دی. دغه شهزاده انجلۍ د خپل امير د محل په څېر کور کې اوسېده، دې د خپل ناز او ادا په واسطه وکولای شول، چې مصطفی کمال په خپل دام کې راګېر کړي. په دې ډول د مصطفی کمال او فکريه په نوم د يوې بلې انجلۍ تر منځ جلا والی رامنځته شو، دغه انجلۍ يې ميونخ ته د علاج لپاره لېږلې وه او د هغې د ناروغۍ له امله وه، چې مصطفی کمال د هغې خواته مائل وه، وروسته مصطفی کمال د هغې د ځان وژنې تدبير جوړ کړ او په دې ډول يې ځان ترې خلاص کړ، تر څو د لطيفې سره واده وکړي. له دې وروسته يې د سعادت او نورو لسګونو انجونو او مېرمنو ژوند خراب کړ، د کومو په اړه چې بشپړ معلومات د هغه د يوه فوځي ملګري سره موجود ول.

لطيفه، هم وروسته د مصطفی کمال د زور زياتي ښکار شوه او د يوې وزارتي پرېکړې پر بنسټ يې ترې طلاق واخيست، مصطفی کمال هغه وويروله، چې د هغه د شخصي ژوند په اړه بايد هېڅ ونه وايي، کنه نو بده سزا به ورکړل شي. اوس د هغه په خوا کې يوازې يوه انجلۍ وه، چې عفت نومېده او د مکتب ښوونکې وه او د تاريخ ليکلو سره يې مينه وه، دې هغه وحشي دومره راخپل کړ، چې د هغې عبادت کولو ته تيار شو او د هغې په اشاره ګډېده.

خو، لطيفه د هېواد کوم قانون له دې خبرې نه منع کوله، چې په خپلو يادښتونو کې د خپل ژوند کړاوونه وليکي. د هغې يادښتونه د ۱۹۷۳ ز کال د جون په مياشت کې يوې ترکي ورځپاڼې (الحريه) خپاره کړل، چې په هغو کې يې د مصطفی کمال د شخصي ژوند او د هغه د شراب څښلو په اړه يې ليکل کړي ول. دغې ورځپاڼې هڅه وکړه، چې د دې خبرو پړه د اتاترک په ملګرو (قلج علي،نوري جنکر) او (رجب هدي) باندې ور واچوي، دوی د اتاترک وخت ضائع کاوه، دې خلکو د قاتلينو د يوې ډلې سره اړيکې درلودې، اتاترک د دوی په مرسته د خپلو ډېرو دښمنانو ځالې پېداکړې.

د دې ډول رذيلو اخلاقو په درلودلو سره د مصطفی کمال مشهوره کېدل، کومه عجيبه خبره نه وه، په ځانګړي ډول کله چې موږ په دې خبره پوه شو، چې هغه د دوئمه يهودادنو څخه دی.

په يهودي دائرة المعارف (انسايکلوپيډيا) کې دا خبره ليکل شوې، چې د سلانيک (سالونيکا، چېرته چې مصطفی کمال زېږېدلی وه) زياتره خلکو د دې خبرې شاهدي ورکوله، چې اتاترک د دوئمه يهودانو سره اړيکه درلوده، همدغه نظريه د هغو مسلمانانو هم ده، کوم چې د اتاترک مخالفين دي؛ خو حکومت د دې خبرې نه انکار کوي.

ټويني د مصطفی کمال په نسب نيوکه کوي او وايي: د مصطفی کمال په رګونو کې يهودي وينه چلیږي، سلانيک د يهودانو د اوسېدو ځای وه، کله چې په هغوی باندې ظلمونه کېدل؛ نو دې کورنۍ اسلامي عقيده خپله کړه او يهودي عقيده يې پرې ښوده؛ خو د مصطفی کمال عادات، د سترګو رنګ او شکل او بڼه يې دا وايي، چې د يهودي وينې نه اغېزمن دی.

اسامه عينايي ليکي: دوئمه يهودان په اتاترک باندې وياړ کوي او په بشپړ يقين سره دا وايي، چې هغه د يهودي نسل سره اړيکه درلوده او په دې اړه دا دليل راوړي، چې کله يې د حکومت واګې تر لاسه کړې؛ نو اتاترک د اسلام پر ضد خپلې ارادې څرګندې کړې.

وروسته، کله چې د مصطفی کمال ټولې کړنې ښکاره شوې، دا خبره ثابتوي، چې هغه د اسلام سره کينه درلوده. کله چې په ۱۳۳۷ هـ ق کال کې په انګوره کې هغه د يونانيانو پر ضد بريالی شو، هغه د خلکو په مخکې اعلان وکړ، چې هغه څه چې په نږدې راتلونکي کې به پېښ شي، يوازينۍ موخه يې د سلطنت او خلافت ساتل دي او هم د سلطان او د اسلامي حدودو د نورو د غلامۍ نه ازادول دي.

خو کله چې يې په ۱۹۲۳/۱۳۴۱ کال کې د حکومت واګې تر لاسه کړې؛ نو د ده په مشرۍ (جمعيت الوطنيه الترکيه) د جمهوريت اعلان وکړ او مصطفی کمال يې خپل لومړنی مشر وټاکه. مصطفی د لږ وخت لپاره د خلافت د ساتنې ايکټينګ وکړ او د خليفه محمد السادس (چې د انګرېز د بېړۍ په واسطه مالټا ته لېږل شوی وه) پر ځای يې عبدالمجيد بن عبدالعزيز خليفه وټاکه؛ خو خليفه تش په نوم واک هم نه درلود.

خليفه عبدالمجيد يو باسواده او متمدنه شخص وه، څرنګه چې د عثماني نسل د شان سره مناسب ول، عبدالمجيد د ترکانو له نظره د اسلامي عثماني ميراث او تاريخ ژوندی مثال وه. د استنبول خلک د هغه د يوه نظر ليدو ته بې صبره ول او کله چې به خبر شول، چې خليفه تشريف راوړي؛ نو په منډه به ورتلل، د جمعې د مبارکې ورځې لمانځه ته د راتګ پر وخت به يې مسلمانانو ډېر دروند استقبال کاوه. خليفه ښه پوهېده، چې په څومره ستر منصب باندې ټاکل شوی دی او د څومره سترې کورنۍ سره اړيکه لري، کله چې به بېرون راوته؛ نو کله به يې د سلطان محمد فاتح پټکی په سر وه او کله به يې د سلطان سليمان القانوني توره په غاړه کې اچولې وه.

دغه ټول کارونه مصطفی کمال نشو زغملی، د خليفه سره د خلکو دومره مينه هغه ته د زغملو نه وه، هغه خليفه د مانځه لپاره د بېرون وتلو نه منع کړ، بيا يې هغه ته ورکړل شوي مراعات نيم کړل. مصطفی کمال په خپل رعيت باندې ډېر ظلم وکړ، چې د ده د دې ظلمونو ملاتړ غربيانو هم کاوه.

د ۱۹۲۴ ز کال د مارچ په درېمه مصطفی کمال د (قانون جوړوونکي پارلمان) غونډه راوغوښته، مصطفی کمال پوهېده، چې دا تش په نوم پارلمان دی او زما (مصطفی کمال) مخالفت نشي کولای، دې پارلمان ته مصطفی کمال د خلافت د له منځه وړلو وړانديز وکړ، په دويمه ورځ د خبرو اترو پرته دا پرېکړه وشوه، چې خليفه به له هېواده شړل کيږي، په دې پرېکړه ټول چپ شول او په دې ډول د مصطفی کمال په لاس د اسلامي خلافت هغه رڼا ووژل شوه، کومې رڼا چې د پېړيو پېړيو راهيسې د مسلمانانو د يووالي او بقاء ضمانت کړی وه.

نور بيا….

مأخذ: سلطنت عثمانيه، ليکوال، ډاکټر علي محمد محمد صلابي. ۵۱۴-۵۱۷ مخونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x