نړۍ
شرق الاوسط : قذافي دواک پرېښودلو ته تیار شوی
له لندن نه خپریدونکي اخبار شرق الاوسط ادعا کړې چې دلیبیا اولسمشر ډګرمن معمر القذافي دې ته تیار شوي چې واک پریږدي .
دشرق الاوسط اخبار لیکلي چې قذافي ویلي که ده ته له لیبیا نه دوتلو لار ورکړل شي او دده له خوا معلوم شوي ځاي ته دتللو اجازه ورکړل شي او همداراز په راتلونکي کي هم له ده نه سوال او جواب ونشي ، دې ته تیار دي چې واک وسپاري.
ددې ادعا د رد او تصدیق په اړه دقذافي دحکومت درسمي منابعو له لوري څه نه دي ویل شوي.
احمد بریال