امریکا برطانیه اوفرانسه دلیبیا هیواد دویشلو هڅي کوي

په طرابلس کی وخبریالانو ته دوینا پرمهال موسی زیاته کړه، کچیري رښتیا لویه برطانیه، امریکه اوفرانسه دلیبیا په اړوند دکوم سازش په لټه کي نوي، نوبیا ولي له بغاوت کونکو سره په تماس کي دي
دلیبیا خارجه وزیر زیاته کړه چي استعمارګري یوواربیا سیمي ته مخه کړیده اوزه باید روښانه کړم، چي دهیواد لپاره ځانونه قربانول زمونږسپیڅلي وظیفه اویومقدس ارمان دي، مونږبه دهیواد دحاکمیت امنیت اویووالي لپاره ځانونه مړه کړو.
ښاغلی کوسا دامریکي دولس مشر بارک اباما پر هغه ویناوو باندي سختی نیوکي وکړي، کوم چي تیره ورځ نوموړي ویلي وو، هغه ټول لیبیا یی چارواکي به محکمه شي څوک چي دلیبیا په روانو بشر ضدکړنوکي لاس لري.
نوموړي زیاته کړه کچیري اباما دلیبیا هیواد اودخلګودفاع دبشرضد کړني بولي. نومونږبه دابیا بیا تکراره وو اودخپلي خاوری اوملت ددفاع حق لرو.
نوموړي په خنداسره وویل، مونږډیرخوشحاله یو چي اباما یو افریقایی امریکی ولسمشردی خو بدبختانه چي دواړه ماشوم دماغ لري. اودقذافی دټولو ملګرو دمحکمي غوښتنه کوي
بخت الرحمن بخت: نن ټکی اسیا