افغانستان

امریکا له باګرامه پاکستاني بندیان د دوی له خوښې پرته خوشې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱، ۱۳۹۳ل): د افغانستان حکومت له امریکا د پاکستاني بندیانو د خلاصون په اړه سپيناوې غوښتی.

تېره ورځ امریکا ۹ نور پاکستاني بندیان د باګرام له زندان څخه ازاد کړل. ویل کیږي چې دغه زندانیان د پاکستاني غیر دولتي موسسې په هڅو خلاص شوي دي.

باګرام زندان کې چې تېر کال یې واک په نمایشي ډول افغان حکومت ته وسپارل شو، سلګونه افغانان او بهرنیان بندیان دي، چې زیات شمېر یې د افغان دولت له خوښې او مالوماتو پرته د امریکا لخوا زندان ته اچول کیږي او یا هم خوشې کیږي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د پژواک سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان حکومت له امریکا د دغو پاکستاني بندیانو د خوشې کېدلو په اړه د سپيناوي غوښتنه کړې.

نوموړي زیاته کړې چې دوی له امریکا پوښتنه کوي چې دغه پاکستانیان ولې او کله نیول شوي، څه ډول باګرام ته انتقال شوي او ولې بېرته ازاد شول؟
فیضي زیاته کړه چې امریکا باید ددغو بندیانو په اړه سپيناوی وکړي چې څنګه له کومې محکمې پرته ازاد کړل شوي.

تر دې وړاندې ولسمشر کرزي یو شمېر افغانانو د خوشې کولو احکام صادر کړي وو او زیاته کړې یې وه چې باګرام د طالب جوړونې په فابریکې بدله شوې.
د فیضي په وینا د افغانستان حکومت یواځې افغانان چې له کوم جرم پرته زندان ته اچول شوي و خوشې کړي دي.

که څه هم د باګرام او نورو زندانونو د واک چارې افغان حکومت ته سپارل شوي خو امریکا دغو زندانونو ته خلک د خپلې خوښې سره اچوي او یا یې هم خوشې کوي.

تر دې وړاندې هم امریکا د افغان حکومت ته د معلوماتو ورکولو پرته څو پاکستاني خوشې کړي و.

افغان حکومت که څه هم په دغو ازادولو څو وار غبرګون ښوولی خو امریکا يې په اړه هيڅ هم نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x