fbpx

لویه څارنوالي: کریم خلیلي ته منسوب غږ څېړو، خو له امرخېله خبر نه یو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۳ل): د لويې څارنوالي چارواکي وايي چې دوی به ډېر ژر د ولسمشر دویم مرستیال ته د منسوب غږ څرنګوالی روښانه کړي.

د لويې څارنوالي ویاند بصیر عزيزي رسنیو ته ویلي چې دوی کریم خليلي ته د منسوب غږ اړوند پلټنې پای ته نږدې کړې دي، خو د ده په خبره د ضیاءالحق امرخېل له غږه نه دي خبر.
بل پلو د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون مسوولین وايي چې دوی د تېر لمریزې میاشتې پر ۲۲مه د ولسمشر د دویم مرستیال او د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء ریس ضیاءالحق امرخېل غږونه لويې څارنوالي ته د څېړنې او اثبات په مؤخه لېږلي دي.

د لويې څارنوالي ویاند بصیر عزیزي وايي چې دوی د کریم خلیلي په غږ کار کړی او دابه ژر له رسنیو سره شریکه کړي چې دا غږ د چا دی، ولې ثبت شوی او څنګه د ډاکټر عبدالله عبدالله ټیم ترلاسه کړی دی.

که څه هم بصیر عزیزي پخپلو خبرو کې وویل چې دوی ته د قانون له اړخه کریم خلیلي، اشرف غني او عبدالله یو ډول دي، مګر د ټاکنیزو شکایاتو کیمسیون مسوولین پر دې اندېښمن دي چې ولې یواځې د کریم خلیلي پرغږ څېړنې کېږي خو د ضیاء الحق امرخېل اړوند غږ نه پلټل کېږي.

یاده دې وي چې د ولسمشر دویم مرستیال ته منسوب غږ د ټاکنو له پایلو وروسته د اصلاحاتو او همپالنې ډلې له لوري خپور شو چې پکې کریم خلیلي پر خپلو پلویانو غږ کوي چې د اشرف غني احمدزي په ګټه دي له قانونه لارې هم کارواخلي.

په یادو ټاکنو کې د ځينو ولایاتو د والیانو، د پارلمان د وکیلانو او آن د ولسمشر د دویم مرستیال د غږ د ثبتېدو او خپرېدو خبرونه خپاره شول، چې شنونکو يې پړه پر اوسنۍ دولتي اداره ور اچوي.

د دوی په خبره په اوسنۍ اداره کې فساد تر دې بریده رسیدلی دی چې دیو چا خصوصي حریم هم له تېري خوندي نه دی، دا چې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د غږ ترلاسه کول له کومو لارو کړي لاهم ګونګه مسئله ده.

ورته قانوني تېروتنو د ټاکنو ارزښت لا راښکته کړی او عامو خلکو ته اوس ټاکنې یواځې د دوو ډلو ترمنځ د واک په سر د ناندریو وسیله ښکاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د