افغانستان

طالبان: کندوز مو لا هم په ولکه کې دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د دولت هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د کندوز ولایت ګڼ شمېر سیمې یې له طالبانو بېرته نیولي دي.
طالبانو په دې وروستیو کې د کندوز ولایت د چهاردرې، خان اباد، دشت ارچي او امام صیب ګڼې سیمې له اربکیانو او دولتي عسکرو ونیولې.

د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني پرون ویلي و چې دوی د خان اباد او چهاردرې ولسواليو ټولې سیمې چې څو ورځې وړاندې د دوی د لاسه وتلې وې، بېرته نیولي دي.

د چهادرې ولسوالۍ یو اوسېدونکي نن ټکي اسیا ته تېره ورځ ویلي و چې ځايي خلک له اربکیانو په تنګ شوي و او «اوس له طالبانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د اربکیانو او عسکرو پر ضد جنګیږي».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د خان اباد، دشت ارچي، چهاردرې او امام صیب ولسوالۍ ګڼ شمېر سیمې چې څو ورځې دمخه يې له اربکیانو پاکې کړې وې لا هم د دوی تر ولکې لاندې دي.

مجاهد زیاته کړې چې ځايي خلک د « جنایت کارانو پر ضد د مجاهدینو ملاتړ کوي او د دښمن هر ډول پرمختګ يې بند کړی دی».

مجاهد همدا راز وايي چې د دولتي عسکرو پر ضد د دوی عملیاتو کې يې مقابل لوري ته سخت مالي او ځاني تلفات اړولي او اکثر عسکرو د جګړې روحیه بایللې.

مجاهد د کندوز پر ولس غږ کړی دی چې هيڅکله به د «شر وفساد عناصر، اربکیان او جنایت کاران پرې نه ږدي څو د د کندوز د ولس ژوند له خطر سره مخ کړي او خلکو ته اذیت ورسوي».

کندوز ولایت کې په دې وروستیو کې طالبانو د نورو کلونو په پرتله بې ساري پرمختګ کړی او د ځايي خلکو په وینا د چهاردرې، امام صیب، دشت ارچي او خان اباد ولسوالۍ یې له اربکیانو او دولتي عسکرو پاکې کړي.

وروستي راپورونه وايي چې طالبانو یواځې په چهاردرې ولسوالۍ کې له اربکیانو څخه ۲۴ پوستې نېولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x