افغانستان

طالبانو غور ماچ کې دوه زره دولتي عسکر محاصره کړي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، وږي ۲، ۱۳۹۳ل): د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې طالبانو غورماچ ولسوالۍ کې له دوو زرو زيات دولتي عسکر محاصره کړي دي.

چارواکي وايي، چې له يوې هفتې راهيسې طالبانو پر غورماچ ولسوالۍ د ډله ييز بريدونو په نتيجه کې د غورماچ ولسوالۍ نيولې ده.

د فارياب والي محمدالله بکتاش وايي، چې طالبانو له دوو زرو زيات عسکر محاصره کړي او که مرکزي حکومت پر وخت مرستې راونه رسولې، د نوموړو عسکرو ژوند له جدي خطر سره مخ دی.

بل پلو د فارياب ولايت امنيه قومندان شيرين شاه کوبندي د والي خبرې ردوي او زياتوي، چې دوی پر طالبانو برلاسي دي او تر اوسه يې د قيصار او غورماچ لارې له طالبانو نيولي او له ۵۵ زيات طالبان يې وژلي دي؛ مګر د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د اوسنيو بريدونو په نتيجه کې نهه لويې امنيتي پوستې د طالبانو لاس کې دي او دوی مخ پر وړاندې روان دي.

د فارياب والي ښاغلی بکتاش هم وايي، چې د غورماچ ولسوالۍ ۹۵٪ سلنه ځمکه د طالبانو کنټرول کې ده او د دوی وژل شوي او ټپي عسکر د جګړې په ميدان کې پراته دي او دوی نشي کولای، چې نوموړي عسکر راوباسي.

د والي په وينا دوی يوازې د پوځي چورلکو له لارې کولای شي، چې د خپلو عسکرو مړي او ټپيان د جګړې له ميدانه راوباسي.

چارواکي وايي، چې د فارياب کوهستان ستراتيژيکه سيمه له ډېرې مودې راهيسې د طالبانو واک کې ده. له همدې امله د غورماچ ولسوالۍ تر څنګ قيصار او د بادغيس غورماچ ولسوالۍ هم تر سخت امنيتي ګواښونو لاندې ده او کېدای شي طالبان ډېر ژر نوموړې سيمې هم په بشپړه ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې د غورماچ په نوم يوه ولسوالۍ فارياب او يوه بادغيس ولايت کې ده او د دواړو ولسواليو ډېری برخې د طالبانو کنټرول کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x