افغانستان

د بریښنايي تذکرو سلګونه کارکونکي بې له کومو دندو معاشونه اخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۳ل): ورورسته له هغه چې د بریښنايي تذکرو پرسر د اسلام او د افغانیت د لیکلو ناندرۍ حل شوې، د مخابراتو وزارت په چوکاټ کې د دې تذکرو د ثبت او وېشلو په مؤخه نږدې څلور سوه تنه مامورین وګمارل شول.

د دوی له ټاکلو نه نږدې لس میاشتې تېرېږي چې معاشونه ورکول کېږي، مګر د تذکرو په برخه کې کار په ټپه ولاړ دی.
د مخابراتو وزارت مسوولین يې په اړه وايي چې دوی ځينې تخنیکي ستونزې لري او د دې ستونزو سربېره شونې ده چې په دریو کلونو کې نږدې اویاسلنه افغانان دغه تذکرې ولري.

بل پلو د کورنیو چارو وزارت مسوولین هم وايي چې دوی په اوسنیو ناندریزو حالاتو کې د بریښنايي تذکرو له ویش سره موافق نه دي. او په خبره يې په دې لاره کې تر ټولو لوی خنډ امنیتي ستونزې دي.

یاده دې وي څو میاشتې وړاندې چې د یادو تذکرو پر جوړښت بحث کېده، عام وګړي د اسلام او افغان د کلمو پر لیکلو تر لاریونونو ورسېدل.

اوس معلومه نه ده چې د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت به کله د یادو تذکرو د وېش لړۍ پیل کړئ او ایا تر هغه وخت چې نږدې کال پوره کېږي د برېښنايي تذکرو د وېش په نامه سلګونو مامورینوته به معاشونه ورکول کېږي.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې که چېرته ټاکنیزې ناندرۍ ژر حل نه شي، نو افغان دولت به خپلو مامورینو ته د معاشونو په ورکړه کې پاتې راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

بهتره ده د تذکرو د توزیع پیل د محترم داکتر اشرف غنی احمد زی د حاکمیت به دور کی لکه څنګه چی دافغانستان دخلکو د افغانیت او اسلامیت هویت هم پکی څرګڼد وی ،توزیع کړای شی! اوسنی ټاکل شوی متن کی دا تذکری بی هویته ، بی څرکنده او بی معنی کاغذ نه بل شی ندی!ٔ اوسنی پارلمان هم بی کفایته او دجاسوسانو نه جوړ شوی خلک دی ، تول کارونه یی دافغانستان دملی ګټو خلاف او د افغانانو د غلیمانو د ګټو سره سم عیار دی، ځکه نو خلک ټول د داکتر اشرف د حاکمیت دور ته انتظار دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x