دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت (۳)

لیکوال: حامد افغان

امام ابو حنیفه رحمه الله خپل شاګرد ته وایې: ته باید له خلکو سره نرمي خبرې وکړې سختې او تروشې خبرې مکوه، صبر او تحمل کوه، ښه اخلاق خپل کړه او سینه پراخه لره، دلته د امام رحمه الله په خبرو کې د (مداراة) لفظ راغلی ده: وعلیک بالمداراة، یو مداراة ده او بل مداهنة ده د دې دواړو په منځ کې ډیر فرق ده مداراة د مومن او عالم صفت ده او غوره خوی ده او مداهنة حرام او ناروا ده، مداراة په نرمي سره خبرې کول، د جاهل او ناپوهه په پوهولو کې نرمي کول، په نرمي سره له ناروا کار نه د فاسق او فاجر منعه کول او سختي او غوسه نه کول، او مداهنة دې ته وایې چې له ښکاره فاسق سره یوځای یې او د هغه ناروا کار ته ناروا نه وایې بلکي هغه چې څه کوي په هغه په ښکاره او په زړه کې رضا وي او مداهنة ناروا او حرام ده امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې د ابودرداء رضي الله عنه روایت را اخلي هغه وایې: إنا لنكشر فى وجوه أقوام وإن قلوبنا لتلعنهم, يعني موږ د ځیني خلکو په مخ کې خاندو خو زړونه مو په هغو لعنت وایې.

بناء عالم ته په کار ده چې له خلکو سره نرم صبرناک او تحمل کوونکی واوسي، خبرې یې خوږې او پستې وي او له خلکو سره په ورین تندي مخامخ کیږي، د کوم فاسق او بیلاري انسان له ناروا کار نه په منعه کولو کې هم باید نرم او دروند واوسي هغه باید په نرمي او حکمت سره پوه کړي او د ناروا کار له بدو پایلو یې په نرمي سره خبر کړي، په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: دروند، نرم او اساني خوښوونکی او له خلکو سره مرسته کوونکی سړی په اور باندي حرام دی. او هغه چې خلکو ته ورنږدې وي. قال رسول الله صلي الله عليه وسلم: حُرِّم على النار كل هيِّن ليِّن سهل، قريب من الناس. أخرجه أحمد: (3928)، والترمذي: (2488). امام عبدالرؤف المناوي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وایې: هین: یعني دروند او وقار لرونکی انسان. لین: دسختي ضد یعني نرم. سهل: یعني دخلکو اړتیاوې پوره کوي دالله امرونه مني او له حرام کارونو لري وي. قریب إلی الناس: یعني بې تکلفه وي، په خلکو تکبر نه کوي له هرچا سره ناسته ولاړه لري.

په یوه بل حدیث کې راغلي دي: رسول الله صلی الله علیه سولم وایې: تاسو ټولو خلکو ته مال نشئ رسولی، خو له ټولو سره په ورین تندي او ښو اخلاقو مخامخ کیدلی شئ. عن ابي هریره رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله علیه وسلم: إنَّكُم لا تَسعونَ النَّاسَ بأموالِكم ، ولكن يسَعُهُم مِنكُم بَسطُ الوجهِ وحُسنُ الخلُقِ رواه البيهقي في شعب الإيمان و الهيثمي في مجمع الزوائد و المنذري في الترغيب والترهيب . یعني هیڅوک هم نشي کولی ټولو خلکو ته مال او څه ورکړي څو هغوی خوشاله کړي، او دا کولی شي چې له هرچا سره په ورین تندي او ښو اخلاقو مخامخ شي، نو د خلکو دخوشاله کولو، له هغوی سره د خوشاله ژوند تېرولو او هغوی ته دمینې ورکولو له پاره باید غوره اخلاق خپل کړل شي او له هرچا سره دمخامخ کیدلو پر مهال باید ورین تندی ونیول شي، له خلکو سره دمینې او دهغوی دمحبت دخپلولو دا غوره نبوي نسخه ده چې له هغوی سره په چلند کې غوره اخلاق او په ورین تندي مخامخ کیدلو لاره خپله کړه.

سختې خبرې، غوسه او تروش تندی ګرځیدل د مومن صفت نده او په دا ډول سخت چلند سره له سړي نه خلک منډي وهي او څوک یې خواته نه ورځي، داراز سپکې او پوچې خبرې کول لویه ګناه ده لکه د بخاري په یوه حدیث کې راغلي دي عائشه رضي الله عنها وایې رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل: د الله په نزد تر ټولو بد کس هغه دی چې خلکو د هغه له سپکو خبرو نه د ځان ساتلو له پاره هغه پرې ايښی وي, عن عائشة رضي الله عنها عن النبي صلى الله عليه وسلم قال ‘ إن شر الناس منزلة عند الله من تركه الناس إتقاء فحشه’.

امام رحمه الله خپل شاګرد ته وایې: ښې جامې اغونده، ښه سپرلي ښوروه او خوشبويي ډیره کاروه، ښې جامې اغوستل او نظافت د هر چا له پاره ضروري ده خو د عالم له پاره ډیر غوره ده ځکه په دې سره د هغه وقار او درنښت زیاتیږې، ښکاره خبره ده اکثره انسانان ظاهر پرسته وي او طبعا که د یو چا ظاهر ښکلی وي هغه ته ډیره توجه کیږي په دې اړه امام مالک رحمه الله ته منسوب څو بیتونه را اخلم:

حسن ثيابك ما استطعت فانهــا زين الرجال بها تعز وتكــرم
ودع التخشن في الثياب تواضعـا فالله أعلم ما تكن وتكتــــم
فرثيث ثوبك لا يزيدك رفعــــة عند الإله وأنت عبد مجـــرم
وجديد ثوبك لا يضرك بعـــد أن تخشى الإله وتتقى ما يحــرم

ژباړه: څومره چې دي وس کیږې ښې جامې اغونده، ځکه په دې سره سړي ښه ښکاري او په ښو جامو سره یې عزت او درنښت کیږې، د عاجزي په نیت موښلې او زړې جامې مه کاروه، د زړونو په پټو حالاتو الله ښه خبر دی، که ته مجرم او ګناهګار یې د الله په نزد په زړو جامو سره ستا مقام نشي لوړیدلی، او که ته له الله نه ویریږې او له حرامو کارونو ځان ساتې نو نوې جامې تاته هیڅ ضرر نه رسوي.

امام ابو حنیفه رحمه الله خپل شاګرد ته وایې: د خپلو اړتیاو پوره کولو له پاره ځان ته وخت وټاکه او په هغه کې خپلې اړتیاوې پخپله پوره کوه، په خپله د خپلو مزدورانو او خادمانو د حال پوښتنه کوه، د هغوی د اصلاح او تادیب کوښښ کوه، او په دې باره کې له نرمي نه کار اخله، هغوی ته ډیره غوسه مکوه. که ډیر ضرورت نه وي باید هر څوک خپل کار پخپله وکړي، په حدیث کې راغلي ابوذر رضي الله عنه وایې: شپږ ورځې به رسول الله صلي الله علیه وسلم راته ویل: زه چې کومه خبره درته کوم په هغه ځان پوه کړه، په اوومه ورځ یې راته وویل: وصیت درته کوم چې په پټه او ښکاره له الله نه ویریږه، او کله چې کوم بد کار درنه وشي له هغه وروسته ښه کار کوه، او له هیچا سوال مکوه آن که تازینه درنه ولویږي هم، د امام احمد په روایت کې راغلي چې که تازینه درنه ولویږي ورکوز شه پخپله یې درواخله خو چاته شوال مکوه چې زما تازینه راکړه. عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، قَالَ : قَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ عَلَيْهِ السَّلامُ سِتَّةَ أَيَّامٍ : ” اعْقِلْ يَا أَبَا ذَرٍّ مَا أَقُولُ لَكَ ” , ثُمَّ لَمَّا كَانَ فِي الْيَوْمِ السَّابِعِ , قَالَ : ” أُوصِيكَ بِتَقْوَى اللَّهِ فِي سِرِّ أَمْرِكَ وَعَلانِيَتِكَ , وَإِذَا أَسَأْتَ فَأَحْسِنْ , وَلا تَسَلْنَ أَحَدًا , وَإِنْ سَقَطَ سَوْطُكَ , رواه احمد في مسنده والطحاوي في مشکل الاثار.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x