افغانستان

تخار: په خواجه غار کې له پرون راهیسې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۳ل): د تخار ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت د خواجه غار ولسوالي په مربوطاتو کې له پرون مازیګر راهیسې جګړه روانه ده.

د تخار ولایت د امنیه قومنداني ویاند خلیل اسیر وايي چې لسګونو طالبانو تېر مازیرګ د خواجه غار ولسوالي په پل مؤمن سیمه کې په ګڼو پوستو بریدونه پیل کړل.

د امنیه قومنداني د ویاند وايي چې لاهم په یاده سیمه کې جګړه روانه ده او په خبره يې امنیتي عسکر د طالبانوپه وړاندې په جګړه بوخت دي.

د امنیه قومنداني د ویاند خلیل اسیر په قوله تراوسه یو اربکی مړ او اووه نور زخمیان دي د هغه په خبره ګڼو طالبانو ته يې هم مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

یاده دې وي چې په تخار ولایت کې د ناامنۍ پېښې د نورو په پرتله کمې کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې پر هلمند سربېره په زابل، فاریاب، بادغیس او کندوز کې هم جګړه روانه ده.

ویل کېږي چې نن ګڼو طالبانو د فاریاب ولایت په غورماچ کې زرګونه تنه دولتي عسکر تر محاصرې لاندې دي.

په ورته وخت کې دولتي مسوولینو خبرونه ورکړل چې ګواکې د کندوز په بېلابېلو برخو کې شاته تمبولي دي، مګر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي مسوولینو یاده خبره کلکه ردوي او وايي چې دوی لاهم په کندوز کې په نیول شویو سیمو کې بشپړ واک لري.
بل پلو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې طالبان وايي چې دوی نن سهار د دې ولسوالي په ګورتيپه سیمه کې شپږ عسکر وژلي او څلور نور سخت ټپیان کړي دي.د خبرپاڼې له قوله : «په دغه جګړه کې یو مجاهد شهید او درې نور ټپیان دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x