نړۍ

فارن پاليسي: مصر اسراييلو سره د خواخوږۍ له امله په لوی لاس د غزې جګړه اوږده کړه

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، وږي ۲، ۱۳۹۳ل): له امريکا خپرېدونکې نړيوالۍ مجلې «فارن پاليسي» په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې مصري ولسمشر جنرال عبدالفتاح السيسي په لوی لاس اسراييلو سره د خواخوږۍ او د حماس د دښمنۍ له امله د غزې جګړه اوږده کړه.

د مقالې ليکوال «مايکل ډني» زياتوي، چې عبدالفتاح السيسي په زوره ځان د اسراييلو او حماس تر منځ درېيمګړی کړ او وروسته يې د منځګړي پر ځای د اسراييلو پلوي پيل کړه او خپله هڅه يې وکړه، چې اسراييل خپلو بريدونو ته دوام ورکړي او حماس ښه پرې وځپي.

ليکوال زياتوي، چې د حماس او اسراييلو جګړه يوازې له دې امله اوږده نشوه، چې اسراييل او حماس د يو بل دښمنان دي، بلکې يو ستر لامل يې دا هم دی، چې مصر قصدا د جګړې اور ته لمن وهي.

مصر داسې هېواد دی، چې د پرېکړو واک يې اوس هم پوځي چارواکو سره دی او مصري استخبارات غواړي، چې د اسراييلو او حماس جګړه کې خپل دښمن اخوان المسلمين هم وځپي.

ليکوال زياتوي، چې د جګړې د غزېدو اصلي لامل همدا مصري چارواکي دي، چې لومړی يې ځانونه د منځګړي په توګه په زوره رامنځته کړل او ورسته يې د اسرييلو پلو ونيولو او د غزې خلک يې پرې وځپل او که د مصر منځګړيتوب نه وای، نو کيدای شي دا جګړه دومره نه وای اوږده شوې او د پخوا په څېر ژر پای ته رسيدلې وای.

مصر او اسراييلو دا کار د دې لپاره وکړ، چې حماس په سياسي او پوځي لحاظ ښه وځپي.

دا سمه ده، چې دې جګړې حماس او د غزې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه واړول، مګر د اسراييلو او مصر دا ګډه ستراتيژي له دې امله ناکامه شوه، چې په نړيواله کچه يې د حماس حيثيت زيات کړ او پر حماس ډېر لګول شوي نړيوال بنديزونه مات شول.

ليکوال زياتوي، چې مصر تل د غزې د خلکو په وينو کې خپلې ګټې لټولي دي. مصر هيڅکله هم له خپل هېواده غزې ته وسله وال نه دي ليږلي او نه يې د هغوی مرسته کړې، حتی د بشري قوانينو له مخې يې هم هيڅکله د غزې د ټپيانو او کړېدلو خلکو پر وړاندې خپل يوازينی سرحد «معبر رفح» نه دی پرانستی.

د مايکل ډيني له قوله د اسراييلو او حماس تر منځ د اوسنۍ جګړې له پيله مصري چارواکو ډېره زياته ظالمانه پاليسي وچلوله.

د تېرې جولايي مياشت په پنځلسمه مصري چارواکو د اسراييلو په دسيسه د حماس مرکچيان راوغوښتل او کله چې هغوی د مصر په منځګړيتوب اسراييلو سره د مستقيمو خبرو اترو مخالفت وکړ، نو اسراييلو د حماس د نوموړي انکار څخه ناوړه ګټه پورته کړه او دا يې د خپلې جګړې لپاره نوی جواز وباله او پر غزه يې ځمکني عمليات پيل کړل.

د ځمکنيو عملياتو له امله د حماس ګڼ شمېر سمڅې او پټ پوځي مرکزونه له منځه ولاړل.

د مقالې په پای کې ليکوال ليکي: سره له دې چې جنرال سيسي پر دې خبره ښه پوهېده، چې حماس له صحنې نشي ويستی، مګر بيا يې هم خپله خواري وکړه، خو د حماس زيرک قيادت د هوښيارتيا له امله جنرال سيسي په خپلو شمو موخو کې بريالی نشو.

ليکوال په لنډو ټکو کې وايي، چې د مصر د ټولو کوښښونو سربېره بيا هم مصر مجبور شو، چې د حماس غوښتنې او شرطونه ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x