نظــر

استعمار په نړی، سیمه او هیواد کی (څلورمه برخه)

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی 

بسم الله الرحمن الرحیم

په نړی او سیمه کی د استعمارګرو مظالم او وحشت

ښه مثال یی د روسانو او امریکایانو پرونی دشمنی او نننی دوستی او یو بل سره هراړخیزی مالی ، میدیاوی ، استخباراتی او نظامی مرستی او یو بل ته د اسانتیاوو برابرول او شیطانی ګډ دریز د حیرانتیا وړ دی ، هماغه هیوادونه چه پرون د روسانو اقمار بلل کیدل نن د امریکایانو او هغه چه د امریکایانو اقمار وو نن د روسانو په اقمارو کی وشمیرل شول ، هماغه د چین او روس کمونستان چه د امریکا په ګډون لویدیز ته به یی د بشریت دشمن او امپریالیزم ویلو او حتی په افغانستان باندی د روسانو دیرغل بهانه همدا وه چه افغانستان کی د امپریالیزم په ضد د افغانستان د کمونست حکومتونو سره د مرستی د پاره نظامی مرسته کوی.

د یو روسی عسکر دمرګی له خبرو لیکم ،[ هغه روسی صاحب منصب وویل مونږ ته روسیه کی ویل کیدل چه افغانستان باندی امریکایانو او پاکستانیانو ( امپریالزم ) یرغل او تهاجم کړی مونږ باید افغانانو ته نظامی مرسته ورسوو ، هغه عسکر وایی کله چه مونږ افغانستان ته ولاړو په غیر له غریبو افغانانو مو بل څوک ونه لیدلو چه یرغل یی کړی وی ] د حیرانتیا وړ بیا دا چه کله امپریالیزم په رښتینی یرغل کولو د روسانو په مشوره سره وو او زمونږ هیواد یی د روسانو او سیمی هیوادونو په مالی او نظامی مرستو اشغال کړو روسانواو چینایانو نه یواخی لږ تر لږه د امپریالیزم وحشت ونه غندلو بلکه د امپریالیزم سره یی هر اړخیزی مرستی وکړی هر ډول مالی ، استخباراتی ، میدیاوی او نظامی اسانتیاوی یی ورته برابری کړی .

په عربی هیوادونو کی چه مجاهدینو د دوی د وحشی غلامو حکومتونو په بغاوت د جهاد ژغ پورته کړلو امپریالیزم ته د هر څه پته وه د جهاد له پیلیدو د مخه یی ډيری وسی او هڅی په کار واچولی چه اسلامی پاڅون یا جهادی روحیه په نطفه کی خنثی کړی مګر د هغو غلامو حکومتونو دخپلو خلکو سره له دومره وحشت خیانت ، فتنو او فسادونو کار اخستلی وو چه په مقابل کی یی دخلکو عکس العمل ورله نشو بدلولی ، استعمار ته بیا دا مهمه نه ده چه خپلو غلامانو سره تر اخره پاتی شی چه غلامان یی زاړه او بیکاره شی یعنی د دوی استثماری ګټی نه شی خوندی کولی بیا یی دمخالفینو سره هم ملتیا کولو باک نه ګڼی تر څو وکولی شی دمخالفینو سره نوی اړیکی جوړی او د دوی استثماری پلاونه په بل رنګ ، خنداو بله پیمانه جاری پاتی وی مګر هڅی یی دا وی چه هغه بدلونونه ملوث او بیا یی د ځان په ګټه وڅرخوی ، په همدی اساس هماغه د عربو اسلامی جهاد یی په عربی پسرلی بدل یعنی نشنلستی بڼه یی ورکړه د الله ج د رحمت مخه یی تری ونیوله لکه چا چه د الله ج د رضا د پاره پاڅون کړی وی مګر له شیطانانو مرستی وغواړی نو د الله ج مرستی قطع شی هماغسی وشول .

که امپریالیزم په اوایلو کی ونه توانید چه د خپلو غلامانو څخه دفاع وکړی ځکه چه اولسونه یی له وحشت او مظالمو تر پوزی رارسیدلی وو د دی وخت وو چه باید لیری شوی وی امپریالیزم هم پری راضی وو ، امپریالیزم ته دهغو د ټولو سرمایه وو پټه وه چه څه ورته دوی له اوله ورکړی وی او هغه چه له ملته یی غلا کړی وی او هغه ټولی یی په امپریالیستی هیوادونو په بانکونو کی ساتلی وی چه سود پری وکړی او مهمه دا چه روپی یی محفوظی وی . ولی د دی غلامانو هغه سرمایه تر هغه وخت محفوظه وه چه دوی یی استثماری ګټی خوندی کولی شوی او دوی د هغوی وفادار غلامان وو کله چه دغه بیلانس مات شو ټولی سرمایی ورله فریز یا ملغا اعلان کړل دا ده د امپریالیزم دوستی د خپلو غلامانو سره ، لکه د ایران رضا شاه غلام په شان چه سیاسی پناه یی هم ورته ورنکړه ، دغه دی زمونږ د غلامی اداری غلامان له هغه عربی غلامانو هم زده کړه نه تر لاسه کوی ، صدام حسین ته چه د ایران د حکومت په مقابل کی یی جنګوو دوی ورته وسلی او وسیلی ورکولی د دوی ډیر وفادار غلام او منلی ملګری وو او حتی د دوی په واسطه یی دا قدرت تر لاسه کړی وو ، مګر کله چه د پلان هغه برخه راورسیده چه دوی عراق وران او کمزوری کړی صدام حسین یی اعدام کړو ، د قذافی په دوه لاسی سلامونو هم ورته ګټه ونکړه کله چه یی د وژلو وخت راورسید ویی وژلو د مبارک او نورو همدغه حال وو . دوی یی ټولی سرمایی خپلی کړی یعنی څه چه یی رشوت کی ورکړی وی هغه یی هم تری تر لاسه کړی او هماغه ښو غلامانو ته یی چه پرون دیموکراتان ویل نن یی ورته دیکتاتوران او د ظالمانو خطاب وکړو .

یعنی هماغه دمجاهدینو جهادی روحیه یی په نشنلستی یا د عربانو په پسرلی مسمی کړه او هماغه د عربانو د پسرلی پواسطه یی خپل پخوانی سپی لیری او نوی سپی چه تر پخوانو یی غاشونه تیز ، لوی او پیاوړی دی کینول ، په مصر کی چه د دوی په خلاف د اخوانیانو اسلامی ګوند د همدوی د شیطانی دیموکراسی له مخی سیاسی قدرت تر لاسه کړو هلته یی موازی ورسره د السیسی یهودی جنرال په واسطه کودتا جوړه او عملی کړله د مرسی هغه حکومت چه د شفافو ټاکنو ( چه دوی ورته دیموکراتیکی ټاکنی ) په نتیجه کی رامنځته شو نسکور او په ځایی یی خپل نوی یهودی وغلام السیسی کینولو د اخوان االمسلمین ټول مشران یی ورله شهیدان او کشران یی ورله په زندانونو کی تر ټولو سختو شکنجو لاندی نیولی دی .

په سوریه کی وګوری چه هم یی د بشار الاسد ملحد او شیعه رژیم ته په پټه ۶ بیلونه ډالر د القاعدی مجاهدینو د مخنیوی د پاره ورکړی وی او هم یی د مجاهدینو سره ځانونه په دی خاطر ملګری کړل چه مجاهدین د اسلامی نړی په سترګو کی د امریکا او لویدیز جاسوسان معرفی او ذلیله کړی او هم د سوریی شاوخوا یی خپلی جنګی بیړی ځای په ځای درولی وی چه د سوریی مجاهدینو ته له اسلامی هیوادونو څخه لکه قطر یا سعودی او نورو څخه د د هغو وسلو مخه یی نیولی وه چه د اسد د هوایی قواوو د ویشتلو د پاره موثره وی ، د اسد او مجاهدینو تر منځ یی جنګ اوږد وساتلو تر څودواړه خواوی ډیر مسلمانان او نظامی قوتونه پکی کمزوری او نابود شی او د اسراییلو د پاره چه د عراق او سوریی له خوا احتمالی خطر هیله وه ، رفع شی په اخره کی چه په خپلو دوه مخیو کی رسوا کیدل سوریه یی روسانو ته حواله کړه ځانته یی د اوړو پوزه کیښودله که د اسد رژیم له کیمیاوی وسلو کارولو صرفنظر شی مونږ هم دمجاهدینو سره مناففانه مرستی نه کوو حتی نن ددوی اصلی څومخی تر دی په ډاګه شوه چه په هماغه مجاهدینو په سوریه کی بمباری کوی یعنی د مسلمانانو په مقابل کی روسان او امریکایان یو دریز لری یعن اسلام ملت واحد او کفر ملت واحد دی .

د کفر تخم کفر دی له غنمو غنم او له جوارو جوار زرغونیږی رحمان بابا وایی ( هر پیوند دخپل پیوندسره جوړیږی په نارنج کی می انار لیدلی نه دی ) د نړی په هر هیواد کی د دوی لاس ، پښی او فتنی دی په حقیقت کی دوی هماغه د دجال عسکر او د دجال د قوماندی لاندی دی که کوم هیوادونه چوب دی د همدوی په واسطه او که په کوم یو هیواد کی اور بل دی خلک وژل کیږی او تباه کیږی هغه هم د دوی له لاسه او دوی پکی استثماری ګټی لټوی او خپلوی او د همدی له لاسه پکی اور بل دی په جنګ کی هم دوی او په سوله کی هم دوی لاس ، حضور او واک لری ، سوله په جنګ اړوی اوجنګ کی خپلی استثماری ګټی تر لاسه کوی د فلسطین مظلوم اولس مظلومیت ته وګوری چه د امریکا د بی قیده وشرطه مرستو په واسطه د اسراییلو هر اړخیز داسی ملاتړ کوی لکه چه اسراییل د دوی ایالت او یا اسرییل د دوی پایتخت وی دا اړیکی بیل کلینټن د هډوکی او پوستکی په مثال کی وښودلو او دا خبره یی هم ورسره وکړه چه ( زه نه پوهیږم هډوکی کوم یو او پوستکی کوم یودی ) یعنی کلینټن چه د امریکا ریس جمهور وو په دی نه پوهیدلو چه اسراییل د امریکا ایالت او که پایتځت دی ؟ یعنی ریس جمهور چه له مهمو رازونو خبر نه وو ددی معنی دا وه چه اسراییل یی پایتخت دی او دا رازونه د اسراییلو سره دی چه د امریکا ایالت که پایتخت دی .

د امریکا او انګریزانو په مستقیمو کړنو اسراییلو په زور نه یوآخی شته بلکه اوس په امریکا او ټوله نړی حکومت کوی ، د حیرانتیا بله ډیره مهمه خبره د انګریزانو د لوی شیطانت ته ستاسی پام رااړوم او هغه دا چه فلسطین او هند دواړه د انګریزانو مستعمری وی انګریزانو په ۱۹۴۷ کی هم فلسطین اسراییلو ته ورکړو د دی د پاره چه په منځنی ختیزکی چه د عثمانی خلافت تیرشوی او دوی په ترکی او عربی نشنلیزم دړی وړی کړو اوس یی په منځنی ختیز د اسراییلو په واسطه د لاک او مهر ټاپه ولګوله او د اسراییلی حکومت په تاسیسولو یی په منځنی ختیز کی د تل د پاره دخلافت او یا اسلامی حکومت د تاسیسولو خوبونو لیدل له خاورو لاندی کړل . او د اسراییل استخباراتی شبکو په واسطه دا سیمه پوره په واک او کنترول کی ونیوله دلته به هغه کس په واک کی وی چه د دوی حلقه بګوش غلام وی چه فعاله مسلمانان غیرفعاله او د دوی استثماری ګټی خوندی وساتی . او د هر ډول عیاشیو د زمینو په برابرولو اسلام په عملی بڼه کی محوه او نابود کړی او ډيری بریاوی یی تر لاسه کړی هم دی .

د حیرانتیا خبره یی همدا چه په ۱۹۴۷ عین کال کی چه د اسراییلو حکومت یی د منځنی ختیز اسلامی هیوادونو د غلامی د پاره تاسیس کړل د هند لویه وچه ( چه د نفوس دریمه برخه یی مسلمانان وو ) په نوی هند او نوی پاکستان وویشله ، د ویشلو اصلی هدف دا وو چه :

د هند زیات نفوس د هندوانو ، ولی دوهم زیات نفوس د مسلمانانو وو سیکان ، عیسویان او نور ډیر اقلیتونه پکی میشت وو ، دا چه ملسمانانو اسلامی نظام له ځانه سره درلود په سیاست او حکومت داری که د نورو ادیانو پر تله مخکی وو د بلی خوا د هند حکومت د افغانستان د مسلمانانو له خوا اداره کیدلو دی کار هم مسلمانانو ته د دی زمینه برابره کړی وه چه حکومتی لوړپوړی چارواکی دوی وی یعنی د حکومت زیات واک د دوی په واک کی وو ، د بلی خوا په هند کی اسلامی علما ډير زیات او ډيری مدرسی یی درلودلی د دعوت او تبلیع کار په ډیره تیزی روان وو او بل هغه اسلامی اخلاق چه مسلمانانو درلودل جوپی جوپی هندوان ، سیکان ، بودایان ، عیسویان او نور کوم دینونه چه هلته وو په اسلام مشرف کیدل یعنی هر کال د مسلمانانو شمیر د نورو دینونو پر تله زیاتیدلو ، دریم بل ډير مهم دلیل د سیدجمال الدین هلو ځلو په هند کی خلک بدلون او خپلواکی ته هڅولی وو خلکو د انګریزی استعمار په مقابل کی جهادی او د خپلواکی پاڅون وکړو او دغه اسلامی پاڅون په ملی پاڅون بدل شو یعنی هندوانو ، سیکانو او نورو یی ملتیا وکړه انګریزانو ته یی د سر په ککری کی اوبه وچوشولی .

انګریزانو ته دا ستونزه مسلمانانو رامنځته چه په راست کی یی پټانان یا افغانان قرار درلود چه په توره او میړانه کی نړیوال شهرت لری تر دی چه انګریزانو ته سور د هند د لاسو ورکولو چراغ ولګیدلو ، دا چه الله ج لکه په انفرادی ډول چه ځینی انسانانو تر نورو ځانګړی ځانګړتیاوی ورکړی د نړی قومونو ته یی په مجموعی ډول هم بیلابیلی منفی یا مثبتی ځانګړتیاوی ورکړی لکه افغانان یا عربان چه ډیر جاهل قومونه او په مړانه او توره کی هم تر نورو مخکی دی انګریزانو د نړی په فتنو او واک تر لاسه کولو او ساتلو کی تر نورو قومونو مخکی والی لری وروستنی نسلونه یی د مخکی نسلونو پروژی تعقیبوی یعنی سل کلن او زرکلن اوږد مهاله پلانونه،تصامیم او تدابیر لری لنډ مهاله پلانونه هم لری چه په هغو کی د ځینو شرایطو د رامخی کیدو په خاطر کله بدلونونه منلی شی مګر اوږد مهاله پلانونه کله هم نه بدلو که شرایط مناسب نه ځندول کیږی مګر له منځه یی نه وړی ، یعنی نه یی بدلوی .

په هر صورت ، انګریزانو چه له یوی خوا د هند لویه وچه له لاسه ورکوله ، دا یی یوه لویه صدمه ولی د دی په څنګ کی دوه نور حتمی خطرونه هم ورسره ملتیا درلودله یو خطر یی د دوی د هغه وخت استعماری لوی رقیب یعنی روسان وو چه که دوی هند له لاسه ورکوی روسان به ګرمو اوبو ته راووځی او د دوی د ټولو نورو مستعمرو د پاره چه یی یی په نړی کی درلودلی زنګ خطر او د روسانو سره د مستقیم جنګونو د رامنځته کولو امکانات وو ولی تر دی خطر هم چه انګریزانو ته دیر مهم وو هغه په هند کی د مسلمانانو پیاوړتیا او دهند سیاسی ټول قدرت تر لاسه کول وو ، که ټول هند د مسلمانانو شوی وی یعنی د هند اکثریت خلک مسلمانان شوی او سیاسی قدرت یی هم په لاس کی وی نو دهند نفوس چه هغه وخت څلورنیم سوه میلونو ته رسیدلو چه اوس تر یو بیلون هم اوښتی لږی سو پر پاور به وو د هر استعمار سره به یی هر اړخ کی مقابله کولی شوی نو که د هند لوی وچی ته یی بی قیده او شرطه خپلواکی ورکړی وی انګریزانو دا د خپل راتلونکی وخت د پاره محوه کول او ځانوژنه ګڼله .

د مسلمانانو په واسطه د هند د لوی وچی د سیاسی قدرت تر لاسه کولو او له مسلمانانو څخه د نړی په کچه د انګریزانو په مقابل کی لوی قدرت جوړیدولو دخطر دمخنیوی د پاره یی د هند څخه پاکستان د مسلمانانو سټیټ په نوم په داسی ډول جلا کړو چه نیم مسلمانان یی په نوی هند کی پریښودل او هغه مسلمانان چه د پاکستان په نوم یی بیل کړل نیم یی د نوی هند په شرق او نیم یی د نوی هند په غرب کی ورته خاوره ورکړه او څه مسلمانان چه په کشمیر کی وو هغه یی هم د نوی هند سره نیمایی کړل په دی ډول یی مسلمانان په څلورو برخو وویشل ، پاکستان له اسراییلو وروسته دوهم هیواد دی چه د اسلام په نوم جوړیږی او د پایتځت نوم یی هم ورله اسلام اباد وټاکلو . انګریزانو کشکی په د ی ویشنه بسنه کړی وی د مسلمانانو او هندوانو د فلجولو د پاره یی د دی کار د پاره مخکی له مخکی هم ګوندونه او هم خپل غلامان چه په لندن کی پیدا شوی ، لوی شوی اود همدای مطلب د پاره د انګریزانو د لویو شیطانانو په واسطه تربیه شوی وو یعنی تار او پود یی د انګریزانو جوړ شوی وو په نظر کی نیولی وو لکه د هند د کانګرس ګوند او د هغه ګوند د پاره مشر ګاندی ، د پاکستان د پاره یی انګریزی مسلم لیګ او مشر یی ورله جناح ټاکلی وو ( که تصویر یی وګوری له قره قلی غیره نور ټول پوره انګریز حتی سترګی یی شنهی او ویښتان یی هم زیر ، نه په اسلام پوهیدلو او نه په اردو ، یعنی نه یی کله لمونځ کړی او خبری یی هم په انګریزی کی کولی ) او د سیمی د پشتنو د پاره یی ګوند نشنل عوامی پارتی او مشر یی ورله غفارخان ټاکلی وو چه هغه هم په لندن کی پیدا شوی او لوی شوی وو ، د ده په هکله به اوس څه نه لیکم .

لنډا دا چه ، نوی هند یی هندوانو د کانګرس او ګاندی د قیادت لاندی پريښود چه لندن ته به ولاړو دریشی اونیکتایی به یی اچولی وه خو هند ته چه به راغی د پنچابیانو اوږد شال لکه د عمری په شان اچولی او څرخی به یی کولی ، نوی پاکستان یی مسلم لیګ یا جناح حواله کړو غفار خان بابا ته یی شاید لندن کی زمکی او پاکستان کی معاشونه مقرر کړی وو هغه صرف د دی د پاره وو چه د پشتونستان د خپلواکی مخنیوی وکړی یعنی د پشتونستان چیغی خو به وهی چه د پشتنو د خپلواکی د پاره بل کوم رښتینی انقلابی او جهادی خوځښت رامڼخته نه شی لکه اوس چه عمران خان د نواز شریف غلام په مقابل کی ملی پاڅون کړی دا ښه وخت وو چه د نشنل عوامی ګوند هم د پشتونستان د جوړیدو او خپلواکی د پاره نظامی پاڅون کړی وی خو محمود خان برخلاف د عمران خان په خلاف د نواز شریف ملاتړ کوی او یا لا د سوات او پشتونخوا په لکونو پشتانه د غفار خان د لمسی په واسطه د انګریزانو د پاره په شهادت ورسیدل چه په تاریځ کی ساری نه لری حتی د وزیرستان پښتانه چه اوس بمبارد شول دا هم د محمود خان د منځګرتوب په نیتجه کی وشول چه د کرزی او نواز تر منځ یی ډالر تبادله کړل او دوی پکی خپله برخه هم خپله کړه . همدا دوه عمده مثالونه یی کفایت کوی یعنی د پاکستان نشنل عوامی پارټی چه پشتو کی ورله نوم هم نه لری د پشتنو د غلامولو او غلام ساتلو د پاره جوړه شوی د همدغه لاسته راوړنو څخه یی مشران تل خانان دی او څومره سرمایه چه دوی په لندن کی لری هغه په پاکستان کی نه لری د دی په خاطر چه یرغمل یی نیولی وی .

نوی هند او نوی پاکستان ته رښتینی خپلواکی په ځای رښتینی غلامی ورکړه یعنی انګریزانو په دواړو کی هماغه د انګریزانو قانون او پالیسی تر پخوا لا زیاته قایمه او محکمه کړله مخکی یی په زور نیولی اوس یی قانونی خپل کړی د انګریزانو سره تړونونه لری چه دوی به د انګریزانو پالیسی تعقیبوی ، په سیمه کی به د انګریزانو استثماری ګټی خوندی ساتی او که دوی ته له کوم اړخه خطر وو پلرونه انګریزان ( برطانیا ) او زامن کړوسی انګریزان ( امریکا ) به یی د نورو په مقابل کی خوندی او ګړندی ساتی . انګریزانو ته د هند پر تله د سیمی د پاره د پاکستان غلام حکومت ډير موثر او ځانګړی اهمیت لری او په ځانګړی دول په سیمه کی د پشتنو د کنترولو او غلام ساتلو د پاره چه انګریزانو ته یی په هند کی د سر په کوپړی کی اوبه ورکړی وی همدا پشتانه چه دمسلمانانو په مشری کی یی قرار درلود د هند د لوی وچی څخه د انګریزانو امپراطوری په رنګولو کی د پشتنو اغیزه تر تورو زیاته او موثره ښکاریدله . همدارنګه د مرکزی اسیا او تر تولو ډیره مهمه خبره د روسانو له ګرمو اوبو څخه ساتل انګریزانو ته ډیر مهم دی یعنی پاکستان په دی سیمه کی د انګریزانو د پاره د دوهم اسراییلو حیثت او اهمیت لری . د مسلمانانو د نفوذ دا دوه سیمی وی مرکزی او جنوبی اسیا او منخنی ختیز وو د منځنی ختیز د مسلمانانو مخه یی په نمبر یک اسراییلو او د مرکزی او جنوبی اسیا د مسلمانانو مخه یی په نمبر دو اسراییلو ( پاکستان ) نیولی او داسی نوری ګټی یی هم په پاکستان کی خوندی دی که لیکم یی د لیکنی اصلی هدف به بل خواته وګرځی او لیکنه به اوږده هم شی .

که انګریزان ، نمبریک اسراییل ( پاکستان ) او نمبر دو اسراییل له لاسه ورکوی ، برطانیا او واشنګټن د لاسه ورکوی د دی دوه اسراییلو ساتنه انګریزانو ته ډیر حیاتی اهمیت لری حتی د دوه اسراییلو پیاوړتیا ورته تر ځان هم ډیر اهمیت لری د همدی خاطره انګریزان د هند او پاکستان په اتوم بم جوړونه کی چه څوک ورسره مخالفت ونکړی ډیره په پټه ډیره لاس اړونه لرله چه څوک ورسره مخالفت ونکړی انګریزان پوهیدل چه د هند او پاکستان اتوم بمونه به د مسلمانانو روسانو او چینایانواو د نورو د دشمنانو مقابل کی کارول کیږی نه دا چه دانګریزانو او د هغو د متحدینو په مقابل کی وکارول شی .

په همدی کچه انګریزانو د پشتنو حکومت جوړیدل په سیمه کی د انګریزانو د شتون د پاره د اتوم بم په کچه خطرناک بولی یعنی د پشتنو سیاسی قدرت او هغه هم د اسلامی نظام لاندی انګریزانو ته داسی مثال لری لکه په انګریزان چه تر ټولو لوی اتوم بم ورولویږی مګر هغه چه پښتانه په کوم ایزمی ګوند ک تعقیم شوی وی د همدی خطر د مخنیوی د پاره یی د پاکستان حکومت او د نشنل عوامی ګوند جوړ کړلو چه د پشتنو د خوځښت او خپلوا کی مخه یی نیولی وی اود پښتنو په واسطه سوچه اسلامی حکومت رامنځته نه شی په اوسنی جنګ کی تاسی ګوری چه انګریزانو په قندهار او هلمند کی تمرکز درلود او یا ټول جنګ یی د پشتنو په سیمو کی ساتلی دی .

انګریزانو له داسی سحر او جادو کار واخست چه د هند لویی وچی ته یی د خپلواکی په ځای غښتلی غلامی ورکړه چه دواړه هیوادونه به تل تر تله غلامان وی حتی د دواړو هیوادونو ملی او رسمی ژبه انګلیسی ده ، پاکستان که هم اوله ژبه انګلیسی او دوهمه اردو ده د پاکستان پښتانه یی تر دی کچی غلامان کړی چه په خپله پشتو نه وایی بښتون د پښتون سره په اردو خبری کوی او که ځان تعلیم یافته معرفی کوی په انګلیسی او یا پشتو کی له نیمایی زیات انګلیسی لغاتونه کاروی .

لنډه خبره دا چه د پاکستان اسلامی حکومت چه د اسلام په نوم جوړ شوی پایتخت یی هم اسلام اباد دی په نړی کی دوهم حکومت دی چه د دین په نوم جوړ شوی مګر حکومت او نظام یی سکولریست او دین یی دموکراسی ده او دوهم حکومت چه د دین په نوم جوړ شوی اسراییل دی دواړه د انګریزان په واسطه د انګریزانو په مستعمره هیوادونو یعنی هند او فلسطین کی په ۱۹۴۷ عیسوی کال کی د عین هدف د پاره جوړ شول یوآځنی توپیر چه د پاکستان او اسراییلو تر منخ شته هغه دا چه اسراییل یی د انګریزانو باداران او پاکستان یی د انګریزانو غلامان جوړ کړل یعنی اسراییل به هغه څوک وی چه انګریزانو او حتی نړیوالو ته دستور او قومانده ورکوی ولی؟ یعنی دوی صحیونیستی اسراییل دی اصلی یا ټول خالص اسراییل نه دی انګریزان یی د اسراییلو په نوم مسمی کړی او څه متعاصب اسراییل هم ورسره ملګری دی چه د نړیوال ګوند ( ماسونیزم ) او نړیوالو دین ( دیموکراسی ) او نړیوال نظام ( سکولریزم ) په لرلو او کارولو دنړیوال حکومت دتاسیسولو په وسو او هڅو کی دی .

د فلسطین په مسلمانانو یی هم لکه د پاکستان د ویش په شان د فلسطینانو په نامه فلسطینانو ته ورکړی چه یوه یی ویست بینک او بله یی غزه یادیږی یعنی یو د بله سره جلا ، د یو بل سره مرسته خو پریږده لیدلی هم نه شی ویسټ بینک کی تش په نامه پولیس شته تش ډانګی لری که د پولیس سره تفانچه پیدا کړی اسراییلو ته غیرقانونی ده هر کله چه اسراییل وغواړی هلته ننوځی د وسلو تالاشی کوی او واک یی هم یو غیر مسلمان ته لکه عباس ( بهایی ) ته ورکوی چه د قادیانیانو په شان جلا پیغمبر لری او غزه کی یی ورته د سپکو وسلو اجازه ورکړی چه وخت ناوخت ورسره دوسلو د کارولو تجربی تر سره او اسراییلو د وژلو بیلابیلی نوی طریقی پری وازماوی ،کال کی یو یا دوه کرته وراباندی لوی یرغل کوی په هر ځل څو زره کسان په شهادت رسوی ، حتی اوبه او خواړه یی د اسراییلو له خوا دی که اسراییل ونه غواړی دلوږی او تندی او ناروغیو له لاسه یی هم وژلی شی . یعنی عین کار چه پاکستان ته یی شرقی او غربی پاکستان ورکړی وو فلسطینیانو ته یی هم د توهین د پاره دوه کوچنی سیمی ورکړی چه هر وخت یی وژنی د اسراییلو خوښه ده چه هر څه ورباندی کوی .

سربیره په پاکستان او فلسطین ښ، د منځنی ختیز نور حالات یی په لبنان ، سعودی ، سوریه ، عراق او ایران کی داسی ترینګلی کړی چه هره ورځ ، هره اونی او هره میاشت د سنیانو اوشیعه ګانو د لوی جنګ د رامنځته کیدلو موجبات یو د بل پسی خلق او حمایه کیږی چه اسراییل ایران او امریکا سعودی ته وسلی ، وسیلی او پیسی ورکوی امریکا په بحرین د شیعه انقلابیانو په ضد د سعودی حمایت کوی خو په لبنان ، افغانستان ، سوریه ، عراق ،ایران او پاکستان کی یی د شیعه وو کمربند جوړ کړلو ( یو بام دوه هوا ) ایران یی پریښودلو چه اتم بم او نوری قوی دفاعی او تعرضی وسلی جوړی کړی سعودی ییی له دغی ویرولو په سعودی یی د پیلونونو ډالرو وسلی خرځی کړی په هر صورت سعودی او ایران دواړه ډیری خطرناکی نظامی وسلی او وسیلی لری که د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ ( چه رموت کنترول یی د انګریزانو سره دی) جنګ پيل شی نو په یوه شپه اوورځ کی به په میولونونو مسلمانان په شهادت ورسیږی چه همدا اوس د سنیانو د سته جمعی مرګونه د عراق د شیعه ګانو په واسطه پیل شوی دی بس یوی قوماندی ته اړه ده ومن الله التوفیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x