افغانستان

امریکا: د امریکا له قانون سره سم مو پاکستاني بندیان خوشې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د دفاع وزارت د هغو ۹ پاکستاني بندیانو د خوشې کولو څخه دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې دوی د امریکا د جګړې د قانون سره سم نیول شوي او خوشې شوي دي.

دغه ۹ بندیان څو ورځې وړاندې د افغان دولت له خوښې پرته له باګرام زندان څخه امریکا خوشې کړل.

افغان دولت ويلي و چې امریکا دوی ته ددغو بندیانو د خوشې په اړه مالومات نه دي ورکړي او امریکا باید په دې اړه سپيناوی وکړي.

باګرام زندان چې اوسمهال یې چارې افغان دولت ته سپارل شوي لا هم د امریکا تر کامل تصرف لاندې دی او په خپله خوښه په کې خلک اچوي او خوشې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت د بندیانو د چارو ویاند ډګرمن مایلس کاګنس نن د وږي په ۲مه ومنله چې د امریکا ۹ پاکستاني بندیان له باګرامه خوشې کړي او زیاته کړې يې ده چې دوی د یوه بشپړ امنیتي ضمانت وروسته پاکستان ته لېږدول شوي.

دغې سرچېنې زیاته کړې چې دغه ۹ پاکستاني بندیانو سره یې د امریکا د قوانینو سره سم چلند شوی دی.

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د قانون سره سم خپلې چارې پر مخ وړي او د افغانستان قانون په خپلو ځانونو د عملي کولو وړ نه بولي.

امریکايي ډګرمن زیاته کړې چې دوی ددغو پاکستاني دوسیې په ځانګړي ډول څارلي او څېړلي او دوی يې د امریکا او نړیوالو قوانینو سره سم په خوندي شکل پاکستان ته لېږدولي.

تر دې وړاندې افغان دولت ددغو بندیانو د خوشې کولو پر سر غبرګون وښود او له امریکا یې په دې اړه سپيناوی وغوښت.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي پرون ویلي و چې دغه پاکستانیان ولې او کله ونیول شول او څه ډول باګرام ته انتقال شول او ولې بېرته ازاد شول؟

فیضي له امریکا غوښتنه وکړه چې ولې یې دوی له کومې محکمې پرته ازاد کړي دي.

فیضي زیاته کړې چې ددې څه ضمانت شته چې دغه پاکستاني بندیان به بېرته د جګړو لیکو ته نه ځي.

اوسمهال په باګرام کې په سلګونو افغان او خارجیان بندیان دي چې د افغانانو بندیانو چارې یې په نمایشي ډول افغان دولت ته سپارل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
malyar

وایی چه لیونی چا په ورا کی نه پریشوده او ده ویل چه زه دناوی په دٍولی کی سپریژم افسوس دی وی پرداسی بی غوره او ناپامه چارواکو هغه چه دشپی لخوا پردی کورونه نرٍوی دروازی یی ماتوی او بیگناه کسان بیایی او هردٍول ظلم کوی تاته وایی چه زه داکارکوم فیضی صاحب که همدا دامریکایانو پیسی نه وی نو ته به دولسمشرویاندی وکرٍی ؟ معلومه ده چه نه بس چه هرسه کوی اختیارلری خپل وطن یی دی که غوارٍی چه بندی یی کرٍی بندی کوی یی که غوارٍی چه خوشی یی کرٍی خوشی کوی یی زما اوستا خبری هسی… نور لوستل »

محمد

دوی کله پوهی لری فیضی بی فیضه خو مطلق مریی دی شرم نه لری او نه دا فاسده اداره د خبل ځان اختیار لری ټول اولس ته یی پیغور جوړ کی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x