افغانستان

هلمند: په سنګین کې له پرون راهیسې اته ویشت عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري پراخ ډله ایز بریدونه روان دي.

د سنګین د جګړې په خاطر له یاد ولایت نه د امنیه قومندان لري اوپر ځای يې یو جمعه ګل همت وټاکل شو، چې لویه ذمه واري يې د سنګین د جګړې د تمامولو مسوولیت و.

د راپورونو په اساس یواځې له پرون راهیسې په د سنګین په جګړه کې اته ویشت عسکر وژل شوي دي او د طالبانو له قوله اووه نورې پوستې يې نیولې دي.

رسنیوته د طالبانو له لوري په لېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون د سنګین ولسوالي مرکز، د څاروان کلا هراتیانو ، ملازو، او کونګ مانده په سیمو کې بریدونه شوي دي او پراخه مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې دوی د ماینونو پر مټ وتوانیدل چې اتلس عسکر یوځای له منځه یوسي.

خبرپاڼه کاږي: «تر اوسه 7 پوستې فتحه شوې او ددښمن 28 مزدور عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر یې ژوبل شوي دي او ددښمن عسکر دهراتیانو په سیمه کي له ټولو خواوو محاصره شول چي مجبورا یوه سرای ته ننوتل چي مجاهدینو ورباندي برید اودخښ شویو ماینونوپه مټ چاودني وکړي چي پکي 18 عسکر یې ووژل شول.»

پر دې سربېره د هلمند په نهر سراج، نوزاد او نادعلي کې هم په بېلابېلو پېښو کې د ګڼو امنیتي مسوولینو د وژلو خبرونه ورکړل شوي دي.

یاده دې وي چې د طالبانو د سږنیو عملیاتو له پیل سره تراوسه پورې په هلمند کې خورا جګړه تونده روانه ده، د سیمې اوسېدونکي وايي چې دوی د دولتي ځواکونو له ظلمونو په تنګ و، ځکه خو له طالبانو سره هر ډول مرستې ته تیار دي.

د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې جنګېدونکي عسکر هم وايي چې په ډېرو سیمو کې مو لیدلي دي چې له کورونونه پېغلې راباندې ډزې کوي.

دا په داسې حال کې دی چې د فاریاب په غورماچ ولسوالي کې لا د دوه زره محاصره شويو افغان عسکرو برخلیک نه دی معلوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x