نړۍ

د عمران خان ګوند ديارلسو پارلماني وکيلانو له استعفا انکار وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۳ل): د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند د داخلي شخړو ښکار شو او خيبر پښتونخوا څخه د ملي پارلمان ديارلسو وکيلانو له استعفا ورکولو انکار وکړ.

تحريک انصاف ګوند وړمه ورځ اعلان وکړ، چې ملي اسامبلۍ او درې ايالتي اسامبليو څخه به د دوی وکيلان استعفا ورکړي، تر څو رياست دوهم ټاکنو لپاره مجبور شي.

وروستي راپورونه وايي، چې ملي اسامبلۍ کې د پېښور د خلکو استازي ګلزارخان په مشرۍ د خيبرپښتونخوا ديارلسو وکيلانو له استعفا ورکلو انکار کړی دی.

سرچينې زياتوي، چې دغو وکيلانو عمران خان ته ويلي، چې دوی به تر هغو له خپلو چوکيو استعفا ورنکړي، تر څو چې د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت نه وي ړنګ شوی.

دغو وکيلانو د خپل ګوند پر مشرانو نيوکه وکړه، چې خيبرپښتونخوا کې خپل حکومت نه ورانوي او دوی ته د استعفا ورکولو امر کوي او دا کار سراسر ظلم دی، چې دوی دې خپل حکومت چلوي او د ملي اسامبلۍ وکيلان دې استعفاوې ورکړي.

د تحريک انصاف ګوند مرستيال شاه محمود قرشي وړمه شپه ناوخته د خپلو پارلماني وکيلانو استعفاګانې د پارلمان ريس سردار اياز صادق ته وړاندې کړې، خو تر اوسه دا نه ده جوته، چې د دغو استعفاوو شمېر څو دی.

د پاکستان ملي اسامبلۍ کې د تحريک انصاف ګوند د وکيلانو ۳۴ څوکۍ دي.

کره سرچينې وايي، چې شاه محمود قرشي تر اوسه د ۱۷ وکيلانو استعفاګانې د پارلمان ريس ته وړاندې کړي دي.

د تحريک انصاف رسمي سرچينې وايي، چې ډېر ژر به د نورو وکيلانو استعفاوې هم د پارلمان ريس ته وړاندې کړي، مګر وروستي راپورونه وايي، چې خيبر پښتونخوا څخه ټاکل شويو ديارلسو پارلماني وکيلانو اعلان کړی، چې دوی به هيڅکله استعفاوې ورنکړي.

د نوموړو ديارلسو وکيلانو له ډلې ځينو کسانو رسنيو ته ويلي، چې ډېر ژر به يو شمېر نور وکيلان به دوی سره يو ځای شي او له خپلو استعفاوو به تېر شي.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې د پارلمان ريس به د تحريک انصاف د وکيلانو استعفاوې ومني که نه، خو دومره روښانه شوه، چې د استعفاوو او د عمران خان د ځينو کړنو له امله نوموړي ګوند کې داخلي اختلافات رامنځته شوي او د عمران خان يو شمېر نژدې ملګري له نوموړي خوابدي دي او وايي، چې عمران خان مشورې نه مني او د عمران خان له لاسه د ګوند سياسي راتلونکی تت ښکاري.

د عمران خان د پرېکړې مخالف وکيلان وايي، چې عمران خان هره پرېکړه په خپل سر کوي او دوی يې په تياره کې ساتلي دي او دوی نشي کولای، چې د عمران خپل سري تر ډېره وخته وزغمي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x