افغانستان

ټاکنې: یان کوبیش وايي په ټوله نړۍ کې دا ډول بیا کتنه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي چې د نړۍ په سطحه داسې بیاکتنه او څېړنه نه ده شوې، لکه د د افغان دویم پړاو ټاکنو د رایو د بیا کتنې پروسه چې پېچلې اوپراخه وه.

د یوناما له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د یان کوبیش له خولې ویلي دي، چې دوی هیله من دي چې دواړه نوماندان به د دې بې نمونې څېړنې پایلې ومني او پخپلو ژمنو به کلک ودرېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دواړه نوماندان به له پایلو وروسته سمدستې د ملي یووالي پرحکومت جوړولو پیل وکړي او دا حالات به بدل کړي.

یان کوبیش له دواړو نوماندانو غوښتي چې دوی دې د ټاکنو له کمیسیون سره مرسته وکړي او ژر تر ژره دې پروسه بشپړه کړي.

د نوموړي په قول په افغانستان کې سیاسی، اقتصادي او امنیتي ستونزې په ټاکنیزه پروسه کې لوی خنډونه دي.

له بله پلوه ولسمشر حامد کرزي له یان کوبیش سره په خبرو کې په دې ټینګار وکړ چې راتلونکی ولسمشر به هرو مرو د روانې لمریزې میاشتې په یوولسمه نېټه خپله لوړه کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x