
کرزی: د لوړې مراسمو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل د تمدید امکان نشته
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱، ۱۳۹۳ل): ولسمشر کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازی یان کوبیش سره په ګډه ناسته کې ویلي چې د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسمو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل د تمدید امکان نشته.
د ولسمشر د دفتر څخه رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کرزي په دغه کتنه کې یان کوبیش ته څرګنده کړه چې دوی د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسم د پرځای کولو لپاره بشپړ تیاری لري.
ولسمشر په دې ټينګار وکړ چې د لوړې مراسم به د وږي په یوولسمه نیټه /ستمبر ۲مه/ سره خامخا ترسره کیږي او د نور ضرب الاجل تمدید نشته.
خبرپاڼه کاږي چي یان کوبیش د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د ارزونې د پروسې د پرمختګ په او کرزي ته معلومات وړاندې کړل او ويې ویل چې دوی د ټاکنو د کميسیونه غوښتي چې د تفتیش پروسه نوره هم ګړندۍ کړي.
ټاکل شوې وه چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د اګست ۲مه نېټه ټاکل شوې وه خو د ټاکنیز شخړو وروسته دغه موده د یوې میاشتې لپاره وغځول شوه.
تر دې وړاندې هم ولسمشر کرزي د امریکا د سفیر سره په ناسته کې ویلي و چې ټاکنیزو شخړو د افغانستان په اقتصاد ژور منفي اغېز کړی دی او ولسمشر د لوړې مراسم په هیڅ صورت نور غځېدلی نشي.