نړۍ

امریکا: په نیویارک کی دمسلمانانو غونډي اومظاهري

muslims_are_americans_too

نن ټکي اسیا: تیره ورځ بی شماره مسلمانان دنیویارک ښار دټایم سکویر پرڅلورلاره باندي راټول شوي ول اودکانګریس دهغي غونډی پرخلاف یی شعارونه ورکول، چی تیره ورځ په دي اړوند راغوښتل شوۍ وه ترڅو په امریکاکي د مسلمانانو په ټولنو کي دتندروي اوترهګري عوامل وڅیړي.
ویل کیږي چي په ناسته کي به دتیرو کلنو دفورټ هوډ اودټایم سکویر دموټربمب دپیښو په باره کي هم خبري وشي، خو په نیویارک کی مسلمانان وایی چي امریکا کي مسلمانان یواځي شوي دي، اوهمیشه دیو بیګانه په سترګه ورته کتل کیږي. 
دبی بی سی خبریال له نیویارک ښارڅخه خبرورکوي، چي بی شماره مسلمانان دنیویارک واټونو اوکوڅوته راوتلي وه شعارونه یی ورکول چي (نن زه هم مسلمانان یم)
دکانګریس وغونډي ته دامریکی دجمهوري غوښتونکي ګوند نماینده چي دامریکي دکورني امنیت دټولني مشري په غاړه لري، غونډه والوته وویل چي زه په امریکا کی دمسلمانانو په ټولنو کي دترهګري اوتندروي درجهان له زیاتوالی څخه ویره لرم اوددی ادعا دثبوت لپاره ډیرشاهدان هم پیشه ولی شم
مسټر کینګ زیاته کړه چي ځینی مسلمان مشران ودی ته تیارندي، ترڅوله پولیسو اونورو استخباراتي ادارو سره کمک وکړي، او هغه پیښی کشف اوله منځه یو سي چي په امریکا کي دننه دهیواد دګټو په خلاف دمسلمانانو ترهګرو له لوری ترتیبیږی.
دبی بی سی خبریال وایی هغه پیښی چي یوه یی تیرکال دپاکستان الاصله فیصل شهزاد لخوا دموټربمب په واسطه پرټایم سکویر باندی پښودونکي وه، اوبله هم ۲۰۰۹ کال کی دامریکي دټیکساز په ایالت کي دفورټ هوډ په فوځی مرکزکي دمیجرندال حسن لخوارامنځ ته شوه، کوم چی ۱۳ امریکایی فوځیان یی په ډزوسره ووژل،
په امریکاکي سیاست اونظریات دامریکایی مسلمانانوپه خلاف بدل کړه.څیړونکي وایی چي امریکایی سیاست پوهان اوپولیس ددارنګه نوروپیښو ویره هم ویني.
خوپه امریکا کی مسلمانان وایی چي دکانګریس له لوري دمسلمانانو په اړوند ددارنګه غونډو دایره ول له دی څخه بغیر چی دامریکا دحکومت پرخلاف دمسلمانانوقهر اوغصه راوپاروی نوره پایله به ونلري.
په نیویارک کی دمسلمانانو دټولنو مشران او وتلي څیري، مغول راسل سیمونز اوامام فیصل عبدالروف، څوک چي دنیویارک دنړیوال ویجاړشوي تجارتي مرکز ته څیرمه دیو اسلامی مرکزدجوړولو مسئولیت په غاړه لري دلاریونکونکو وګډونوالو ته وویل زمونږدښمنان اسلام اومسلمانان نه بلکه ترهګری، تندروي اوتندروه نظریات دي چي زمونږدښمني کوي
له بله طرفه په کانګریس کي دډیموکرات ګوند غړی مسلمان انډرګارسن زیاته کړه چي مونږبه دمسلمانانو په اړوند دپیټرکینګ دخبرو ملاتړونکړو.
نومړي زیاته کړه چي دمسلمانانو په اړوند مسټرکینګ وینا داور ولمبي ته لمن وهل دي، اوکوم شاهدان چي مسټرکینګ وغونډي ته دګواهانو په توګه راوستلیدي، یویی هم داصلی مسلمانانونمایندګی نشي کولی.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x